بریتانیايي پوځیان - هلمند

تاند- د یوې څېړنې له مخې، چې بریتانیايي څېړونکو کړې ده، په هلمند کې د بریتانیايي پوځیانو حضور د امنیت له ښه کولو سره مرسته نه ده کړې.

له دې څېړنې سره سم، چې په یوه معتبره نړیواله خپرونه کې خپره شوې، د امریکايي او بریتانیايی پوځیانو د فشار په نتیجه کې په هلمند ولایت کې طالبان ځپل شوي او روحیه یې مړاوې شوې، خو داسي ښکاري چې طالبان لا هم لېواله دي چې د راتلونکي کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دا ولایت بېرته ونیسي.

په دې څېړنه کې، چې په هلمند کې له ۵۳ طالب قومندانانو او جنګي کسانو سره د مرکو  پراساس شوې او د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ده، په ۲۰۰۶ کال د بریتانیايي پوځیانو له لوري هلمند ته د زرګونو سرتېرو د لېږلو پر شیوې انتقاد شوی، او ویل شوي چې دغو ځواکونو د هلمند له وضعیت سره د مرستې پر ځای ناامني زیاته کړې ده.

د څېړنې یو لیکوال تیو فاریل وايي:«سختو مرګ ژوبلو د طالبانو قومندانان د اوربند خبرو ته تیار کړل، خو جګړې ته د طالبانو تعهد او د پاکستان د کوټې او پېښور په ښارونو کې د طالبانو د پوځي کمیسونونو مخ په زیاتېدونکی نفوذ د دې سبب کېږي چې دوی په خبرو کې په اسانه دریځ بدل نه کړي.»

دا څېړنه د لندن د کینګ کالج د جګړې د څانګې رييس تیو فاریل او د دغه کالج یوه بل استاد انتونیو ګیستوزي لیکلې او د چاتهم هاوس په تحقیقاتي ژورنال کې خپره شوې ده.

دوی وايي، سره له دې چې طالبان په هلمند کې تصفیه نه شول، بریتانیايي پوځیانو خلک له ځانه خوابدي کړل، چې په پایله کې یې سیمه ییز وسله وال منظم شول او هغه افراطي بهرنیان هلمند ته ورمات شول چې له طالبانو سره په جګړه کې د مرستې غوښتونکي ول.

بریتانیايي پوځیانو خلک له ځانه خوابدي کړل، چې په پایله کې یې سیمه ییز وسله وال منظم شول او  افراطي بهرنیان هلمند ته ورمات شول

د څېړنې لیکوالانو بریتانیايي پوځیان تورن کړي چې د سیمې پر شرایطو یې سترګې پټې کړي او په دې ډول یې د یاغیانو ملا ور تړلې ده.

په څېړنه کې ویل شوي چې د بریتانیايي پوځیانو له لوري له یوه مخې پر خلکو ډزو د سیمې هغه خلک پردي کړل چې له خپلو کورونو وتلو ته مجبوره شوي ول او یا یې د کورنۍ غړي وژل شوي ول.

دوی همداراز ویلي چې بریتانیايي پوځیانو د سیمې له اوسېدونکو سره د اړیکو په ټینګولو کې پاتې راغلي او لا هم کله چې په ستونزو کې ګیر شي، له هغې څخه د ځان د خلاصولو لپاره له توپونو او هوايي ځواکونه کار اخلي.

په څېړنه کې د تاوتریخوالي په زیاتېدا کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د تریاکو د تولید د مخنیوي یادونه هم شوې او ویل شوي چې طالبانو له دې مسلې ګټه اخیستې او خلکو ته یې وعده ورکړې چې د کوکنارو پرضد د مبارزې په وړاندې به د دوی کروندې وساتي.

څېړنه وايي، همدا علت و چې ډله ډله خلک له طالبانو سره یو ځای شول او په حقیقت کې د بریتانیايي پوځیانو حضور د طالبانو له لیکو سره د سیمې د اوسېدونکو د یوځای کولو کار اسانه کړ.

دوې اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ناټو مرستیال عمومي قومندان جنرال نیک کارتر ګاردین ورځپاڼې ته وویل چې لوېدیځوال باید څه باندې یوه لسیزه پخوا، کله چې د طالبانو رژیم تازه وپرزول شو، له هغوی سره خبرې کړې وای.

3 thoughts on “څېړنه: بریتانیايي پوځیانو هلمند ته د امنیت پر ځای ناامني راوړې”
  1. The problem in Helmand started when Sher M Akhunzada came to Helmand as governor in 2002 and was torturing and killing ex-Taliban commanders and sending them to Guantanamo. When British came to Helmand Sher M Akhunzada was deposed but his brother continued his job and people helped the Taliban because of both British and Sher M Akhunzada atrocities.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *