تاند- فارن پالیسي خپرونې د قطر د سولې د بهیر پر منفي اړخونو رڼا اچولې او سپارښتنه یې کړې چې د سولې په بهیر کې له بیړې کار اخیستل به د دې بهیر تر منفي اغېزو زیات زیانمن وي.
د دې خپرونې په نظر د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو خرابوالی او د سیمې د یو شمېر هیوادونو لپاره د پوښتنو پیدا کېدل د قطر د بهیر منفي اړخونه دي.
امریکا په تېرو دوولس کلونو کې له افغانستان سره تر ټولو زیاته مالي او پوځي مرسته وکړه. د دغه هیواد د هڅو په نتیجه کې د نړۍ شاوخوا پنځوس هیوادونو له افغانستان سره د تروریزم پرضد په جګړه کې ملاتړ وکړ.
له افغانستان سره په مرستندویو هیوادونو کې یو هم هند دی. په دغه هیواد کې د امریکا د افغان پالیسۍ په اړه پوښتنې مطرح شوي، په تېره بیا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو او له دې ډلې سره د خبرو په اړه.
فارن پالیسي وايي د یادو شویو دلایلو په خاطر باید د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې چوپې او د محدودو هدفونو لپاره دوام وکړي.
فارن پالیسي زیاتوي، امریکا له یوې مودې راهیسي د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د پخلاینې د هڅو د پیلولو لپاره له نفوذ لرونکو خواوو سره مشورې کوي. څه کم یوه میاشت پخوا طالبانو د خپل دفتر د پرانستلو په مناسبت په خبري غونډه کې برخه واخیسته. دوی پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او بیرغ نصب کړل. له دې وروسته افغان چارواکو او امریکایانو سخت عکس العمل وښود ځکه چې ظاهراً دوی د طالبانو پر نیت تېروتلي ول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري فوراً ومنله چې حقیقت دا دی چې په افغانستان کې ستونزې زیاتې دي او وروستي حل ته ډېر وخت پکار دی.
فارن پالیسي په خاصو مراسمو کې د دفتر د پرانستلو لپاره طالبانو ته اجازه د دې ښکارندویه بولي چې امریکا د لومړي ځل لپاره طالبانو ته د سیاسي ابتکار موقع ورکړه او بیا یې د بروکینګز انستیتیوت د کارپوه بروس ریډل خبرې ته اشاره کړې چې وايي، د دې پر ځای چې له طالبانو سره د یوې یاغي یا تروریستې ډلې په توګه چلند وشي، دوی پر خپل دفتر د دولت سمبولونه ولګول.
پر دې سربېره دې مسلې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې ودرولې.
خپرونه وايي، که د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو د امریکا هدف هر څه و خو عملاً یې نتیجه منفي وه.
د فارن پالیسي په نظر، ډېر خلک اندېښمن دي چې د طالبانو د دفتر پر پرانستلو د ولسمشر کرزي احساساتي او تر حد زیات عکس العمل به له طالبانو سره د خبرو د پیلولو لپاره د امریکا د هڅې تر زیان د افغانستان او امریکا اړیکو ته زیات زیان واړوي.
د دې زیان څرګنده نښه د جولای په نهمه په هغه راپور کې ښکاره شوه چې د ولسمشر اوباما له لوري له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو خبره پکې شوې ده.
فارن پالیسي وايي، له دغو منفي اغېزو ورهاخوا که د پخلاینې په بهیر کې له بیړې کار واخیستل شي نو نتیجې به یې لا خرابې وي.