بدلون

د لمر په لور، د ( بدلون) لپاره

ودان افغانستان ګوند د ورستي پاتي افغاني ټولني د سياسي، ټولنيزي، اقتصادي او کلتوري بيا رغوني سياسي ګوند دی چي د اسلام د سپيڅلي دين، د افغانستان د اساسي قانون او د افغاني ټولني مثبتو ارزښتونو ته پام کوي-تګلاره

ودان افغانستان ګوند د همدغه پورتني تعريف په چوکاټ کي د افغان انسان د ژوند د شرايطو د ښه کولو او افغانستان ودانولو سترو انساني برخو ته د رسيدلو لپاره د افغانستان په کچه يوه روښانه سياسي مبارزه روانه کړي ده چي ددغي مبارزي حقانيت ورځ په ورځ د دغه ګوند د پرمختګپالو مبارزينو له خوا د هغوی د پخي ژمنتيا په مټ زياديږي او د ولس د سنګينو پرګنو په زړو او ذهنو کي يې د باور رڼا لاپسي ځليږي.

د ملی شيرازۍ، يووالي، انسجام او نړيوال وقار د بيا اعادي لپاره ددغو ټولو ادعاوو د زباد يوه لاس په لستوڼي بيلګه همدغه ستاسو درنو لوستونکو په لاس کې اونيزه ده چي په هلمند ولايت کې د ګوند د ولايتي کوميټې له خوا خپريږي او هدف دادی چي د افغانستان د سهيل لويديځې حوزي په کچه به پر مسايلو تمرکز کوي او ترڅنګ به يې د افغانستان او نړۍ ګرمو او د مهمو علمي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو او ژورتياوو ته هم پاملرنه کوي.

ټول پوهيږو چي زموږ ګران افغانستان د بدترين هر اړخيز بحران د بلا په خوله کې شپي او ورځي تيروي او ژغورنه يې د هر ويښ، روښانه او باوجدانه افغان انسان صخي، ملي او انساني رسالت دی.د ودان افغانستان ګوند د مفکوري په يوه ټکي کي راټوليدنه د همدغه ستر مسؤليت اداينه ده.

ګوند د ويښتيا او روښانتيا د پړاوونو په وهلو سره د بنسټيز بدلانه کلک هوډ کړی؛ د هلمند ولايتي کومېټه(بدلون)اونيزه د همدغه عيني هوډ د يوي روښانه نښې په توګه په درست افغانستان کې د يوه هر اړخيز مثبت بدلون په موخه راپيل کړه.

درانه لوستونکي دي دا فکر نه کوي چي دا اونيزه يوازي د يوه ګوند په محدوده کې مهدوده وي ځکه که د سرليکني په پيل کي ددغه ګوند تعريف ته وګوري نو ډاډه په شي چي د ودان افغانستان ګوند مبارزه د هر افغان انسان لويوالی او د افغانستان وداني؛بيا په نو وويني چي(بدلون) اونيزه د هر افغان انسان د زړه اواز، د افکارو انداز او د جذباتو ساز دی.

نو راځئ چي ټول د ټولو په ژوند کې د ژور بدلانه په اوچت ارمان پر(بدلون) باور رامنځ ته کړو.

موږ ټول يو يو،بيلتون ناممکن دی.

One thought on “بدلون اوونيزه لومړۍ ګڼه / سرليکنه”
  1. یره وروره مونژ چه په تیرو انتخاباتو که ستاسو تزلزل ولیدی نو بدلون خیال است ومهال وجونون – او بل یوه کس مخکی ستاسی د ګوند د تګلاری په اړوند یوه مقاله لیکلی وه چه هفه هم ستاسی په نیت شکونه څرګند وی- او زه دا فکر کوم چه دا لیکنه یار صاب لیکلی ده د لیکلو د طرز نه معلومیژی، په هر ترتیب، خدای د خیر کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *