دا خبره مي له ډیره وخته په ذهن کي راګرځیده چي ولي موږ د مادیاتو خواته ډیر فکر وي او د لټون لپاره یي نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کوو له معنویاتو سره مو مینه کمه وي ټول فکر مو په مادیاتو مصروف وي فکري او استعدادي قوه مو د مادیاتو په لټولو او را غونډولو کي مصروفه وي .
دا خبره سمه ده چي مادیات د ژوند جوړولو یو ضروري فکتور دی د لټون لپاره یي باید کوښښ او تلاش وشي ترڅو د په ژوند چارو کي اسانتیا منځته راشي او انسان له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نشي او د ښه ژوند جوړولو لپاره یي وسیله وګرځوي .
خو ستونزه دلته ده چي موږ معنویاتو ته شا ور ګرځوو مادیاتو ته ترجیح ور کوو د معنویاتو په لټون پسي يي مو د ملا تارونه شلیدلي وي او لټون يي د مادیاتو وسیله ګڼو ترڅو د ژوند مادیات پر معنویاتو حاصل کړو .
یوه بیلګه یي په تحصیل کي د محصلینو مادیاتو ته فکر کول دي اکثره کوښښ کوي چي مادیات په نظر کي ونیسي او د زده کړي ټوله اکتفاء مادیاتو ته منسوبوي دوي کوښښ کوي چي هغه پوهنځي ته ځان بریالي کړي چي نظر نورو پوهنځیو ته د مادیاتو او کار ساحه پراخه وي ترڅو دوي وکولای شي مادیات په اساني لاسته راوړي او خپل ژوند برابرولو لپاره ور څخه ګټه پورته کړي .
دغه ناقص فکرونه سړی له ډیرو ستونزو سره مخ کوي او د ژوند د پرمختګ مانع یي ګرځي لمړي کومه پوهنځي چي دوي يي د مادیاتو په نظر کي نیولو سره انتخابوي او یا يي لولۍ د دوي سویه او استعداد د هغي پوهنځي د لوستلو توان نلري او پرمخ يي نشي بیولی نو دوي مجبوریږي چي پوهنځي خوښي کړي او دوهم دا چي ډیری په ذهني او رواني ناروغیو اخته کیږي او خپل مسلک په صحیح شکل نشي لوستلی.
دغه کړني او فکرونه چي په زده کړو کي خلل منځته راولي مادیات پر معنویاتو غالبوي باید واجب ترک شي ځکه مادیات هیڅ وخت پر معنویاتو نشي غالبیدای بلکه مادیات د معنویاتو د پیدا کولو وسیله ده او معنویات د شخصیت جوړولو کي مهم رول لري .
زما په فکر ښه به داوي چي معنویاتو لپاره کار وشي دغه جوهر لاسته راوړو او ددي جوهر په پیدا کولو کي زیات کار وکړو مادیاتو څخه باید صرف نظر وکړو او معنویات په حاصلولو کي نه ستړیدونکي ګامونه پورته کړو ترڅو خپلي ټولني ته معنویات وړاندي کړو او خپله ټولنه د معنویاتو په ګاڼه سمباله کړو .