عمر خالد خراساني

تاند – پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د طالبانو په حواله وايي چې د دې تحریک یو قومندان عمر خراساني د افغانستان په ختیځ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی دی.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو د تحریک ویندوی احسان الله احسان وویل:«دا خبره تاییدوم چې عمر خالد خراساني په ننګرهار ولایت کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ټپي شوی دی.»

خراساني د پاکستاني طالبانو د جمعیت الانصار ډلې مشر او د تحریک طالبان یو له څو مشرانو څخه دی.

احسان الله احسان وویل چې خراساني له ژوبلېدو وروسته خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

ده همداراز وویل:«د افغان او ناټو ځواکونو په عملیاتو کې زموږ نهه کسان ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې کوم مهم مشر یا قومندان شامل نه دی.»

ده دا هم وویل چې افغان ځواکونو دا عملیات څو ورځې مخکې کړي ول.

خراساني پخوا په مومند ایجنسۍ کې د طالبانو مشر و خو تېر کال وروسته له دې چې ده او ځینو نورو طالب مشرانو ځان ته بېله ډله جوړه کړه له مومند ایجنسۍ څخه وایستل شو.

One thought on “د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان په ننګرهار کې ټپي شوی”
  1. سړی نه پوهېږي چې دې ته د افغانستان د حکومت خرتوب ووایي که په نشه کې شوې فیصله ځکه چې هغوی حقانیان په پنډۍ، ملا عمر په کراچۍ، نور څاروي یې په کوېټه او ګلبدین په شمشتو کې کېنولی او سپي یې خوشې کړي دي چې هېڅ ترې په امان کې نه دي او دا زمونږ والا نه پرېږدي چې یو پاکستان ضد حرکت د افغانستان په غرونو کې د دمې ځای ولري. خررررررررررررررررررررره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *