توتکۍ راغلي وه او د کور ټول وګړي ورباندي خوشحاله وو . که څه هم د سپيني څيلې پاي وو ، خو واوره په ځنډ سوي وه او سراي له واوري ډک وو . توتکۍ د خوشحالۍ ناري وهلې ،کله به په برنډې کښي په خپلي زړې ځالۍ کښي کښېنستله او بيا کله د سراي په منځ کښي د سېبو ، کله د توتو او کله د انارو د ونو په وچو شاخليو او مسته مسته کېده . زموږ ټوله کورنۍ ، له لمسي تر انا او نيکه پوري ددې ښکلي وجود په راتګ خوشحاله وه او و يو بل ته مو د نوي بهار د راتګ تبريکي ويله . بس هر مخ داسي وو لکه ګل چي وغوړېږي چي ناببره يوه اسماني وړنده ګولۍ راغله ، په توتکۍ کښي ونيښته او د سترګو په رپ کښي لاندي پرته سپينه واوره د وينو په څاڅکو سره سوه . انا له وار خطاي چيغي کړې چي اي څه دربه ولوېده ،خو نيکه بابا سړه ساه وکشه چي خواره نه وه خبره کنۍ د بارودو او جنګ سيمي ته څوک ځي . نو اوس به توتکۍ نه راځي ، بهار به نه راځي ، ماشومانو ناري کړې . نيکه سړه ساه وکشه چي نه دغه رنګه سور اور به وي ، توتکۍ لېونۍ دي ، ماغزه يې خراب دي. ناڅاپه لوړ له اسمانه شور سو ، له لېري د توتکيو يو سېل د کلي په لوري راروان وو

له دې سره سم ماشومانو بيرته چيغي کړې چي اوس به دغه سيل بيرته وګرځي چي په سپينه واوره کښي خپله مړه خور وويني ،خو ناڅاپه ، د سترګو په رپ کښي سراي داسي له وينو صفا سو لکه جادو چي وسي . قدرت وګوري ټولي راکښته هم زموږ کره سوې ، ټولي وني مو يو مخ له دوي څخه ډکي سوي ، سراي ددوي له خوږو سندرو خوندور سو او حېرانو ماشومانو اتڼ ورباندي واچوي ، کور نه سو ، جنت سو جنت بلکه د يو خوب په شان سو . عجبه نه ده ، د جنګ په شپو کښي ښايسته خوب ، کمال خو وو . هلته زما همځولي ټول په مست ساز په اتڼ په لېونتوب رخصېدل او يو تر بله يې ځان مخته بلي ،خو دلته زه په خونه کښي بند وم ، ساه مي شړله، ولي چي د سترګو په رپ کښي مي له واوري سورګشتي لېري کړي وه او مړه توتکۍ مي خوني ته را ځغلولي وه

پاي
فروري کال 2015

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *