داعشیانو د خپل موجودیت له اعلان وروسته تر اوسه پورې له ډېرو خلکو سرونه پرې کړي او یا یې هم په ډېرو نورو ظالمو طریقو وژلي دي. تېره اونۍ یې یو اردونی په اور کې وسوځاوه، چې د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د مسلمانانو سخته غوصه یې را وپاروله.

د داعش ډلې په اړه په نویو خبرونو کې؛ د انګلستان ټایمز ورځپاڼې د دې ډلې د یو شمېر جلادانو په اړه تازه معلومات او عکسونه خپاره کړي دي.

ټایمز ورځپاڼې د دغو پنځو جلادانو د معلوماتو د خپرولو ترڅنګ لیکلي دي، چې د انګلستان د اسختباراتو اداره هم په ویډیوګانو کې د اسیرانو د سر پرې کوونکو دغو جلادانو له اصلي هویت څخه خبر نه دي.

1د ټایمز ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي، چې د داعش ډلې د جلادانو ټیم له پنځو کسانو څخه جوړ دی، چې دغه جلادان د اسیرانو د سرې پرکولو ترڅنګ ویډیوګانې کوي او بیا یې د خپرولو لپاره جوړوي.

د دې ټیم سرپرست نیرو سرایوا (Nero Saraiva) د پرتګال هیواد تبعه دی.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا دغه پنځه کسان له خپلو سیمو له کډه کیدو وروسته په لندن کې اوسیدل او په ۲۰۱۲ کال کې سوریې ته له تګ سره؛ هلته له ترهګرو سره یو ځای شول.
د دې ډلې مشر سرایوا له هغو کسانو څخه دی، چې په شرقي لندن کې اوسیده او د انګلستان د استخباراتو تر څار لاندې هم و.

سرایوا څلور ماشومان لري او مخکې یې خپل داسې عکسونه خپاره کړي و، چې ځانګړې وسلې ورسره وې، کومې چې له داعشیانو سره په فلمونو کې لیدل شوې وې. سرایوا د داعش په فلمونو کې د جان په نوم پیژندل کیږي.

1دغه نهه ویشت پرتګالي د امریکایي خبریال جمیز فولي له سر پرې کولو یوه ورځ مخکې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي و، چې داعش به ډیر ژر امریکا ته د خپل پیغام رسولو نوی فلم خپور کړي.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس دغه کسان د فوټبال مینه وال دي او یو خو یې د فوټبال ښه لوبغاړی هم پاتې شوی دی.

فابیو پوکاس چې ۲۲ کاله عمر لري، په ۲۰۱۲ کال کې له لیسبون څخه لندن ته لاړ، چې مسلکي فوټبالر شي.

دې ورځپاڼې ویلي دي، چې فابیو د سپورټینګ لیسبون په مشهور ټیم کې پرمختګ کړی و، په کوم ټیم کې چې کریسټیانو رونالډو هم لوبیدلی و. پوکاس د داعشیانو په منځ کې د عبدالرحمن الاندلسي په نوم پیژندل کیږي.

د څیړنو پر اساس سالسو رودریګز داکوستا هغه بل ځوان دی، چې غوښتل یې فوټبالر شي. دغه ځوان یوه میاشت مخکې د داعش په یو فلم کې له وسلو سره را ښکاره شو. نوموړي په فلم کې د لودیځو ښوونځيو ښوونکي د مخدره موادو سوداګر او له ماشومانو سره په ظلم تورن کړي و.

ورځپاڼه وايي، چې د دې ډلې دوه نور جلادان هم له انګلستان څخه ورغلي دي.

ټایمز ورځپاڼه ادعا کوي، چې دغو کسانو انګلستان ته په راتګ سره، ترهګرۍ ته یې میل پیدا کړی و او بیا وروسته له بیلابیلو لارو یې ځانونه تر داعشیانو پورې رسولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *