د جمعې په ورځ په پکتیکا ولایت کې د دې ولایت دیني علماوو او حکومتي مسولینو د ښې حکومتوالۍ،سولې، او سالمې ادارې د رامنځته کولو په برخه کې ګډه غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د پکتیکا ولایت له بیلا بیلو ولسوالیو څخه دیني علمآ او د حکومت مسولینو پدې موخه سره یو ځای شوي ول تر څو د پکتیکا په ولایت کې ښې حکومتوالۍ ، سالمې او پاکې ادارې د رامنځته کولو په موخه دیني علماوو او حکومتي چارواکو د مشورو او نظرونو تبادله وکړي.
په سر کې د پکتیکا والي عبدالکریم متین وینا وکړه چې یاده غونډه یې له ویاړونو ډکه غونډه وبلله.
نوموړي په سوله کې د دیني علماوو رول مهم وباله او له علماوو غوښتنه وکړه چې د ممبر له لارې د سولې غږ پورته کړي.
ده په هیواد کې روان جګړیز حالت له زغمه لرې وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان په یو بد او نه زغمونکي حالت کې قرار لري چې له دې حالته یې د خلاصون یواځينۍ لاره سوله ده.
متین زیاته کړه چې د جوماتونو،مکتبونو،سړکونو ړنګول د بي ګناه مسلمانانو وژل،وینې تویول د مسلمان کار نه دی او باید علماو له حکومت سره یوځای ددې شومي پدیدې مخه ونیسي ……………………………
نوموړي په حکومتي ادارو کې د فساد شتون ومانه خو له علماوو یې غوښتنه وکړه چې پدې برخه کې حکومت ته د اسلام په رڼا کې صلاح او مشورې ورکړي تر څو یوه سالمه او له فساده پاکه اداره رامنځته شي…………………….
ده وویل په ټولنه کې شته ستونزې په یوه ورځ له منځه نه ځي خو که چیرې دیني علما او حکومت سره یو لاس او موټی شي نو د دیني احکامو په رڼا کې هرې ستونزې ته د حل لاره پیدا کیدای شي.
د یحی خیل ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوي محمد نعیم په خپلو خبرو کې د اسلامي شریعت نافذیدا په هیواد کې د سولې او ثبات رامنځته کولو اسانه لاره وبلله.
ده زیاته کړه چې په هیواد کې د ټولو نا امنیو تر شا د امریکا او پاکستان لاس دی که چیرې امریکا وغواړي په همغه ورځ په هیواد کې سوله تا میندای شي………………….
نوموړي زیاته کړه چې په هر حالت کې د شریعت طرفدار دی که حکومت او یا وسله واله ډله له شریعت څخه سرغړونه کوي دی به یې په کلکه مخالفت کوي.
د جاني خیل ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوي اغاجان له وسله والو طالبانو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په منځ کې پرته فاصله د خبرو اترو له لارې له منځه یوسي.
نوموړي وسله وال طالبان،پولیس،او نور امنیتي ځواکونو د هیواد بچیان یاد کړل او له والي عبدالکریم متین څخه یې غوښتنه وکړه چې د هغو خلکو په کلکه مخنیوی وکړي چې د ولس او حکومت تر منځ کرکجنه فاصله ایجادوي………………..
ورپسې د اورګون ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوي غازي محمد له حکومت څخه مدرسو او جوماتونو ته د زیاتې توجه غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې په اوسنۍ اداره کې علماو ته توجه نده شوې او د علماو غوښتنو ته پر وخت غوږ نه نیول کیږي…………………..
ده زیاته کړه چې په اوسنۍ اداره کې علماوو د حق په ویلو سره له دواړو خواوو ګواښل شوي نو له حکومت څخه مو هیله داده چې د علماوو د ژوند خوندیتوب په برخه کې پاملرنه وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د غلام رحمن همدرد لخوا د علماوو یو اته مادیز پریکړه لیک هم صادر شو چې له دولت سره پر ښکلیو اړخونو غږ شوی و تر څو د سولې خبرو اترو ته حاضر شي او د بي ګنا مسلمانانو ژوند ته دې پام وکړي.
د پریکړه لیک په ۳ ماده کې راغلي چې د ګانونډيو هیوادونو شوم اهداف او په افغانستان کې یې لاسوهنه په کلکه غندو او د نه پاملرنې په صورت کې به دوي له جدي غبرګون سره مخ شي…………….
د پریکړه لیک په اتمه ماده کې راغلي چې د پکتیکا علما د پکتیکا د سیمه ایزې حکومتوالۍ له کړنو په کلکه ملاتړ کوي.
دا پداسې حال کې ده چې له دې وړاندې په پکتیکا ولایت کې علماو ته داسې کومه زمینه نه وه برابره شوې تر څو له حکومتي مسولینو ته له نږدې په ټولنه کې د شته ناخوالو،نا امني، د ښې حکومتوالۍ،د اداري سمون او سولې په برخه کې صلاح او مشورې ورکړي.