مېږی په ادبیاتو کې زیار کښ بلل کېږي، حریص دی، سترګې یې د تنګوالي بېلګه او ملا یې د نریوالي مشبه به ده. مېږي ته چې خدای په قهر شي، وزر ورکړي. دی د سلیمان علیه السلام په قصو کې هم حضور لري. میږي سلیمان پیغمبر ته چې پر جن و انس یې پاچهي کوله، د ملخ پتون سوغات وروړی و.

په دیواني شاعري کې مېږي د زلمکو په شونډو باندې له تازه راټوکیدلو ویښتو( خط) سره هم تشبیه شوي دي. حمید مومند فرمایي:

د صحرا هوسۍ آرام په مېږتون کا

ورکوي شوریده دل لره آرام خط

هوسۍ چې له ښکاري وېرېږي، په پښتو ادبي روایتونو کې د مېږي د کور( مېږتون) په خوا کې د دې لپاره څملي چې مېږي یې بیداره وساتي او د درانه خوب مخه یې ونیسي. حمید وایي، لکه څنګه چې هوسۍ د مېږتون په غاړه په ناارامي کې ارام احساسوي، دغسې ناکراره او شوریده زړه( ناکراره او عاشق زړه) له خط سره قرار مومي. په دې بیت کې له مېږیو سره د خط د تشبیه ادبي روایت د بیت د مصرعو تر منځ تړاو لا زیات کړی دی.

د مېږتون په غاړه د هوسۍ ارام کول د پښتو شاعري یو جالب مضمون او موتیف دی. هغه څوک چې د مېږتون په غاړه اوسي، له مېږیو سره به طبعا په تنګ وي. مېږي به یې پر بدن ګرځي او په کرار به یې نه پرېږدي. همدې تجربې ته په پام سره په پښتو ژبه کې په مېږتون اوسېدل د لالهانده ژوندون معنا لري.

د نولسمې پیړۍ شاعر عظیم راڼیزی چې د بدیدار او دښمنداره سړي ناکرار ژوند انځوروي نو وایي:

خوب به یې همېش لکه هوسۍ په مېږتون وي

مه شه په چا باندې د اومو غوښو پورونه

د شلمې پېړۍ شاعر ارواښاد استاد قلندر مومند هم د ناکراره ژوند د انځورولو لپاره د مېږتون ژوندون عبارت جوړ کړی او فرمایلي یې دي:

د مېږتون ژوندون به څه ژوندون وي

څه به پوښتنه کوې بس تېرېږي !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *