خبریال: میرویس جلالزی- د امریکا متحده ایالتونو د سویلي اسیا د ټیکاو لپاره د خپلو هڅو یو نوی فصل پرانیستی دی.

د اوباما ادارې کانګرس ته په خپل نوي پیشنهادي پلان کې له هند او پاکستان څخه په سویلي اسیا کې د ټیکاو لپاره د مهمو عناصرو په توګه یادونه کړې او په سیمه کې یې د امنیت د استقرار او د امریکا د ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره پاکستان ته د اقتصادي مرستو او له هند سره د سوداګریزو قرار دادونو د پراخیدو غوښتنه کړي ده .

په دغه لړ کې به واشنګټن له هند او پاکستان سره همزمان او په ګډه د سیمې د ثبات لپاره کار کوي او تر څنګ به یي په افغانستان کې د امنیتي حالت د سمون لپاره د دغو دوو اتومي رقیبو هیوادونو مشورې او وړاندیزونه په پام کې نیسي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دی به له پاکستان سره د دغه ملک د ستراتیژیک ټیکاو او تر څنګ یي په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره هر اړخیزې مرستې وکړي.

اوباما وړاندي ویلي چې دی به په سویلي او مرکزي اسیا کې له خپلو دغو دوو متحدینو سره د سیمې د ثبات په باب له نږدې همکاري کوي او په عین حال کې یې پر نوي ډهلي غږ وکړ چې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکي ښي کړي.

په همدې حال کې د سپینۍ ماڼۍ په وینا واشنګټن هوډ لري د سیمې د ټیکاو لپاره د هند اوپاکستان ترمنځ ديپلوماتیکي زړي او نوي لانجې ټولې له یوه سره غوڅې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندي میري هرف په یوه خبري ناسته کې وویل: موږ باور لرو چې هند ته د ولسمشر اوباما وروستی سفر ډیر مهم او اغیزناک وو، او دا په دې مانا چې دا سفر یوازي له هند سره د امریکا پر اړیکو نه بلکې د هند او د سویلي اسیا د نورو ملکونو تر منځ د اړیکو او راکړي ورکړي په ښه کیدو هم متمرکز وو)).

میرمن هرف همدا راز وویل چې د واشنګټن لپاره په سیمه کې هند او پاکستان دواړه نږدې ملګري دي او دا دواړه د سیمي د ثبات لپاره ډير اړین متحدین دي.

هند او پاکستان که څه هم له افغانستان سره چې د امریکا نږدې متحد هیواد دی دیپلوماتیکي اړیکي لري لیکن دغه اړیکي کله نا کله له لوړو ژورو سره مخامخ کیږي.

کابل چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې څه باندي دوه ملیارده امریکايي ډالر له هند د مرستي په توګه تر لاسه کړي پاکستان د خپلو حالاتو په بې ثباته کولو تورنوي.

خو پاکستان دا تورونه نه مني او په کابل تور پوري کوي چې د هند له لوري د دوي پر ضد کارول کیږي.

امریکا که څه هم په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولولپاره له هند اوپاکستان دواړو سره اقتصادي او نظامي مرستي کوي خو په عین حال کې د سویلي اسیا حالاتو ته په کتو له نوي ډهلي او اسلام آباد سره خپلي اړیکي انډولوي.

د سیمي سیاسي څارونکي په دې اند دي چې واشنګټن اوس د سویلي اسیا څخه د مرکزي او سویل ختیځي اسیا د اقتصادي مارکیټونو د کنټرول او په سیمه کې د خپلو سیالو هیوادونو روسيي او چین د ځپلو لپاره د عمده مرکز په توګه کار اخلي.

هغوي وايي امریکا په اسیا او بیا په ټوله نړۍ کې د چین له مخ پر زیاتیدونکي اقتصادي نفوذ څخه په اندیښنه کې ده او تر څنګ یي دا برنامه هم تر لاس لاندي لري چې څرنګه کیدای شي خپل نږدې متحدین لکه اسرایل، سعودی عربستان، متحده عربي امارات، اردن او قطر د ایران له مخ پر زیاتیدونکي تسلیحاتي ځواکمن کیدو څخه خوندي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *