تاند – د افغانستان او هند کرکټ لوبه که څه هم د نړیوال جام لپاره د تیارۍ لوبه ده خو هم افغان لوبډلې او هم هندي لوبډلې ته د خورا اهمیت وړ ده.
هند ته یې اهمیت په دې کې دی چې تر دې مخکې یې د چمتوالې لپاره له استرالیا او انګلستان څخه د دریو هیوادو ګډې لوبې وبایللې. د فبروري په ۸ هم استرالیا هند ته ماتې ورکړه او د ۱۰۶ منډو په توپیر یې ماتې ورکړه.
هندي لوبغاړو روحیه بایللې ده. دوی د ۲۰۱۵ کال د ۵۰ اورونو نړیوال جام لوبو په درشل کې روحیه غواړي. د دغې روحیې د موندلو لپاره هندي لوبغاړی هڅه کوي چې له افغانستان څخه له هغې لوبډلې چې لا د ټسټ لوبو بشپړ عضویت نه لري، په ستر توپیر ننۍ لوبه وګټي.
افغانستان ته بیا د هند لوبه د دې لپاره ډیر اهمیت لري چې هند د تیر نړیوال جام اتل او د نړۍ یوه خورا پیاوړې ډله ده د داسې ډلې ماتول یا په لږ توپیر له داسې ډلې بایلل به د افغان لوبغاړو روحیه پیاوړې کړي او ښایي بیا د فبروري په ۱۸ له بنګله دیش سره په نړیوال جام کې په ډیر جرات مسابقه وکړي. دغه زړورتیا د افغانستان د کرکټ روزونکی هم غواړي ترڅو بنګله دیش په ګونډو کړي. د افغان لوبډلې پر نوي روزونکي د نړیوال جام فشار پر خپل ځای دی.
د افغانستان د کرکټ پخواني روزونکي کبیرخان هم ویلي دي که افغان لوبډله په نړیوال جام کې ښه ونه لوبیده ملامتي به د غوراوي کمیټې، کپتان او روزونکي په غاړه وي. کبیر خان وایي، که چیرته افغان باولران په نړیوال جام کې بنګله دیش ټیم ته لنډ بالونه واچوي، بنګالیان به تر فشار لاندې راشي، ځکه چې د استرالیا ویکټې تیزې دي. د کبیر خان په باور په داسې حال کې دا هیله شته چې افغانستان له بنګله دیش او سکاټلنډ څخه په نړیوال جام کې لوبې وګټي.
افغانستان د استرالیا له دوو سیمه ییزو لوبډلو سره د چمتوالې لوبې ګټلې دي او بنګله دیش تیره ورځ له پاکستان سره خپله لوبه په لږ توپیر بایلوده.
د هند لومړۍ لوبه د فبروري په ۱۵ له پاکستان سره ده او د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په ۱۸ له بنګله دیش سره.
په نړیوال جام کې افغانستان په الف ګروپ کې له استرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ، سکاټلنډ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبیږي.
هند په ( ب) ګروپ کې له ویست اینډیز، جنوبي افریقا، ایرلنډ، پاکستان، متحد عربي امارات او زیمبابوې سره دی. له هر ګروپ څخه به څلور ټیمونه بل پړاو ته رسیږي.