افغانستان به په لومړي ځل د کرکټ له ټولو غوره سیالیو یعني د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال جام کې لوبیږي- دا د نړۍ د هر کرکټ لوبغاړي د ژوند یوه لویه هیله وي چې په نړیوال جام کې ولوبیږي او د نړۍ د هر کرکټ مینه وال یوه آرزو وي چې خپل ملي بیرغ په دغه لوبو کې رپانده وګوري-

له نیکه مرغه افغانستان هم، پس له یو لړ ځانګړیو سیالیو، په دغه نړیوال جام کې د لوبیدو چانس خپل کړې دې- افغانستان، چې د کرکټ نړۍ یې پرمختګ د ښاپیریو د افسانوي کیسو سره پرتله کوي، تیر نړیوال جام کې له لوبیدو په ډیر کم توپیر پاتې شو خو دا وار یې بیا ځانته ځاې وار له مخه خپل کړ ترڅو دا وار له دغه ویاړه بې برخې نه شي-

افغانستان دا اوس مهال د نړیوالو رسنیو د کرکټ د نړیوال جام په اړه خپرونو کې په سرټکو کې یادیږي- نړیوال په ډیر لیوالتیا سره د افغانستان لوبو ته سترګې په لار دي او ډیرې تمې او هیلې هم ترې لري- د نړیوالو ترڅنګ افغانان هم د خپلې لوبډلې په نړیوال کپ کې د سیالیو په بې صبرۍ سره د انتظار شیبې شماري- دغه هیلې بیا نو د افغانانو د طبیعت سره سم تر ډیره بریده د لوبډلې د بریا او د نورو لوبډلو ماتې د ځانه سره لري-

په نړیوال جام کې لوبیدونکې هره ډله په دې هیله لوبیږي چې بریا خپله کړي او خپل سیال مات کړي- زمونږ لوبډله هم همدغه هوډ لري او ټینګ عزم سره هر وار د بریا په تکل کې، چې د افغانانو د طبیعت یوه ځانګړتیا ده، سره میدان ته کوزیږي او وطن وال هم د لوبډلې د بریا دپاره لاسونه لپه وي- خو د بریا هوډ او عزم ترڅنګ یو څه ځمکني حقایق هم دي چې په نظر کې یې ساتل پکار دي- هغه حقایق دا دي چې را روان نړیوال جام کې زمونږګډون زمونږ لومړې ګډون دې چیرته چې به مونږ د نړۍ له ټولو پیاوړو او د سر لوبډلو سره لوبې لرو-

نړیوال جام د کرکټ هغه لوبې دي چیرته چې د نړۍ ټولې لوبیدونکې لوبډلې له تیر جام څخه وروسته د را روان جام دپاره چمتو والې نیسي، د خپلو لوبډلو جوړښتونه سنجوي او خپل چمتوالې نیسي- افغانستان په الف ډله کې چیرته چې اسټریلیا، بنګله دیش، انګلستان، نیوزیلینډ، سکاټ لینډ او سریلنکا شتون لري ځاې پر ځاې کړې شوې دې- له دغه لوبډلو څخه اسټریلیا او نیوزیلینډ یو له هغه لوبډلو څخه دي چې ترې تمه کیږي چې نړیوال جام وګاټي- سریلنکا او انګلستان د کرکټ د میدان هغه پیاوړې لوبډلې دي چې په نړیواله کچه پیژندل شوي دي او بنګله دیش هم د لومړۍ درجې لوبډله ده چې پوره چمتووالي سره نړیوال جام ته راغلې ده- یوازې سکاټ لینډ هغه لوبډله ده چې د افغانستان د کچې او درجې ده او تمه کیدې شي چې افغانستان ورسره په برابره کچه ولوبیږي-

Cricد دې ترڅنګ چې افغانستان د نړۍ نامتو لوبډلو سره لوبیږي، د تخنیک له پلوه هم افغانستان چیلنج سره مخامخ دې- د اسټریلیا او نیوزیلینډ ویشتنځایونه (pitches)، چیرته چې به د نړیوال جام لوبې ترسره کیږي، تیزو توپ اچونکو ته برابر دي او دغلته توپ د غورځیدو څخه وروسته ډیر لوړیږي (bounce) چې د اسیاي توپوهونکو ته ځانګړې ستونزې جوړوي- دا ستونزې د هندوستان غوندې پیاوړې لوبډلې پیاوړي توپوهونکي هم ګالي چې بیلګې یې په دا تیر درې اړخیز جام په لوبو کې ولیدل شوې چیرته چې انګلستان او اسټریلیا یادې لوبډلې ته په اسانه ماتې ورکړې- دا چې د پاکستان، هندوستان او سریلینکا غوندې پیاوړې لوبډلې چې په وار وار یې په اسټریلیا او نیوزیلینډ کې لوبې هم کړي ستونزو سره مخامخ کیږي، نو افغان توپوهونکي به هرو مرو دغه ستونزې ګالي او توپوهنه به ورته اسان کار نه وي- دا په داسې حال کې ده چې زمونږ لوبغاړي د تخنیکي امکاناتو د نه شتون له کبله په توپوهنه کې ځانګړي کمښتونه لري چې له هغې ډلې په ټینس بال په ماشومتوب کې توپوهنه زدکول، بیا په فرشي ویشتنځایونو باندې په ځلمیتوب کې لوبې کول او له هغه وروسته په اسیاي ویشتنځایونو لکه امارات، افغانستان او نورو اسیاي هیوادونو کې لوبو کول دي- ددغه ستونزو له کبله لوبغاړي په توپوهنه کې خپلې پښې په سم ډول خوځولې نه شي زدکولې چې له کبله یې بیا په اسټریلیا، نیوزیلینډ، جنوبي افریقا او داسې نورو هیودانو کې توپوهنه ورته ګرانه شي-

د توپوهنې ستونزې په تیر کې زمونږ د لوبډلې یوه لویه ستونزه پاتې شوې ده او په اسټریلیا کې دا شونې ده چې لوبغاړي به مو بیا هم دغه ستونزو سره مخامخ شي- د توپ وهنې ترڅنګ به نړیوال جام زمونږ د لوبغاړو د فزیکي چمتو والي (physical fitness) ازموینه به هم اخلي- په عمومي توګه د اسټریلیا میدانونه لوې او پراخ دي چیرته چې ډګر ساتونکي اړ دي چې د توپ نیونې دپاره ډیرې منډې ووهي- دا چې زمونږ د لوبغاړو فزیکي چمتو والې په نړیوالو معیارونو برابر نه دې نو هرو مرو به زمونږ لوبغاړي له ستونزو سره مخامخ کیږي- بله دا چې د اسټریلیا میدانونه له نورو هیودانو په پرتله کلک دي نو توپ اچونکي چې په دغه لوبغالو کې د لوبې مخینه او تجربه ونه لري نو یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي چې یو هم له دغه لړ څخه د لوبغاړو ستړیا ده-

د افغانستان توپ نیونه او ډګر ساتنه هم یو له پخوانیو ستونزو څخه ده او دا یوه داسې ستونزه ده چې تر هغه مهاله به زمونږ د لوبډلې ملګرې وي ترڅو چې مونږ معیاري میدانونه د ماشومانو کرکټ کونکو دپاره ونه لرو- نو دا چې اوس مهال ډګر ساتنه په نړیواله کچه د لوبې ګټلو دپاره خورا اهمیت لري، زمونږ لوبډله به ستونزو سره بیاه هم مخامخ وي، لکه څنګه چې له دې دمخه وه-

نړیوالې لوبې خپل ځانګړې فشار لري او نړیوال جام خو بیا د نړۍ لوې لوې لوبغاړي تر فشار لاندې راولي نو افغانان چې په لومړي وار په دومره لوړه کچه لوبیږي به له فشاره خلاص نه وي- په نړیوالو لوبو کې د فشار زغمل د ښې لوبې لومړۍ غوښتنه ده خو دغه زغم بیا یوازې له تجربې څخه ترلاسه کیږي چې زمونږ لوبغاړي یې نه لري او همد راز دا کمښت به یې په لوبه باندې خپله اغیزه لري-

نو همدا ده چې مونږ افغانان باید سر له اوسه باید چمتو و اوسو او خپلې هیلې او غوښتنې له لوبډلې ډیرې لوړې نه کړو- د پورته حقایقو په رڼا کې د ګټې تمې سره سره د منفي پایلو د زغملو چمتو والې هم باید ولرو- د افغانستان په نړیوال جام کې لوبیدل، شته امکاناتو ته په کتو سره، په ځان کې یوه ډیره لویه بریا ده چې دغه بریا نړیوال مطبوعات او د کرکټ پوهان همدا مهال نمانځي او افغانستان پرې ستاي- مونږ ته هم پکار دي چې هر څه د وخت او حالتو سره سم واخلو او په شته ګټه او بریا باندې وویاړو او زمونږ دغه ویاړ باید د راتلونکو لوبو پایلو پورې تړلې نه وي- راځئ چې حقیقت مننونکي واوسو او د شته حقیقتونو په رڼا کې د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړو-

خو هیره دې نه وي چې کرکټ یو اتفقاتي (by chance) لوبه هم بلل کیږي او هره لوبډله نیکمرغه ورځ دلودې شي چې پرمټ یې ډیرې ښې لوبډلې پرځولې شي- افغانستان د خپل پیاوړي توپ اچونکو له برکته ډیرو لوبډلو ته خطر جوړیدې شي او سیالې لوبډلې په دې ډیرې ښې خبرې دي- افغانستان بنګله دیش ته تیر کال په خپل کور کې ماتې ورکړې ده -دا چې د هغو توپوهونکي هم هماغه تخنیکي ستونزې چې زمونږ هغه یې لري نو شونې ده چې یو وار بیا بنګالیان خپه کړو- سکاټ لینډ ته ماتې ورکول باید افغانانو ته ګران نه وي او انګلستان ټولو ته معلوم دې چې په یو ورځنیو لوبو کې تل زمونږ په مقابل کې د ماتې خوړلو وړ دې- همدا راز سریلنکا هم داسې لوبډله ده چې که مو پرې ښه توپوهنه وکړه نو شونې ده چې مات یې کړو- که مو له دغه څلورو لوبډلو درې مات کړل نو کیدې شي چې افغان زمریان د اتو غوره لوبډلو پړاو کې ځان ته ځاې پیدا کړي-

افغانان تل شونې ناشونې کوي او بیا ناشونې ډیر په اسانۍ سره ترسره کوي، نو پکار ده چې د خپلې لوبډلې ملاتړ د شته حقیتونو په رڼا کې سره له دعاګانو وکړو او د بریا او بایلاد څخه تیر یوازې د خپلې لوبډلې په نړیوال جام کې له شتون څخه خوند واخلو- د افغانستان د لوبډلې د بریا په هیله-

مشتاق رحیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *