تاند- د چین سینهوا خبري اژانس د افغانستان د یوه امنیتي چارواکي په قول وايي چې افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو یوه ستراتیژیکه او مهمه سیمه ونیوله.

سینهوا خبري اژانس وايي چې په کندهار کې دغه افغان امنیتي چارواکي سلطان محمد نن /شنبه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونه بالاخره وتوانېدل چې له ۱۴ کلونو وروسته د (بندي تیمور) سیمه له وسله والو یاغیانو ونیسي.

په راپور کې ویل شوي چې بندي تیمور د طالبانو لپاره یو خورا مهم مرکز و او ډېره وسله او مهمات یې پکې ځای پر ځای کړي ول. دا هم ویل شوي چې په دې سیمه کې طالبانو د کوکنارو له کښت او د هیروینو له تولیده زیات عواید ترلاسه کول.

سلطان محمد دا هم ویلي چې پر بندي تیمور کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د دې ډلې قومندان (ملا شاه ولي) هم وژل شوی دی.

له بلې خوا د ملي امنیت عمومي ریاست وايي؛ په لوګر او غزني ولایتونو کې یې د وسلو او مهماتو درې ډیپوګانې ضبط کړي دي. د دغه ریاست په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دا ډيپوګانې د غزني په اندړو او د لوګر په بره کي برک او محمدآغې ولسوالیو کې په یو لړ کشفي عملیاتو کې نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *