ارشیف
مطبوعاتي اعلامیه
1393/11/19

تېره ورځ ناوخته نامعلومو وسله والو  د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اړوند د غزوني منځني ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی، خو له نېکه مرغه د ښوونځي ودانۍ ته ډېر زیان نه دی رسېدلی.


په پېښه کې د ښوونځي ځينې اداري اسناد سوځېدلي او اور د سیمې د خلکو له لوري پر وخت مهار او د ډېر زیان اوښتو مخه نیول شوې ده.


د پوهنې وزارت رهبري په داسې حال کې چې د غزوني منځني ښوونځي ته اور اچول په کلکه غندي د یاد ولایت له امنیتي ارګانونو په کلکه غواړي، چې د پېښې عاملین ژر تر ژر د قانون منګولو ته وسپاري. وزارت د سیمې له خلکو مننه کوي، چې ښوونځی یې له سوځېدو ژغورلی دی.


د پوهنې وزارت د هېواد له ټولو خلکو غواړي، چې د ښوونیزو اماکنو په خوندي ساتلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هېواد د بچیانو د روزنې مرکزونه پرانیستي وساتي.


د یادولو ده، چې د غزوني په منځني ښوونځي کې نژدې ۳۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت وو.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *