ښځې د قبر د سر خاورې کینایستلې. د لور په لاس کې یې سور جګ ګلدان و چې په منځ کې یې زیړ ګل غوړیدلی و. ښځې د ښې لاس ګوتې په موټ کې ټینګې ونیولې لکه چې د خاورو پر راایستلو ستومانه شوې وې.
لور یې له مځکې یو لرګی راواخیست او پوښتنه یې وکړه:
– په دې به مځکه ژوره نه شي؟
مور یې څه ونه ویل. نجلۍ کښیناسته. لږ خاوره یې په لرګي سسته کړه، خو لرګی مات شو. بیا ورټیټه شوه ګلدان یې راواخیست، له لاندې یې ورته وکتل او ویې ویل:
– که ګلدان لرې کړو ګل یوازې ځایږي
مور یې قبر ته وکتل او تر ژبې لاندې یې ورو وویل:
– خو نښه یې ده
نجلۍ لکه چې د مور خبره وانه وریده په لږ ټینګار یې وویل:
– ګل خو ټول عمر له ګلدان سره یوځای نه وي
ښځې پر شناخته لاس کیښود:
– لکه زه او پلار دې
نجلۍ د لرګي ټوټو ته وکتل. مور یې ګلدان پر پخې مځکې وواهه او لاسونه یې له خاورو وڅنډل.
پراګ- ۲۰۱۵