استاد اجمل ښکلی

د يوه ټاکلي مهال پر ادب د پوهېدو لپاره ضرور ده، چې د هغه مهال پر ټولنه او له ټولنې سره د فرد پر اړيکه ځان پوه کړو.

هره ټولنه د يوه کولتور خاونده وي. په کولتور کې- چې بې له فضيلته يې له فرهنګ سره نور توپير نه کېږي- ډېر څه راځي. اخلاق، اسطورې، د ناستې پاستې، خوراک، څښاک او خبرو اداب، ټولنيزه پوهه، فکري طرز او ….د ټولنې برخه وي.

له پخواني ادب نه د سم برداشت لپاره په دې هم د ټولنې مطالعه ضرور ده، چې پخواني له ټولنې سره په کلک زنځير تړلي وو او ډېرو کمو خلکو له ټولنيزو ارزښتونو د بغاوت وړتيا او ځواک لاره.

د لرغونو انسانانو په اړه پوهان وايي، چې اجتماعي ژوند يې ځکه غوره کړ، چې يو په اسانه خپلې اړتياوې پوره کړي. بل چې دوى يې ګډ ساتلي وو، هغه له بهرني دوښمنه د خونديتوب احساس و. انسانان که خواره واره اوسېداى؛ نو طبيعي ناورينونو او داړونکو ځناورو به ژوندي نه وو پرېښي.

اجتماعي استوګنه اړينه وه؛ خو ستونزې يې هم لرلې. د دې ستونزو د حل لپاره وروستينو انسانانو ټولنيز ارزښتونه وضع کړل، چې د دوى او د ټولنې او فرد ترمنځ اړيکه منظمه کړي او ټولنه د بې نظمۍ له داخلي دوښمنه وساتي.

همدا علت و، چې پخوا د ټولنې او فرد ترمنځ اړيکه ډېره ټينګه وه. فرد په ټولنه کې خپله بقا ليده؛ نو له ټولنيزو ارزښتونو انحراف ورته مرګ ښکارېده.

انسان دخلکو د فکرونو د روښانولو او په ټولنه کې د نظم راوستو لپاره اسطورې جوړې کړې او اسطورو خلک مذهبونو ته وهڅول.

په اسطورو کې د طبيعي پېښو تر شا د علتونو پر پېژندلو سربېره په طبيعت کې د نظم لټون او په ټولنه کې د نظم راوستو موخه هم نغښتې وه. مثلا: مصريانو ځکه د نېل خداى لمانځه کوله، چې د دوى ځمکې يې اوبه کولې. که دا لمانځنه يې نه واى کړې، مصريان به له فکرى اضطراب سره مخ واى. پوهېداى به نه چې له نيل سره څه وکړي، چې خپلې اوبه پر دوى کمې نه کړي.

د اسطورو د رامنځته کېدو بل لامل له طبيعته د انسان ويره وه. پخوانو انسانانو چې د بېلابېلو طبيعي شيانو لمانځنه کوله، يوه موخه يې د هغې ويرې ختمول وو، چې دوى ته له خپلو ځنګلي نيکونو د يونګ په اند د ټولنيز لاشعور په بڼه پاتې وه. بله ويره له دوى سره د خپلې راتلونکې وه، چې که عبادت ونه کړي، د طبيعي افتونو خوراک به شي.

خو وروسته چې ساينس او فلسفې پرمختګ وکړ، د طبيعي پېښو تر شا يې د ماورالطبيعي علتونو لټه پرېښوده او په ساينسي/عقلي اصولو يې د خپلو ستونزو حللارې ولټولې. فلسفې او ساينس چې پر ټولنه اغېز وکړ او په ټولنه کې يې ټولنيز او مذهبي بصيرت پيدا کړ؛ نو د فرد او ټولنې ترمنځ اړيکه په ځينو ټولنو کې معقوله شوه.

داسې هم ويلاى شو، چې انسان د طبيعي اۤفتونو د مخنيوي وسايل ايجاد کړل او له طبيعته يې د انسان د ويرې په ختمولو کې مرسته وکړه؛ نو انسان د ټولنې د بقا پر ځاى، خپلې بقا ته متوجه شو او فرديت وغوړېد.

په پخوانو کې د ټولنپالنې حس دومره پياوړى و، چې ډېرې چارې يې ګډې وې. تر ادبي مضامينو او ژبې پورې مشترک مال ګڼل کېدل. همدا علت دى، چې د يوه پخواني شاعر شاعري ولولو؛ نو د نورو راته تکراري ښکاره شي.

نور خو پرېږده. په پخوانۍ شاعرۍ کې د ټولو شاعرانو معشوقه يو شان ده. ان د پارسيوان او پښتون شاعر د معشوقې توپير نه کېږي. ټولې معشوق جفاکارې، نادانې دي او د مين قدر پرې نشته. ټولې د يو رنګه تورو مارانو زلفو، سروې ونې او نرګسي سترګو خاوندانې دي.د هندي سبک نوخطي هم يو شى دي.

دا ځکه چې دوى پر خپلو فردي مشاهدو او تجربو اتکا نه کوله او هر څه ته ىې د ټولنې له زاويې کتل او دې زاويې دوى ته د هر څيز په اړه مشترکه اپلاتوني ايډيا ورکړې وه. د ښکلا په کار کې هم دوى ځمکني معشوق ته نه کتل يا ورته ځمکنى معشوق اپلاتوني ايډيل ښکارېده.

کوم شاعران چې راته نوښتګر ښکاري، هغوى هم د فکر له پلوه له نورو هممهالو او پخوانو سره ډېر يو شان دي؛ خو په څنګه ويلو کې ترې مختلف دي.

پخوا وسايل کم وو، ټولنه ولاړه وه. له دې امله د خلکو ژوند و فکر ساده وو، ځکه نو د نوښتونو تمه ډېره نه کېده او ګوتشمېر مکتبونه موجود وو.

له ځينو شاعرانو پرته په خپله ټوله پخوانۍ شاعرۍ کې محدود مضامين وينو. دا محدود مضامين زياتره په دوو لويو موضوعاتو کې راځي. يوه د اخلاقو او بله د عشق. په اخلاقو کې دا دنيا دوه ورځې ده، لولۍ ده، ها بله همېشنۍ ده. چې څه کرې هغه به رېبې، سرکشي بده ده، لويي بده ده، تواضع ښه ده، فقر ښه دى، سوال او د چا احسان اخيستل بد؛ خو پر چا احسان کول ښه دي، سخا ښه ده. په عاشقۍ کې د ټولو شاعرانو معشوقې د يو رنګه ښکلا خاوندې دي او د ټولو مينې يو رنګه دي.

پخوانو ځکه اخلاقو او عشق ته تمايل ښوده، چې دې دواړو په ټولنه کې نظم راوستاى شو. پخوا ټولنو کم قوانين لرل او د دغو کمو قوانينو د عملي کولو او څار لپاره هم منظم سيستمونه نه وو؛ نو شاعرانو کوشش کاوه، چې د ټولنې د خونديتوب لپاره اخلاق بيان کړي.

د اخلاقو د عملي کولو لپاره چې ځمکنى ځواک نه و، شاعرانو خلک له خدايه وويرول، ځکه چې د ځمکني نظام په نشت کې دا ويره د اخلاقي نظم په راوستو کې مرسته کوي. ولتر همدا ويل، چې که خداى نه وي، هم بايد يو خداى جوړ کړو.

بل پلو عشق هم د اخلاقو غوندې د فرد او ټولنې او ټولنې او خداى ترمنځ ارتباط پيدا کوي او دا ارتباط په ټولنه کې نظم راولي. همدا علت و، چې د عشق دوه ډوله ډېر مشهور شو، چې يو ځمکنى عشق او بل الهي. له الهي عشقه په تصوف کې استفاده وشو. صوفيانو هڅه وکړه، چې له دې کثيفې نړۍ نه ځان ورټول کړي. تراوسه چې عام خلک د بزرګانو قدر کوي او دا نړۍ د دوى په مخ ودانه بولي، علت يې د خپل ځان او خپل مال خونديتوب دى. خلک چې زيارتونو ته ځي، مالګه څکي او لرګي پر ځان مږي؛ نو د اولاد يا بله دنياوي تمه يې راوړې وي.

اوس دا خبره پيدا کېږي، چې عشق خو د نظم مخالف وي. د خوشال خبره، ”چې د عشق سيلاب پرې راشي، واړه نوړ کا” پخواني په دې پوهېدل، چې عشق د ټولنيزو اخلاقو مخالفت کولاى شي، ځکه عاشق هغه څه او هغه څوک غواړي، چې ټولنيز ارزښتونه يې اجازه نه ورکوي؛ نو هڅه يې وکړه، چې له عشقه د بغاوت وزرونه پرې کړي او د اخلاقو تابع يې کړي. که له استثناوو پرته به چا مخالفت وکړ، لېونى به يې وباله، د مجنون(معلومه ده، چې حقيقت نه دى، افسانه ده) غوندې به يې غرونو ته وشاړه يا به يې د منصور غوندې په دار کړ. له دې پېښو نه راته اندازه کېږي، چې صوفيانو ولې خپلې تصوفي تجربې د خلکو په مخکې نه شوې بيانولاى يا يې په استعار او سمبولونو کې ويلې.

خو عشق بيا هم ځان ښوده.که عملا نه و، نو د نکلونو(ليلا مجنون، ادم خان درخانۍ) او شاعرۍ په جامه کې خو هرومرو راواته. پخوانى ادب چې دقيق ولولو، د اخلاقو او عشق همدا کشمکش بيانوي او دا د پخواني ادب بله خاصه ده.

پخوانى ادب چې لولو، پکار ده، چې له هغې موضوع سره د خلکو پر تړاو او د هغه مضمون تر شا پر ټولنيز علت ځان پوه کړو. که دا علت راته معلوم نه وي، د هغې دورې ادب به راته مبهم وي او پوه به نه شو، چې اخر دې مضمون ته خلکو ولې دومره اهميت ورکړى. مثلا: پخوانى ادب د سخا له صفتونو ډک دى. رحمان بابا وايي:

خزانه په سخاوت سره زياتېږي

د کوهي اوبه چې وکاږې بسيار شي

سخاوت چې د پخوانۍ شاعرۍ تکراري مضمون و، ځکه ډېر مهم و، چې بېوزلي ډېره وه. ټولنه د بېوزلو او شتمنو پر دوو لويو طبقو ويشلې وه، چې بېوزلو يې لويه برخه جوړوله. خلکو به له شتمنو نه د سخاوت تمه کوله او شاعرانو به هڅول، چې له بېوزلو سره مرستې ته راودانګي. د حاتم طايي استعاره هم د همدې اړتيا پر بنسټ رامنځته شوې وه. رحمان بابا د مېړني سړي په تعريف کې پر دېګدان تر دېګ ايښودو وروسته وايي:

هسې فيض يې و هر چا وته رسېږي

چې باله شي د خپل وخت حاتم طى

په هغو ټولنو کې چې پر ځان بسيا شوي او خلک د شتمنو شتو ته ځان ډېر اړ نه بولي، د سخاوت اهميت راکم شوى او ښايي په خپل پخواني ادب کې د سخاوت دومره ستاينې ته حيران هم شي، چې پخواني شاعر ولې ځان د سخاوت تعريف ته دومره اړ ګاڼه.

پخوا چې لوږې، ظلمونه، وباګانې ډېرې وې او له خلکو سره يې د نن غوندې د حللارې چارې نه وې؛ نو چې تنګ به شو، دنيا ته به يې بد رد وويل او خپله بدمرغي به يې په تقدير او فلک پورې وتړله، ځکه چې د ده پرې وس نه رسېده. د هغې دنيا په اهميت کې هم د دې دنيا د کړاوونو لاس و. سکندر خان خټک چې زوى ته نصيحت کوي، وايي:

ای زما زويه د نيکو خوی پيداکړه

له دنيا نه مينه ډيره په عقبا کړه

له دنيا د شکايت مضمون د هغه مهال د شاعرۍ تکراري مضمون و او تقريبا هر شاعر يې ياده کړې ده. رحمان بابا وايي:

تمه مه کړه په دنيا کې د نشاط

بيا به نه مومې نشاط په دې بساط

لکه راغلې، بيا به هسې ځنې درومې

دا جهان د رهروانو دى رباط

رحمان بابا په هغو شاعرانو کې دى، چې د خپل اخلاقي فکر د رغون لپاره يې دنيا ډېره کارولې ده. خوشال هم کارولې؛ خو د خوشال طرز له نورو شاعرانو ډېر مختلف دى. وايي:

دنيا وته چې ګورم كارو بار ته د وګړي

د وړكيو تماشې دي زه يې هم ورسره كړم

ىا:

د دنيا مينه په مثل د خارښت ده

هيڅوك نه وينم خالي له دې خارښته

کاظم خان شيدا وايي:

ورکه دنيا شه بده يې طمع

واوره له مانه که لرې سمع

تمه، اخلاص، حرص، بخل، استغنا، قناعت، سخاوت، منت، تواضع، تکبر، انتقام، عدل، توکل، صبر او لسګونه نور هغه تکراري مضامين يا ادبي دودونه دي، چې په پخوانۍ شاعرۍ کې يې ډېر وينو او تر شا يې بېلابېل ټولنيز لاملونه موجود دي.

دا مضامين ځينو شاعرانو په بېل طرز بيان کړي؛ خو د زياترو ان طرزونه هم سره ډېر ورته دي.

One thought on “مشترک مضامين/ اجمل ښکلى”
  1. Muhtaram Ajmal saheb, staa har matlab be hada khwandawar, gatawar aw daqiq day.
    De loy khuday na de po dwro jahan kamyab aw sar lwary ghwarm 🙂

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *