د جلالکوټ ادبي خوځښت دا ګام د ستايلو دی چې ځوان ليکوال او شاعر مير احمد ياد يې و نمانځه. اوس هغه دود په ختمېدو دی چې موږ به مړي ستايل. سربېره پر دې چې موږ په خپلو اسلافو وياړو او قدرداني يې کوو خپل ژوندي کادرونه هم ستايو. مارګېنسټېرن ناروېژي پخوا ويلي وو چې افغانان په مړو کې بد او په ژونديو کې ښه خلک نه لري. که څه هم د ده د خبرې لومړۍ برخه شرعي اصل لري. ځکه هغه څوک چې مړ شي بيا بدي بيانول نه دي پکار او شريعت همدا وايي چې بايد د مړي ښه ياد شي. خو د ده د خبرې وروستۍ برخه اوس افغانانو دروغ کړه. موږ په ژونديو کې هم ښه او د نمانځنې خلک لرو. زموږ په ټولنه کې يوه لفظي او فکري کليشه دود ده چې وايي: ځوانان د ټولني د ملا تير حيثيت لري. خو بيا د ځوانانو لپاره کوم کار نه دی شوی. جلال کوټ ادبي خوځښت بيا د کار ځوانان هڅوي چې نور هم پر مخ ولاړ شي.

همدا چې د ياد د نمانځغونډې بېنر مې وليد، پرې ليکلي يې وو: ((يو کال دولس کتابه!)) هيښ شوم. دا مې په ژوند کې دوه يم ځل و چې داسې وړتيا ته حيرانېږم. يو وخت مې په يو کتاب کې غالبا د شيخ الاسلام علامه ابن تيميه په اړه لوستي وو چې ډېر اثار يې ليکلی وو. تر دې چې د ده اثار د ده پر ژوند ووېشل شول د ورځې ورته لسګونه پاڼې وررسېدې؛ نو ياد هم په ډېر کار کې همداسې درواخلئ!

خو پر دې ټولو سربېره زموږ د لغمان ملګري د ننګرهاري فرهنګيانو له دغسې غونډو څخه ښې خاطرې نه لري. څو کرښې د ګيلې په دود خپلو دغو يارانو ته کاږم. خو دا ګيلې په دې معنا دي چې له دوی سره د راتلونکو اړيکو هيله لرم. پښتانه وايي چې ګيله له دوست څخه کېږي او هغه وخت کېږي چې د راتلونکې دوستۍ طمع ترې ولرې. پښتو لنډۍ هم همدا سې ده:

ګيلې کومه غوږ پرې کېږده

که ته هوښيار يې لا دې مينه زياتومه

موږ غونډې ته په ډېرې خوشالۍ او ډېرو هيلو ورغلو؛ خو له لومړي سره موږ ته داسې ځای راکړل شو چې لږ تر لږه هغه دريځ هم راته سم نه ښکارېده. د جلالکوټ ادبي خوځښت مسول ارشاد رغاند مخې ته راغی روغبړ يې راسره وکړ هسې نه ده چې نه مو پېژني خو دومره يې هم ونکړل چې يو مناسب ځای خو يې راکړی وای. د نورولي سعيد دې کور ودان وي خپله خواری يې وکړه. هغه متل دی وایي چې سپاهي وی خپله ځان ستايي! ټول ننګرهاري فرهنګيان يو د بل په قدر اخته دي او د مېلمه پالنې برخه ترې بېخي پاتې ده.

غونډه رسمي پيل شوه. د وياندويانو او دريځ والو له خوا هر چا ته ښه راغلاست وويل شول. د پکتيا او کابل ملګرو ته ښه راغلاست وويل شول خو د لغمان چا يادونه هم ونه کړه. يو شمېر کورني او بهرني ميلمانه د د اعزاز په دود د مشرانو ځای ته وغو ښتل شول. د کابل او پکتيا پوهنتون استادان د و ياندويانو له خوا د مشرانو ځای ته وغوښتل شول. خو له موږ سره چې دلغمان پوهنتون استاد تکړه ژورنالست، ليکوال او شاعر عمران الله خنجر ناست و چا يې نه يادونه وکړه او نه د مېلمنو ځای ته وغوښتل شو!

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي د مېلمنو ځای ته وغوښتل شول خو له موږ سره چې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي ناست وو نه يې چا يادونه وکړه او نه چا د مېلمنو ځای ته وغوښتل. يو شمېر نور راغلي مېلمانه هم د مشرانو ځای ته وغوښتل شول خو د لغمان ادبي بهير مشر بشير احمد سايل چې له موږ سره ناست و، نه چا ياد کړ او نه يې د مېلمنو ځای ته وغوښت. تر ټولو خو بده لا دا چې زموږ په رسېدو يو کوربه د لغمان ادبي بهير مشر، سايل پسې راغی. په غوږ کې يې ورته وويل: موټر لرې؟ هغه وويل هو! ورته يې وويل: ((راشه چې ښار ته ځو، ځينې تحفې اخلو!!!)) ايسته يې د لغمان ادبي بهير مشر د چلوونکي په توګه راځنې جلا کړ. حيران خو په دې شو چې اوس په دې غونډ ننګرهار کې نه موټر پيدا کيږي او نه موټروان چې يو مېلمه دې کار لپاره غوره کيږي. ايله د غونډې په نيمايي کې سايل صيب راورسېد.

د نورولي سعيد دې بيا کور ودان وي چې موږ ته خو يې هغه ست وکړ. که يې واک درلود او کنه راته يې وويل چې که د مشرانو ځای ته ځئ زه به مو بوځم. څومره چې موږ د پردي توب احساس کړی، کېدای شي نورولي سعید يې هم ځورولی وي.

د غونډې د پرانستې وينا او ښه راغلاست لپاره د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند دريځ ته راغی. د ده دې هم په پير رحمت شي. ټولو ته يې ښه راغلاست ووايه. بېلابېل يې د مېلمنو يادونه وکړه. خو زموږ او لږتر لږه يې د لغمان او زموږ په اړه يو حرف هم له خولې ونه وېست! دا زموږ وروستۍ هيله وه خو ده هم پرې خاورې واوړولې.

موږ د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا او د لغمان ادبي بهير له خوا ښاغلي ياد ته د نوموړي د هڅوني په پار ستاينليکونه وروړي وو. لومړی مو همدا دريځ والو ته وروسپارل او لومړی مو ورسره خپل ټاکلي نومونه وليکل: خو هغه چې له موږ څخه وروسته راغلل او د دوی شخصي ملګري وو د ستاينليکونه په ورکړه کې يې هم هغوی مخکې کړل او خپله انډيوالي حس يې د مېلمه پالنې دود په لغته ووهه. موږ دا هر څه وزغمل او له ننګرهاريو ورونو سره مو د خپلې مينې ثبوت وړاندې کړ.

کله چې غونډه پای ته ورسېده بيا مو هم د جلالکوټ ادبي خوځښت له مشر ښاغلي ارشاد رغاند څخه اجازه واخيسته او ترې راووتو. هماغلته مې د سپين غر هوټل په انګړ کې ملګرو ته دا خبره وکړه چې دا خلک د دې پر ځای چې د مېلمه قدر وکړي، خپل قدر په خپله په خپل کور کې کوي. کله چې هم ننګرهاري لغمان ته راغلي، موږ د خپلو يارانو حقوق دوی ته ورکړي او دوی په خپله ددې خبرې شاهدان دي. موږ له دوی څخه ځان جدا نه احساسوو او د خپلې مينې له مخې مو ورسره په هغه غونډه کې ګډون کړی دی؛ خو هغه د کرښې په کليزې غونډه کې هم لغماني ترې خفه راغلي وو. موږ پرې پښه کېښوده او بيا ورغلو. که ددوی همدا حال وي او له موږ سره يې داسې سلوک وي نو :

ننګرهاريانو! (لکم دينکم ولی دين)!!!

2 thoughts on “له ننګرهاري فرهنګيانو يوه ګيله/ ګل احمدمحبت”
  1. محبت صيب ! زه فکر کوم د نـنګرهار فرهنګيان ملګري ، کنړ او لغمان کوربه ګڼې نه میلمانه خو د ستیج خواته د لغمان د فرهنګي مشرانو نه رابلل يوه لویه تیروتنه ده ، ښه مو وکړل چې مسول نـنګرهاري ملګري مو خپلو نيمګړتیاوو ته متوجه کړل ، کور مو ودان او ګيله مو د سر په سترګو او پرځای

  2. ګل احمد صیب تخلص دې محبت دی له محبته کار واخله!

    ښه پوهېږې چې په دې غونډو کې یا خو ځنې خلک کوربه کڼل کېږي، یا له یاده ووځي او یا د ځانګړي سپک شخص له خوا له پامه غورځول کېږي. خو لغمان زموږ څخه جدا نه دی او نه موږ لغمان بل لایت بولو. په مینه او ورورۍ مو خپل ولایت دی.

    دا چې تاسې سره یې دا ډول ناسم چلند کړی د دې غونډې او د ننګرهار د اصلاعاتو او کلتور ریاست مجبور دي چې په لیکنې بڼه له تاسې بښنه وغواړي.

    که موږ یو بل ته احترام او په زړه کې مینه ونلرو، ډېر ژر به له یو بله لرې او هېر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *