بدلون اوونيزه اوله ګڼه\ اداره –
(و.ا.ګ له پرګنو سره تيوريکي کار ته زښت ډېر پام ور اړولی او پرلپسې هڅه کوي چې هغوی راويښ شي، روښانه شي او په خپله پرېکړه نوي بدلون ته لار پرانيزي.) \کړنلار، مخ ۹
ودان افغانستان ګوند د خپلي سياسي مبارزي ياني خلکو د خدمت په لړکي له ولس سره تيوريک او نظرياتي کار ته ځکه ډير اهميت ورکوي چي:
کله د افغانانو سياسي- ټولنيز شعور وده وکړي، ذهنونه یې د علم په رڼا روښانه شي او د ښه و بد د تکفيک لپاره یې ذهني ځواک پياوړی شي، بيا نو د پرمختګ او عزت پر هغه عاقلانه لار روانيږي چي وروستی سر يې پر متمدن- انساني ژوندانه دريږي.
و.ا.ګ ته د جلب و جذب يو اصل دادی چي هر هموطن ته په اول واري ليدنه او ناسته کې دا ويل کيږي چي بايد تر هرڅه مخکي ددغه ګوند په کړنلار و تګلار، موخو او د مبارزي په ډول سر خلاص کړي، ژور فکر پکښې وکړي، تحليل و تجزيه یې کړي، له نورو سياسي بهيرو سره يې په ازاد فکر سره پرتله کړي، له شعوري او خواخوږو دوستانو سره سلا- مشورې پر وکړي، چي کله عقلآ پر منطقي معيارو برابر ورته وایسېد، بيا دي یې نو په اګاهانه توګه ومني، د ګوند غړيتوب اخیستوته دي يې خدای راولي او د عملي کېدو لپاره دي يې څښتن تعالی تر هر چا زيات توفيق نصيب کړي.
ګوند چې کله خيلې فکري دستګاه ته د خلکو پر شعوري راتګ دومره ټینګار کوي نو مخامخ مانا او پيام يې دادی چي هیڅ انسان بايد هيڅ سياسي- فکري جريان ته په پټو سترګو ورګډ نه شي او هيڅ ډله- ټپله، هيڅ جمعيت او هيڅ حزب و تنظيم د هغوی د رهبرانو د ګرمو جملو، ناعملي وعدو، غوړو وړانديزو او آسماني تبليغاتو تر اغېز لاندي د خپل ايډيال په توګه انتخاب نکړي.
موږ ځکه پر دغه اصیل اصل سخت اصرار کوو چي له بده مرغه زموږ اکثرو وګړو ډېر ځله د پرديپالو او شاتګپالو مشرانو د بې بنسټو او احساساتي پروپاګنډو تر تاثير لاندې ځوړند سرونه سرناخلاصه ځغاستې وهلي، تر خپل هست و نيست تېرشوي، په ځان او جهان يې اور پوري کړی، د اولاد او هيواد قربانۍ يې ورکړي، د خپلو او پرديو سرونه يې رېبلي او رغړولي دي، خو چي کله يې سترګي رڼې کړي او سرونه يې راپورته کړي دي، نو يې ليدلي چي همدغو مهربانو او غوړ- ژبو رهبرانو يا د قصابۍ پر حويلۍ درولي، يايې په سياسي بازارو اومارکيټو کي چنې او بولۍ پر وهلي او د خپلو شخصي غرضي ګټو لپاره يې پر پرديو پلورلي دي، دا د تاريخ او هم زموږ د زماني هغه له زهرو لبريز واقعیتونه دي چي زموږ هر ژوندی انسان يې د سر په سترګو سيخ-سيده شاهد دی.
زموږ د ګوند د سياسي طرز تفکر اصيل جوهر دادی چي بايد نور له خپلو ځپلو خو پرتمینو پرګنو سره يو ځای د خپو ذهنو دروازې د خپل ځان، خپل چاپيريال، خپلي جغرافيې، خپلي سيمي او خپلي نړۍ په وړاندي پرانيزو او د ټولو کورنيو او نړيوالو سياسي-علمي مسايلو، پديدو او پېښو په باب ازاد او روښان فکر وکړو او جمعي-منطقي نتايح تر لاسه کړو.
زموږ علمي-سياسي تيزس دادی چي نور بايد زموږ تاريخي او عظيم ملت د هیڅ زورور او زردار له خوا د پسو د رمې غوندې ډر-هی نه شي بلکي په خپل ذهني قوت سره ځان د نړۍ د معتبرو ملتو له انسان سره همغاړی او ساری کړي او موږ پر خپل ټول افغان ولس ډاډه زېری کوو چي دغه ټول امکان د ودان افغانستان ګوند په علمي او عملي کړنلار کي رانغښتی دی.
دغه د روشنفکرۍ پراساس رامنځته شوی ګوند د افغانستان، سيمي او نړۍ د انسان د هوسا او با شرفه ژوندانه لپاره علمي تيزسونه لري، تاسو يې په پرانیستي ذهن ولولئ، علمآ یې نقد کړئ او خپلې رڼې تجربې او مشورې راسره شريکې کړئ.
(بدلون) اونيزه د همدغسي علمي-سياسي فعاليت او حرکت لپاره پرانيستی تک-سپین ډګر دی او د هر بشرپال انسان لپاره، د هر څومره چټکي-منطقي ځغاستې ظرفيت لري، راځئ چي ټول له دغه پوټانشیل څخه د افغان انسان د هوساينې او يوه ودان افغانستان ستر انساني ارمان ته د رسېدو لپاره معقوله استفاده وکړو.
مخ د روښانتيا پر لور