په تېره څه باندې یوه لسیزه کې هر څه په پرتلیزه توګه پرمختګ کړی، پرته له دې چې په هېواد کې مو جګړه روانه ده، د جګړې په برخه کې یواځې د جګړې ډول، لوبغاړو او سرچینو بدلون کړی. د هېواد تعلیمي، لوړو زده کړو، مخابراتو، تکنالوژۍ او نورو برخو کې د پرمختګ کچه لوړه شوې، ځينو کې خو بیخي له صفره کار پیل شوی و، چې اوس یې اسانتیاوې د خلکو ضرورتونو ته نسبي ځواب ویلای شي. دې ته ورته سیاسي حزبونه فعال شوي، ډېر شوي او تاوده شوي دي. ځینې یې سفارتونو جوړ کړي، ځينې یې زاړه بیرته په پښو درېدلي، ځینې یې مافیایې کړیو جوړ کړي، ډېر لږ به یې داسې وي چې ضرورت زېږولي وي.
په افغانستان کې سیاسي ګوندونه چې شمېر یې له سلو اوړي، ځینې داسې ګوندونه به هم وي، چې د غړو شمېر یې قانوني حد نشي پوره کولای، خو امکانات به ورته له یوې بهرنۍ کړکۍ په پراخه پیمانه ورکول کېږي. داسې ګوندونه هم شته، چې د یوه فکر او اند ملګري خوابدي شوي وي، سره بېل شوي وي او بیا یې هر یوه یو ګوند جوړ کړی وي، چې اوس به یې عملاً موږ د درې واړو بېلګې په سترګو ګورو. ددې ډول ګوندونو مبلغین که لومړی له ما په اړوند ګوند کې د ګډون غوښتنه کوي، زما لومړی پوښته به ترې دا وي، چې لومړی دې زموږ د ګوندونو شمېر کم شي، بیا دې ګوندونه ضرورت زیږولي ګوندونه پاتې شي او بیا دې د خپلو سرچینو سم حساب وړاندې کړي، چې د تمویل رېښې یې څرګندې شي.
دې ته ورته په مرکز کابل او ولایاتو کې ګڼې رسنۍ جوړې شوي، دا رسنۍ که چاپي دي، که غږیزې او یا انځوریزې، ډېرې یې د ځانګړو موخو لپاره جوړې شوي. د ګوندونو په څېر دا رسنۍ هم ضرورت نه دي زېږولې، خو د پردې تر شا ورته له پردۍ کړکۍ خواړه ورکول کېږي. د ګوندونو په څېر رسنیو کې به د ګوتو په شمار خپلواکې رسنۍ موجودي وي. ددې رسنیو ډېره برخه د پردي کلتور، سیاسي موخو، پردي پالنې او یا هم په ټوله کې د مادیاتو د لاسته راوړنې لپاره کار کوي. د ګوتو په شمار رسنۍ به ګورو چې د ټولنې له اړتیا سره سمې خپرونې چمتو کوي او بیا یې وړاندې کوي، ډېرې داسې رسنۍ شته، که د بهرنیو پروژو ور روباندې بند شي، نو یوه میاشت هم خپرونې نشي وړاندې کولای.
موسسې او انجوګانې هم ورته زښتې ډېرې جوړې شوي، شمېر یې دومره لوړ شوی چې د اقتصاد او اړوند نور وزاتونه او ادارې یې د جوازونو په وېش ستړې شې. خبره دلته دا نه ده، چې ولې انجوګانې جوړې شوي، خبره داده، چې دا انجوګانې ضرورت نه دی زېږولی، بلکې د ځانګړو موخو لپاره جوړ شوي، ددې پرځای چې دا سازمانانونه غیر انتفاعي دي، هغوی ډېر کارونه انتفاعي ترسره کوي. د ټولنې اړتیا ته نه ګوري، هغه کوي، چې ډونر ورته وایي او یا خو یې زړه غواړي. داسې انجوګانې به هم ډېرې وي، چې تېر دیارلس کاله یې ښه په پراخه پیمانه پر مېرمنو او ماشومانو سوداګرۍ کړي وي. داسې انجوګانې به هم وګورئ، چې یو کس یې هم رییس وي، هم مرستیال، هم ادارې… د انجو ټاپه به یې په جېب کې وي، هر چیرې چې کومه پروژه ګورې، د مادیاتو په موخه به یې ترسره کوي.
د مدني سازمانونو او مدني ټولنو په نومونو باندې هم لویه سوداګري روانه ده، ځینې ددې لپاره جوړې شوي، چې سیاسي موخو او کریډيټونو ته درسېدو په موخه کار کوي، ځینې یې پردو جوړې کړي، ځینې یې د ځانګړي قوم لپاره جوړې شوي، ډېرې لږ به یې وګورئ، چې ضرورت زېږولي وي. داسې مدنې ټولنې هم شته، چې چلونکي یې د سیاسي ګوند او مدنې ټولنې ترمنځ توپیر هم نشي کولای، ډېرې مدني تولنې به کټ مټ د سیاسي احزابو په څېر کار کوي.
افغانستان اوس د سیاسي ګوندونو، رسنیو، انجوګانو او مدني ټولنو د فعالیت تور بازار دی، هر څوک چې هر څه کوي، له کومې محدودې پرته يې کولای شي، ځکه د هغو د کار او فعالیت لپاره کوم ځانګړی چوکاټ، اصول او معيار نشته، که وي هم، نو بيا پرې پلي شوي نه دي. حل لاره دا ده، چې افغان دولت بايد یوه ملي، بنسټيزه او اغیزمه ستراتېژي را منځته کړي، چې له مخې یې هم پر سیاسي ګوندونو، رسنیو، انجوګانو، مدني ټولنو او نورو باندې څار وشي او هم له قوانینو څخه د سرغړونې په صورت کې مجازات شي. بیا به سیاسي احزاب، رسنۍ، انجوګانې او مدنې ټولنې ټول ضرورت پيدا کړی وي، هغه چې د ځانګړو موخو لپاره جوړې شوي، هغه به له منځه ځي، خو د ټولنې د اړتیا، ملي او ټاکلو اهدافو لرونکي هغه به پر ځای پاتې شي.
قریشی صاحب ډیر ښه ټکی ته دی اشاره کړیده دا هغه څه دی چی جنوب غرب زون هم کړیږی جالبه موضوع یی لا هغه د سنګین وه چی د مدنی ټولنی ، سیاسی مشرانو ټوله پروسه خرڅه کړه او ځینی وروڼه لا هم نمری او پیسی لدی لاری لاسته راوړی هیله ده دا کسان په ګوته سی د ملت و مخته په ډاګه رسوا سی او د ملګرتیا یی لاس په سر سو