چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت شاوخوا ۵ سوه پاسپورټونو لمړنۍ چارې په دغه ولایت کې بشپړي کړې له تېرو دوو اونیو راهیسې مرکز ته استولي خو چارې نه دې بشپړې شوې .
د دغه ولایت د پاسپورټ مدیر سمنوال احمدخان په ولایت مقام کې د سربرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وویل هره ورځ په دغه ولایت کې د اویا کسانو د پاسپورټونو لومړنۍ چارې،چې په دې ولایت پورې اړوند دي،بشپړه وي .
هغه وایي په دې ولایت کې د پاسپورټونو د چارو له بشپړیدو وروسته یې کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو څانګې ته لیږدوي،خو دغه اداره یې د ښو څېړنو په موخه چارې دوه اونۍ ځنډوي،
د نوموړی په وینا له همدې امله ګڼ شمېر د دې ولایت اوسیدونکې د پاسپورټ مدیریت څخه شکایتونه هم کوي،خو یاده ستونزه په مرکزي ادارې پورې اړه لري.
په همدې حال کې د دې ولایت د حج او اوقافو رئیس رحیم الله “رحمتی” وویل سږ کال له دغه ولایت ۴۷۲ تنه د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر کوي .
هغه زیاته کړه،د یادو کسانو د پاسپورټونو چارې باید ژر تر ژره بشپړې او د کورنیو چارو وزارت یې د دوی اړوند وزارت ته واستوي،ترڅو حج ته د تلو پر مهال یې تګ ځنډ او ستونزو سره مخ نشي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي له دې امله د پاسپورټ مدیریت څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې د خلکو ستونزې ژر تر ژره حل کوي.
ده د کورنیو چارو وزارت څخه هم غوښتنه وکړه،چې په دغه برخه کې چې څومره لازمه همکاري د دې ولایت د پاسپورټ مسؤلینو سره کیدلای شي،باید د خلکو ستونزو د هوارۍ په موخه یې ترسره کړي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر