د يادې ټولنې مسؤلين وايي، له يوې پلټنې وروسته به د ټولو هغه دولتي چارواکو چمتو شوی نوملړ ولسمشر ته وسپاري چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې په دې ولايت کې په فساد کې ښکېل دي.

د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، دا پلټنه به د ټولو هغه چارواکو په اړه ترسره کيږي چې په هلمند کې يې دنده ترسره کړي وي.

دغه ټولنې د يوې ناستې پر مهال وويل، په هلمند کې به د يوې کره پلټنې له مخې د ټولو هغه دولتي چارواکو نوملړ څرګند کړي چې په دې ولايت کې په فساد کې ښکېل دي.

ددې ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې وويل، د يادې پلټنې وروسته به دوی په فساد کې د ښکېلو دولتي چارواکو چمتو شوی نوملړ د ګډ حکومت مشر ته وسپاري، ترڅو په هلمند کې د دوهم ځل لپاره دوی ته د فساد زمينه برابره نشي.

سردار محمد همدرد وايي: (( دا به هر اړخيزه پلټنه وي چې د هلمند مدني ټولنې بېلابېلو کميسونونو لخوا به ترسره شي په دې پلټنه کې به د هغه غاصبينو په اړه هم ولسمشر ته مالومات ورکړو چې عامه ملکيتونه او د بېچاره ولس ځمکې يې غصب کړي دي او په ټوله کې به په هلمند کې د فساد په اړه پلټنه وکړو ترڅو په هلمند کې په فساد کې ښکېل چارواکو سره حساب وشي)).

د هلمند مدني ټولنې نور غړي له ولسمشر غواړي ترڅو په هلمند کې له هغه دولتي چارواکو سره حساب وکړي چې په پراخ فساد کې ښکېل دي.

دوی وايي، نور په هلمند کې د دولتي چارواکو فساد ورته له زغمه وتلی دی، د دوی په قول ولسمشر دې په هلمند کې داسې اشخاص پر دندو وګماري چې په فساد تورن نه وي.

دغه راز د هلمند مدني ټولنې مشر او غړو د ټول هېواد پر مدني بنسټونو غږ وکړ چې په خپلو ولايتونو کې د مدني غږ له مخې د ځايي دولتي ادارو له چارواکو سره حساب وکړي.

د هلمند مدني ټولنې مشر په دې ولايت کې ځينې رسنۍ هم په فساد تورنې کړې، دده په ټکو چې په هلمند کې ځينې رسنۍ له هغه رازونو پرده نه پورته کوي چې له مخې يې په فساد کې د دولتي چارواکو ښکېلتيا په ډاګه کيږي.

هلمند مدني ټولنې د خپلو لومړنيو پلټنو له مخې موندلې ده چې په دې ولايت کې ځينې دولتي چارواکي په پراخ فساد کې ښکېل دي.

د يادې ټولنې مسؤلين وايي، دوی سره د بېلابېلو دولتي چارواکو د فساد په اړه کره اسناده هم خوندي دي چې له پلټنې وروسته به يې رسنيو ته په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي د حکومت مشر ژمنه کړې ده چې د پخواني حکومت د هغه دولتي چارواکو سره به حساب وکړي چې په فساد کې ښکېل و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *