نجیب اکرامي – افغان رفیوجس سپورټس ایسوسیشن د افغان لوبغاړو لپاره په پېښور کې خپل دفتر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانست.
په دې غونډه کې چې د ایسوسیشن له خوا ترتیب شوې وه، ګڼ شمیر مشرانو برخه درلوده او د غونډې مشر میلمه په خېبرپښتونخوا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت د تجارت مشر ډاکټر میرویس یوسفزی ټاکل شوی و.
ډاکټر میرویس یوسفزي د دفتر د پرانستنې پر مهال وویل ((دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې خېبرپښتونخوا کې د ځوانانو له خوا داسې یو دفتر جوړيږي چې د سپورټس په برخه کې د افغان لوبغاړو ملاتړ او هغوی ته د لوبو او تمرین لپاره زمینه برابروي))
ده همدا راز د ایسوسیشن له مشر سره ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به ورسره مرسته کوي او هغه ستونزې چې افغان لوبغاړي يي په پېښور کې لري د حل کولو لپاره په ګډه هڅې کوي.
د ایسوسیشن مشر عزت خان لودین له ټولو راغلو میلمنو مننه وکړه او زیاته يي کړه چې زه نن ډیر خوشحاله یم او په دې بریالی شوم چې د لوبغاړو د راغونډیدلو لپاره یو مرکز جوړ کړم تر څو افغان لوبغاړي په کې راغونډ او خپل پروګرامونه سره په کې تنظیم کړي.
لودین د افغانستان د کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې په پېښور کې افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي تر څو په ډاډه زړه خپلې لوبې او تمرینات ترسره کړي.
د محصلینو د اتحادې پخواني رییس او د ایسوسیشن مرستیال هارون زاخیلوال په خپلو خبرو کې وویل چې تر خپله وسه به د ایسوسیشن د ښه والي او پرمختګ لپاره کار وکړي.
په غونډه کې د ایسوسیشن ځینو همکارنو (محمد وقاص ملک، عادل جان، محمد ذیشان، وقاص احمد، نجییب الله اکرامي، رفیع الله بلیغ ساپی، عمران خان، د پاک-افغان کرکټ لوبډلې کپتان امجد اپریدي او د افغان رفیوجس کپتان ذاکرالله اکرامي) ګډون درلود.
افغان رفیوجس سپورټس ایسوسیشن له ۲۰۱۰ کال راهیسې په پېښور کې فعالیت پیل کړی او د کرکټ په برخه کې ګڼې لوبډلې لري چې تر اوسه يي د افغانستان او پاکستان مختلفو ښارونو ته سفرونه کړي او ډیرې بریاوې يي ترلاسه کړي، چې خبرونه يي وخت په وخت د رسنیو له لارې خپاره شوي دي.