تاند – د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ یوه ښوونځي ته اور ورته کړ.
وسله والو سختدریځو په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د ښوونځیو ویجاړولو ته مخه کړې ده. په وروستیو ورځو کې څو ښوونځي د سرزورو له لوري د بمونو یا اور خوراک شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې د ریاست چارواکو نن وویل چې تېره شپه ناپېژندویو وسله والو د مومندرې ولسوالۍ د کوز باسول د نجونې ښوونځی وسوځاوه.
دا په ننګرهار او کونړ کې درېم ښوونځی دی چې په لنډ وخت کې پرې حملې کېږي.
تر دې لس ورځې وړاندې سختدریځو ترهګرو د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د نجونو پر لېسې برید کړی و.
درې ورځې مخکې سرزورو ترهګرو د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د نجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه. دا په داسي حال کې ده چې هم خلکو او هم د کونړ ولایتي چارواکو په وروستیو دوو کلونو کې وسله وال طالبان پر له پسې په دې ستایل چې له ښوونځیو سره کار نه لري او حتي پرې څارنه کوي.
وسله والو طالبانو لږترلږه تر دې کاله مخکې پوري د افغانستان په جنوب کې پر ښوونځیو حملې کولې او په سلګونو ښوونځي یې له فعالیته منع کړل خو د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له ولسي پاڅونه وروسته، چې یوه لویه انګېزه یې د طالبانو له لوري د ښوونځیو بندول و، طالبانو د ښوونځیو په وړاندې خپل دریځ بدل کړ.
له ښوونځیو سره د طالبانو مخالفت د جنوب په لکونو ماشومان له زده کړې محروم کړل.
دننكرهار شريفواو علم برورو عزيزا نو.
تاسي خو دومره بي غيرته نه وي لكه دا اوس ستاسي به رنو ستركو كوري داولادو دعلم او أدب أودّ تعليم اوتربيه خايونه درته سوزوي او ستاسي اولا دونه دجهالت كندو ته تيله كوى.نه،نه،نه دا همت نه دي دا يوه لويه بي غيرتي ده.
زه جنرال حبيب الله جلالزوي خوكياني به خبل عزيز جاويد زمان او دده به شريفه كورني او دده به دوستانو او دفضل ا لحق مجاهد به زامنو او دوستانو زغ كوم جه ددي بد بختي مخه دخبلو بلرو به باكه ارواح جه زما نزدي دوستان وه او همداسي اعتبار او إيمان مي به درلوده مخه ونيسي او هغه دواره مرحومان به كوركي خوشحاله كري خكه جه هغه دواره دعلم او معرف طرفداران وه .ستاسي داجرا تو به هكله دتول ننكرهار خوشحالي غوارم.زه به ستاسي عملي كامو ته ستركي به لاره أوسم.