مریم کلانتری

دویمه برخه

رواني جګړه هم د جګړې له ټولیزو اصولو څخه په تبعیت، آرونه او ارکان لري؛ که څه هم د توکو او لارو له پلوه د پوځي جګړې او رواني جګړې ترمنځ ستر توپیرونه شتون لري. «محمد حسن زورق» د رواني جګړې، رواني عملیاتو او پوځي عملیاتو په هکله په دې ګروهه دی: له تخریبي اړیکې، رواني عملیاتو، جګړو او پوځي عملیاتو څخه موخه پر سیالې خوا، د ارادې تحمیل دی؛ اما رواني عملیات او کلتوري یرغل، د پوځي عملیاتو په پرتله ښې ګټې لري او دا ښې ګټې داسې څرګندوي:

1- رواني عملیات او تخریبي اړیکې، «سپینه جګړه» یا «پاکه جگړه» ده، چې په هغې کې برید کوونکی، پر چاودنې، وژنې او وینه تویونې لاس نه پورې کوي؛ بلکې ځان، تولیزو افکارو ته د یو ډارونکي ځواک په توګه ښکاره کوي؛ اما هغه پایله، چې له خپلو عملیاتو څخه یې اخلي، لکه د پوځي عملیاتو په څېر دی؛ یعنې کولای شي خپله اراده پر مغلوب شوي حریف، تحمیل کړي.  مغلوب شوی، له ټولو هغو پایلو څخه، چې په ترتیب ډول په نورو پوځي عملیاتو کې راتلونکي دي، رنځ وړي او د ملي ځواک د ضعیفېدو، د تولید ځواک د لېږېدو، فقر ډېروالي، خوارځواکي، روغتیا او د پرېکړه کولو د ضعف او… لامل ګرځي؛ په داسې حال کې، چې نه پوهېږي او نشي کولای په سمه توګه د خپلو  رنځونو مسؤل وپېژني او هغه تورن کړي،  پر دې بنسټ ځان تورن او مقصر پېژني.

2- رواني عملیات او تخریبي اړیکې، تر پوځي عملیاتو ډېر ارزانه دي.

 3- په رواني عملیاتو کې، هغه ډول، چې عامل پر پوځي عملیاتو لکه، تخریب او چاودنو لاس نه پورې کوي او په ټوله کې بې له سیاسي نښې او تابلو څخه حرکت کوي او یوازې له کلتوري لارې د ارزښتونو، دودونو، لیدونو او ټولنیز کړنو پر تخریب لاس پورې کوي، په آسانۍ سره د پېژندلو وړ نه دی او حتی کله د یو برلاسي په توګه تر ستاینې او تشویق لاندې هم نیول کېږي.

4- په پوځي عملیاتو کې، ګټونکی او بایلونکی دواړه زیان ویني؛ اما له هغه ځایه، چې د بایلونکي زیان تر ګټونکي ډېره ده، ګټونکی د بریا احساس کوي او ګټونکی ګڼل کېږي؛ اما په رواني عملیاتو او تخریبي اړیکو کې، لوبه کولای شي ګټه ـ بایله، د ګټونکي په نفع وي، په دې مانا سره، چې بایلونکی خپل د توان یوه برخه له لاسه ورکوي، اما دغه له لاسه ورکړل شوی ځواک، د ګټونکي لخوا جزب کېږي او دمخاطبانو ځینې ډلې د برید کوونکي عامل، د پلویانو په توګه رامنځته کېږي او که چېرې رواني عملیات له مهارت سره ترسره شي، د برید کوونکي عامل خوښوونکي کېږي او دهغوی په ګټه عمل کوي.

 هغه شي ته په کتو سره چې وویل شو، په رواني جګړه کې بریا لاندې راغلیو سرلیکونو شمېر ته، چې «داقرتي» راوړي دي، تر دې به لا ډېره شي.

1- اطلاعات (Information

اطلاعات د رواني جګړې د طرحه کولو، په لاره اچولو او غزولو لپاره ښه سرچینه ګڼل کېږي او ډېر ارزښت لري.  د بشپړو اطلاعاتو له نشتوالي سره نشي کېدای رواني جګړه پیل شي او یا پای ته ورسېږي.  له شک پرته له یوو بنسټیز جوړښت او د سیستماتیکو او کره اطلاعاتو له نشتوالي سره نشي کېدای هېڅ ډول جګړه، څه پوځي او څه تبلیغاتي، بریا ترلاسه کړي.

2- ارتباطي رسنۍ (Communication  Media)

د رواني جګړې عملیاتو لپاره د ارتباطي رسنیو ټاکنه، هغو عواملو لکه، مخاطب، چې د نظر وړ دی او هغه مهال، چې پیغام چمتو او ولیږدول شي، اړه لري.  په جبهې کې، د ګټنې وړ چاپي خبرپاڼې او صوتي خپرونې، له دودیزو رسنیو څخه شمېرل کېږي او له جبهې څخه لرې عملیاتو کې، د هغو مخاطبانو لپاره، چې د جګړې له ډګر څخه لرې دي، له خوځنده لنډو او اوږدو فریکونسیو څپو څخه همهاله کار اخیستل کېږي.  هغه رسنۍ، چې په ستراتیژیکو او ملي عملیاتو کې کارول کېږي، په ټوله کې دوه ډوله دي: چټکې او پڅې رسنۍ.

  پڅې رسنۍ، مجلې، کتابونه، رسالې او ویناوې رانغاړي.  دوی ته ددې لپاره پڅې وايي، چې د پیغام لېږد او د هغه د تر لاسه کولو تر منځ د پاملرنې وړ، ځنډ شتون لري.

  چټکې رسنۍ، هغه رسنۍ دي، چې په ټوله کې، برېښنايي اړیکو پورې اړونده دي.  دغه ډول رسنۍ له لنډو راډیویي څپو څخه پرته، نور وسایل لکه، د بې سیم لخوا د ورځنیو خبرونو لېږدول او د سیمه ییزو خپرونو لپاره د سمندرونو دواړو خواو تبلیغاتي جوړښتونه را نغاړي.

۳– څېړنه

له ژورې شننې سره د رواني جګړې اړتیا، د کوریا جګړې په کلنو کې د امریکا د ټولنیزو علومو پر څېړونو ستره اغېزه درلوده.  په امریکا کې له ۱۹۵۰ زېږدي کال څخه د ټولنیزو علومو پوهانو، له تېرو وختونو څخه ډېر، د موخې وړ کسانو، بلقوه برلاسیو، ارتباطاتو پر څېړنه او په بهرنيو ټولنو کې یې پر نورو عملي بېلګو لاس پورې کړ.  په دې کال کې، فدرال دولت د بهرنیو چارو وزارت له امکاناتو، نړۍ وال پرمختیايي آژانس او د هغه ځای ناستی، د امریکا د اطلاعاتو آژانس او د دفاع وزارت درېیو قواوو، کسانو، پوهنتوني ډلو او غیرې انتفاعي سازمانونو سره یې مالي مرستې وکړي؛ څو خاصې څېړنیزې پروژې ترسره کړي او یا تر لاس لاندې پروژې، د رواني جګړې ټولنې غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره سوق کړي.  په پایله کې دا څېړنې او نورې پلټنې، د سولې او ناروین په مودې کې یې د رواني جګړې غوښتنو په هکله روښانه درک رامنځته کړ.

هر کله، چې ارتباطي رسنۍ وکارول شي، رواني جګړه کولای شي د ملي موخو تر لاسه کولو لپاره رول ولوبوي؛ اما په دې شرط، چې لېږل شوی پیغام باوري وي، په روښانه توګه و پوهېدل شي او یوازې د مخاطب د ظرفیت په چوکاټ کې د ځواب د راپارولو په لټه کې شي.  کره والی، د اړتیا له مخې د حقیقت درلودلو په مانا نه دی.  هر مخاطب لپاره هغه شی معتبر دی، چې هغه فکر کوي حقیقت لري.  اعتبار پېچلې موخه ده او په آسانۍ سره نه ترلاسه کېږي.  نو په هرو عملیاتو او رواني جګړې کې د اعتبار پیاوړي کول باید په پرله پسې ډول او په ټينګار سره وڅارل شي.  له دغې مهم عنصر څخه پرته به د تبلیغاتچي د هڅو ډېره برخه ابس ولاړه شي.

رواني جګړې کارپوه له رواني جګړې څخه په ګټې اخیستنې، د یوې خبري خپرونې جوړولو لپاره د رواني جګړې پر موخو ټینګار کړی دی.  هغه د رواني جګړې د موخو په هکله لیکي:

                    · له مخاطبانو، هېواد یا مقابل لوري څخه هیله له منځه یوسي

                    · د هېواد مشرانو یا مقابل لورې پر وړاندې بې اعتمادۍ رامنځته کړي

                    · د مخاطبې ټولنې په منځ کې، درځ رامنځته کړي

رواني جګړه، په ریښتنې توګه د دښمن د عقل پر وړاندې جګړه ده، نه د هغه د ځان کلابند کېدو لپاره «د رواني جګړې تر ټولو مهم مخاطبان هم عبارت دي له: خلک، ګوندونه، سیاستمداران، ډلې، سازمانونه، دولتي او غیرې دولتي بنسټونه، دولتونه او نړۍوال سازمانونه.»

پر لنډو څپو خبري برخې

د دولتي پرګرامونو په توګه پر لنډو څپو د خبري برخو خپرول، د رواني جګړې له وسیلو څخه شمېرل کېږي.  رواني جګړه، یعنې له کلماتو، خلکو افکارو او د هغوی د غبرګونو سره لوبې کول، په داسې ډول، چې د هغوی غبرګون را وپاروي، چې له نظر وړ موخې سره همغږې وي.  همدې لپاره، بریالۍ رواني جګړه یا سم تبلیغات، ددې لپاره، چې اغېزمنه وي، باید لاندې ټکي ولري:

  له موخو څخه روښانه تعریف یا د هغو غبرګونو په هکله، چې تمه کېږي رامنځته شي،  مشخص وحدت نظر درلودل.

  د آورېدونکو له ډلې، د هغوی د ټولنیز وضعیت، ذهني حالت، آمال او د هغوی ډارولو او هغه څه، چې د هغوی د نفرت یا د لېوالتیا لامل کېږي، له همدردۍ سره عالمانه درک.

                    · له ژبې او افکارو څخه په ماهرانه توګه کار اخیستل، چې کېدا شي له دې لارې د آورېدونکو پاملرنه را وګرځوي او د هغوی ډاډ تر لاسه کړي.

رواني جګړې تاکتیکونه

دلته د رواني جګړې د تاکتیکونو د تعریفونو ځینو برخو ته نغوته کېږي.  د ویلو ده، چې د رواني جګړې تاکتیکونه، شاید له سلو برخو څخه ډېره وي؛ اما په اوسنۍ څېړنه کې، د تخنیکونو هغه تعریفونو ته، چې له هغوی څخه ګټه اخیستل شوې ده، بسنه کېږي.

۱–   تور پورې کول

«ددې تاکتیک پر بنسټ، رسنۍ بېلابېلې کلمې په مثبتو او منفي صفاتو بدلوي او هغه پر شخصیتونه یا هم پر بېلابېلو بنسټونو باندې پورې کوي.  ځینې وختونه، له دې کړنې څخه موخه دا ده، چې یو تصور، فکر یا یوه ډله محکوم شي، بې له دې، چې د هغوی په محکومیت کې کوم استدال راوستل شي.»

لي (Lee) په یوې مقالې کې توضیح ورکوي، چې څرنګه د رسنیو چارواکي هڅه کوي له مثبتو او منفي القابو سره، د نظر وړ موضوعاتو په هکله زموږ لومړني نظریې تر اغېزې لاندې راولي.  دی توضیح ورکوي، چې د ځینو مثبتو القابو، لکه دموکرات، آزادي غوښتونکی، ژغورونکی، او یا هم ځینې منفي القاب لکه ترهګر، ډارونکی، د شرارت محور او… څخه کار اخیستل، امکان لري، موږ بېلې پایلې ته سوق کړي او د یو کس او یا ځانګړې مفهوم په هکله زموږ نظر تر اغېزې لاندې راولي.  ځينې کسان، تور پورې کول، پر یو فکر او یوې خاصې عقیدې یا مشخصې ډلې باندې نوم اېښودل ګڼي، چې د فکر، عقیدې او د موخې وړ ډلې رد لپاره تحریک او له ارزونې پرته، تر کارونې لاندې نیول کېږي.  له نوم اېښودلو یا تور پورې کولو څخه دوه ساري، ترهګر او ترورېزم دي.  دا مشهور مثال مطرحه کوي، چې د یو کس له نظره ترورېزم، امکان لري د بل کس لپاره آزادۍ مبارز وګڼل شي.  مانا پېژندونکي وایي، هغه شی، چې موږ شخص لولو، موخو، غوښتنو او ارزونو پورې اړونده ده.  دوی توضیح ورکوي، چې ترهګر او ترورېزم، مانا ته د رسېدلو لپاره کلیشې دي او ددې لپاره، چې څوک ترهګر او تروریست دی، نړۍواله اجماع شتون نه لري، ددې لپاره، چې سیاسي او ستراتېژیکې موخې، بېلابېل دولتونه په بېل ډول تر اغېزې لاندې راولي، چې له ارزښت څخه پرته تعریف شتون نه لري.

له بلې خوا، «پراتکانیس» په دې ګروهه دی، چې ارزښتي کلمې، لوړ قناعت کونکی ځواک لري او کولای شي ډ ټولنیز واقعیت او پېښو په هکله زموږ تعریف ته جهت ورکړي.  دی توضیح ورکوي، چې د ګوبلز په لارښوونې سره د هیتلر تبلیغاتي نظام ددې چارې پر اهمیت په ښه توګه خبر و، په داسې ډول چې د آډولف هیتلر د جرمني له اقتصادي ستونزو سره د مخ کېدو په وخت کې له داسې کلمو لکه «د سرو ګواښ» څخه کار اخیست.  پایله دا، چې پروپاګنډا تل، خپل د نظر وړ موضوعات، ښه او مقدس فکر څرګندوي او د هغه پر خلاف، ناسم فکر، ناوړه او شیطاني ګڼي.

۲ – له ډار څخه کار اخیستل

په همدې ډول شننونکی له ډار څخه د کار اخیستنې تاکتیک په هکله په دې ګروهه دی، چې په دې تاکتیک کې، له ګواښ حربې څخه د دښمن د ځواکونو په منځ کې رعب او وحشت او د هغوی د روحیې په تضعیفولو او د ارادې په سستوالي کې ګټه اخیستل کېږي.  د هغه په اند، د رواني جګړې څانګه وال له بېلابېلو لارو څخه د خپلو مخاطبانو له ډار او ګواښ سربېره، هغوی ته داسې ور ښيي، چې د هغوی پر لارې حتی ډېر احتمالي ګواښونه او زیانونه په مرچل کې دي او له دې لارې، د دښمن لپاره له کړاونو او ستونزو سره یوځای خپل دښمن ته مبهم راتلونکی انځوروي.  پراتکانیس ددې تاکتیک له نورو کارونو څخه خبرې کړي او په دې ګروهه دی، چې له ډار څخه د کار اخیستلو تاکتیک کله د یو بهرني ګواښ پر وړاندې د یوې جبهې د را ټولو لپاره هم کارول کېږي.  هغه د هټلر پېر جرمني، د کورني تبلیغاتي نظام مدیر جوزف ګوبلز څخه ساری ورکوي، چې تل یې د «تیودور کافمن» له عبارت څخه کار اخیسته او ویلي «جرمني باید له منځه یوړل شي» او گوبلز له دې لارې څخه ادعا کاوه، چې متفقین د جرمني د له منځه وړلو په لټه کې دي.  آدولف هیټلر د کمونېزم ګواښ ته په نغوتې سره، له نازي ګوند سره یو ځای کېدل یې یواځنۍ حل لاره ګنله.  هغه وکړای شوای د یهودیانو او کمونستانو د ګواښ له پوهېدلو او د نازي ګوند له منسجمولو سره، تر یوې کچې پورې خپل پراختیا غوښتنې موخو ته ورسېږي.

اما «الیاسی» تر دې لا نږدې ساری ورکوي.  هغه د عراق پر وړاندې د امریکا رواني جګړه مطرحه کوي، لیکي: «په ۲۰۰۳ زېږدي کال کې پر عراق د برید له پیله، امریکایي رسنیو، پر سترو تبلیغاتو هڅو لاس پورې کړ؛ پرله پسې ادعاوې، لکه دا چې، عراق جګړییزو اتمي وسلو تولید ته نږدې شوی، په عراق کې د ډله ییزو وژنو وسلو له شتون څخه بېلابېلو رپوټونو خپرول، له ترهګرو څخه د صدام حسین ملاتړ او…، د عراق برید په هکله د هغه هېواد د ټولیزو افکارو او نورو هېوادونو د ملاتړ د را ګرځولو لپاره، د امریکا د رواني عملیاتو له موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.»

د عراق جګړې او د هغه د رواني جګړې په هکله ډېرې لیکنې شوي دي؛ له هغې ډلې رانتاپکنر په دې ګروهه دی، چې د عراق په جګړه کې، د دښمن د روحیې د ضعیفولو لپاره، بېلابېلې ستراتېژۍ په کار وړل شوي دي: «عراقي اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل شو، چې د سولې لاره، له جګړې څخه تېرېږي او دغه جګړه به هم د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ له ځانه سره ولري.  عراقي ځواکونو ته هم خبرداری ورکړل شو، چې د نړۍ له پېژندل شویو سترو بمونو سره به تر برید لاندې راوستل شي.  دا پیغامونه ساده ول او تسلمېدو لپاره یې دښمن لېواله کول.  داسې استدلال کېده، چې په هر ډول چې وي، عراقي ځواکونه به د جګړې بایلونکې وي او امریکا او ایتلافي ځواکونه د برلاسي پوځي ځواک درلودونکي دي.»

                                                                                                نور بیا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *