افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٩-١١-١٣٩٣

په خوست ولايت کې ١٢ کيلومتره سرک چې زيات خراب او تخريب شوى و د خوست ولايت مقام په لارښوونه او دټول ګټو چارو رياست له لوري په اساسي توګه ترميم شو.

د ټول ګټو چارو رياست رئيس انجنير مامور شاه وايي چې په دغه ١٢کيلومتره سرک کې څلور کيلومتره دموسي خيلو ولسوالۍ، شپږ نيم کيلومتره د ځاځي ميدان او صبريو ولسواليو او يو نيم کيلومتر دهارون خيلو سيمې ته غځيدلى سرکونو برخې شاملې دي چې د ولايت مقام د لارښوونې او دخلکو دغوښتنې سره سم په اساسي توګه ترميم شول.

نوموړى وايي چې د دغه ١٢کيلومتره سرک پراساسي ترميم باندې څه دپاسه ٤٤ميلونه افغانۍ لګښت راغلى چې مالي تمويل يې دنړيوال بانک لخوا شوى دى.

بل لوري ته په خوست ولايت کې دکاروان سراى سرک د بديلې لويې لارې پر نقشې هم کار روان دى ، چې د سروې او نقشې تر تکميل وروسته او د بودجې د پيدا کيدو په صورت کې به دخلکو دستونزو دهواري په موخه دکاروان سراى سرک پر بديلې لارې هم کار پيل شي او هغه ستونزې به هواري شي چې په ياده لاره تلونکي خلک ورڅخه شکايت کوي.

د يادونې وړ ده چې خوست ولايتي ادارې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې ديو شمير نورو پاتې مهمو سرکونو دجوړيدو وړانديزونه هم مرکز ته استولي دي چې په يوشمير برخو کې مثبت پرمختګ هم شوى دى.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *