تاند- له ۱۳ کلونو وروسته د افغانستان جګړه د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې د پنجشنبې د ورځې په اجنډا کې شامله نه وه.
د پنجشنبې په ورځ د ناټو دفاع وزیران د بلجیم په مرکز بروکسل کې راغونډ شول خو دا لومړی ځل و چې افغانستان یې د بحث اصلي موضوع نه وه.
د ناټو غړیو د افغانستان پر ځای پر هغو ګواښونو تمرکز وکړ چې دا تړون ورسره مخامخ دی- د اسلامي سختدریځو تهدید او د اوکریان له دولتي ځواکونو سره د روسیې په ملاتړ د بېلتون غوښتونکو شخړه د ناټو د دفاع وزیرانو د خبرو پام ځان ته اړولی و.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکايي چارواکو په وینا د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د جګړې د نه شاملولو یو علت دا و چې د افغانستان حکومت تراوسه پوري دفاع وزیر نه دی ټاکلی. افغانستان دفاع وزیر نه درلود چې د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو ته د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
د افغانستان ولسي جرګې، چې ډېری غړي یې په ډلبازۍ، امتیاز اخیستلو او پیسو اخیستلو تورن دي، د دفاع وزارت لپاره متخصص او مسلکي کاندید ستر جنرال شېرمحمد کریمي رد کړ، حال دا چې نوموړي په امریکا کې لوړي نظامي زده کړې کړي خو په کومې ډلې یا تنظیم پوري تړلی نه دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو یا روزونکو قومندان جنرال جان کمپبل هم ګډون نه درلود.
په افغانستان کې د ناټو قومندانانو تل د ناټو په مهمو غونډو کې ګډون کړی. د پنجشنبې په غونډه کې د ناټو د قومندان نشتون د دې یوه بله نښه ده چې د افغانستان په اړه د ناټو په نظرونو کې څومره بدلون راغلی دی.
د امریکا متحد ایالتونه اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره ۶۰۰ پوځیان یا روزونکي لري حال دا چې یو وخت په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو شمېر یولک تنو ته رسېده.
د سږ کال تر پایه به د امریکايي پوځیانو شمېر ۵ زرو ته رالږ شي.
DR Sahaib ghani baayed de lwaro zdakro wazir shi, ne walasmashar zaka chi daa sary de hamdi kar lapare khah dai. ow gorai hagha sa wakral Pakistan te ye afghan pawzian waligal . hom daa pwzian be de Pakistan lapare kar kawi, ne de afghnistan la paare. kala chi ISI ba afghan pwzian te paisi war kri aw powzian be la Pakistan sare wofadare wi.