کله چې د نړۍ جنګ ځپلو ملکونو او د هغوی لپاره د سولې وړاندیز شویو حل لارو ته ګورو نو سمدستي مو د بحران یا کړکیچ مدیریت پام ځان ته را اړوي.
د بحران مدیریت هغه هڅي په ځان کې رانغاړي چې د حکومتونو دننه او دباندي په لانجو اخته ډلي یې دوسله والو مخالفتونو، سیاسي او اقتصادي بحرانونو د کمولو، لري کولو او خطمولو لپاره تر سره کیږي.
دکړکیچ مدیریت همدا راز د فنونو هغه مجموعه ده چې د یوه ناورین او وسله وال تقابل له رامنځ ته کیدو دمخه له دننه د دغې ښکارندې مخه نیسي.
د سیاسي علومو او د بحران د ځپلو لپا ره د نړیوالو پالیسیو له مخې د کړکیچ مدیریت هغو ستراتيژیو پوري هم تړاو لري چې د یوې لانجې په دننه کې کارول کیږي.
دا په دې مانا چې کله یوه لانجه یا وسله وال مخالفت له دننه خپل اوج یا لوړي څوکي ته رسیږي نو دا اړینه ده چې د دغه تقابل د سرکوب لپاره له دننه یو لړ ستراتیژۍ پلي شي چې د ناورین د رامنځ ته کیدو مخ نیوی وکړي.
نن صبا ډیري لاري چاري شته چې پرې د ناورین مدیریت وکړو.
د بیلګې په توګه مذاکرې، منځګړیتوب او اوږدمهالي اقتصادي وابستګۍ هغه مدیریتي ابزار دي چې په مرسته يي کیدای شي د یوه ناورین مدیریت وکړو.
د بحران د مدیریت لپاره څو اصلونه باید په پام کې ونیول شي.
لومړی: د حکومتي سیاسي او پوځي مشرانمو رول
دوهم: د لږ نفوذ لرونکو عناصرو رول لکه د مدني ټولنو، مذهبي مشرانو او علمي څیرو
د بحران د مدیریت پر مهال باید یو بل اصل هم په پام کې وي چې ډیری وخت له مولتي ترک دیپلوماتیک روش څخه هم کار اخیستل کیږي.
دا په دې مانا چې په کړکیچ کې ښکیلي غاړي غواړي څو اړخیزي خبري له بیلا بیلو کانالانو د یوه بحران د خطمولو لپاره په لاره واچوي چې په دې کې اقتصادي او کلتوري چینلونه هم شامل دي چې پکې تر ډیره بریده حتی له کم نفوذه ښکیلو عناصرو هم د دیپلوماتیکو ابزارو په توګه کار اخیستل کیږي.
کله چې له یوه بحران سره د مقابلي لپاره هڅي پیلوو باید داسي لارو چارو باندي فکر وکړو او په لاس کې یې ولرو چې د یوه بحران یا جګړې د کرارولو لپاره پرې خپلي موخې ته ورسیدای شو.
هغه پالیسي او کړن لاري چې مونږ یې د یوه بحران د خطمولو لپاره په پام کې نیسو باید د دوو لورو تر منځ د ډزبندي د انفاظ لامل شي او تر څنګ یي د سولیزو فعالیتونو لپاره د یوه بستر د جوړیدو لامل شي.
د بحران د مدیریت په برخه کې هغه پالیسي ګاني هم ډیري مهمي دي چې د جګړو ښکیلي غاړي یو بل زغملو او د یو بل د هغو نامشروع غوښتنو څخه را وګرزوي چې د ښکیلوغاړو تر منځ د جګړې او تشدد لامل شوي دي.
په ځینو مواردو کې د نړیوالو جګړو مدیرانو او د کړکیچونو د ټکولو مخکښو ستراتیژیستانو دا توصیه هم کړي چې که چیرته یو کړکیچ ډیر ژور او د نه حل کیدو پولي ته رسیدلی وو په کار ده چې دغلته د تحمیلي سولې له فورمول څخه کار واخیستل شي.
د تحمیلي یا تپل شوي سولي فورمول هغه ټولي لاري چاري او طرزالعملونه په ځان کې رانغاړي چې د یوه دریم میانجي یا یوه نړیوال منل شوي سازمان له لوري د دوو متخاصمو یا دښمنو ډلو تر منځ د ډزبندي او سولیزو همکاریو ته د هغوي د رابللو لامل کیدای شي.
دغه طرزالعملونه معمولاُ له نړیوالو قوانینو او هغو میثاقونو جوړ شوي دي چې مبنايي د یوه هیواد ملي قوانین نه بلکې نړیوال میثاقونه او توافق لیکونه دي.
د بحران مدیریت یوازي د سیاسي کړکیچونو لپاره نه بلکه اقتصادي کړکیچونو لپاره هم حل لاري په ځان کې رانغاړي.
د دوو متخاصمو ډلو تر منځ د کړکیچ له مینځه وړلو لپاره یوه ستراتیژیست او پلان ګزار ته دا په کار ده چې لاندي ټکي په پام کې ولري.
لومړی: ایا زمونږ د بحران د مدیریت لپاره جوړ شوی پلان سم دی؟
دوهم: څوک زمونږ د پلان څارنه کوي؟
دریم: ایا مونږ د بحران د مدیریت لپاره خپل پلان سم پلي کولای شو؟
څلورم: ایا زمونږ د بحران د مدیریت ډله هغه څه کولای شي چې مونږ يي تر سره کول غواړو؟
پینځم: ایا د منازعي د حل لپاره زمونږ پلان د ښکیلو غاړو له لوري د غیر منطقي وړاندیزونو او مقاومتونو سره د مخامخ کیدو په صورت کې بدلون زغملای شي؟
د کړکیچ د مدیریت فن د نړۍ په ډیرو بحران ځپلو سیمو کې تجربه شوی دی.
له دغو سیمو یوه یي هم د فلیپین هیواد دی چیرته چې د جګړې له امله د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ په لسګونو زره انسان وژل شوي ول او په ملیونونو نور له خپلو کورونو امن ځایونو ته تښتیدلي ول.
دغه جګړه د فلیپين په سویلي ټاپو میندانو کې رامنځ ته شوي وه چې د بحران د مدیریت مدیرانو دغلته په لومړي سر کې د ښکیلو غاړو تر منځ ډزبندي نافظ کړ، په دوهم ګام کې هغوي د سولي پروسي ته دوام ورکړ، هغه یي غښتتلي کړه، په دریم ګام کې یې د بیلا بیلو کلتورونو، ادیانو او سیاسي ډلو ټپلو تر منځ د همکارۍ او اعتماد چاپریال رامنځ ته کړه.
د کړکیچ د مدیریت دیپلوماتیک ابزار او د مخالفتونو حل لاري
د کړکیچونو هوارول او د ناورین مدیریت تر هغه څه ډیري پیچلي معقولي دي چې دیپلوماسي يي په اړ فکر کوي.
د دیپلوماسي علوم دا حکم کوي چې دا دوه ښکارندي که څه هم یوه له بله په واټن کې دي لیکن په دې مانا نه دي چې یو له بل سره اړیکي نه لري.
د لویو کړکیچونو او په خاصه توګه وسله والو مخالفتونو د هوارولو لپاره لومړی نړیواله ټولنه هڅه کوي چې یاده لانجه او مخالفت په خپل منځګړیتوب پای ته ورسوي، او وروسته بیا له جګړو څخه د راوتلیو حالاتو د سمون، د وسله والو د پخلایني، انتقالي عدالت او ټولنیز انډول د رامنځ ته کولو لپاره له حکومتونو سره همکاري وکړي.
په تیرو شلو کلونو یعني دوو لسیزو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې نړیوالي ټولني د کړکیچ د مدیریت لپاره حتی په ځینو مواردو کې د یوه هیواد د لانجې د هواورو لپاره د دریم هیواد پوځي مداخله هم مناسبه لاره بللي او هغه یي منلي ده.
نیغه پوځي مداخله، تنظیم شوي مذاکري، ټاکنیزه څارنه، د اغیزمني حکومتولۍ رامنځ ته کول او اقتصادي مرستي د ننۍ ورځي هغه ابزار او وسایل دي چې په نړیواله کچه د کړکیچ د مدیریت د دیپلوماتیکو وسایلو په توګه ترینه یادونه کیږي.
په دیپلوماتیکو ارونو کې د کړکیچ د مدیریت هغو تکتیکونو او پروسیجرونو ته ویل کیږي چې د یوه بحران د جوړښت، بلقوه کیدلو او په یوه پراخه او له کنټروله وتلي لانجې د هغه له اوښتو مخ نیوی وکړای شي.
د یوه بحران د حل لپاره باید په لومړي ماډل مدیریت کې لاندي مسایل په پام کې ولرو.
۱: د کړکیچ او یا جګړې طبیعت یا څیره
۲: د کړکیچ د هوارۍ لپاره غیر دیپلوماتیک ابزار ( اقتصادي مرستي، د بشري مرستو منځګړیتوب، سوله ساتنه).
۳: د منازعي د حل دیپلوماتیک ابزار ( مذاکره، منځګړیتوب، ښه دفتردارۍ).
۴: د منازعي د حل لپاره دیپلوماتیک شین څراغ ښکاره کول
۵: د بحران د ډول او پارونکو لاملونو په ګوتو کول
۶. غیر مترقبه پلانگزاری
۷. د کرکټرونو او حالاتو تنظیمول
۸. حکومت او ملت جوړونه
۹. بیاکتنه
د پورتني ماډل ( د بحران د مدیریت الف ماډل) د پلي کولو لپاره باید د منازعي د حل مدیران په کومو مسایل پوه وي.
الف: د منازعي او جګړې په اړه پوره مخکني او اوسني معلومات او په هغو موخو چې دوي يي تر لاسه کول غواړي پوره علم او باور.
ب: د کړکیچ په باب د عامه پوهاوي پوره وړتیا او د کړکیچ د ښکیلو غاړو او فکتورنو پیژندګلوي
ج: د ښکیلو غاړو د درناوي وړتیا
د: د بي پري توب د اصل مرعاتول
ه: د هغو طرحو منطق برابرول او دفاع کول کومي چې ښکیلو غاړو ته وړاندیز کیږي
لا: د جګړې د دواړوغاړو د فرهنګي، دیني اونژادي حساسیتونو په پام کې نیول
ی: د نړیوالو کړکیچونو د حل په برخه کې د نړیوالو منل شویو مدیرانو په تجربو پوهیدل
نړیوالي تجربي ښيي چې د یوه کړکیچ یا منازعي د حل لپاره د مدیرتي پلان جوړونکي او پلي کونکي هغه کسان دي چې په اصل کې د دوو متخاصمو ډلو او د بحران د رامنځ ته کیدونکو عناصرو د مرګ او ژوند په باب پریکړي کوي نو ښايي چې دا پریکړې ډیري حساسي او په دقت سره وکړي.
ماخذونه:
۱. د انګلستان د بونکینګم پوهنتون د بحران د مدیریت ریسرچ
۲. سنګاپور د ملي پوهنتون (NUS) د لویو کړکیچنو د هوارولو لوي پلانونه
۳. د سویلي کوریا د دیپلوماسي انستیتیوت د خونړیو کړکیچونو سوله یزي حل لاري