۱۳۹۳/۱۱/۲۱

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نږدې دوه میلیونو افغانیو په مالي لګښت د فوټبال او والیبال لوبو درې لوبغالي تر جوړ جوړېدو وروسته نن ( سې شنبه) افتتاح شول.

دغه لوبغالي،چې د میدان ښار تخنیکي انستیتوت ته څېرمه د کلیو پراختیا د ثبات پروګرام له لورې د شپږو میاشتو په موده جوړ شوي،په کې دوه د والیبال او یو د فوټبال لوبې لوبغالی شامل دی،چې په اساسي ډول جوړ شوي او شاوخوا ۱۲ سوه کسان به ترې ګټه واخلي.

د یاد لوبغالي د پرانستنې په مراسمو کې د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له مسؤلینو مننه وکړه،چې د ثبات پروګرام له لورې په دغه ولایت کې د لسګونو لوبغالو د جوړولو چارې پیل کړي دي .

1ده همدا راز د یادې سیمې له مشرانو هم مننه وکړه،چې د لوبغالې د جوړېدو پر مهال یې له دوی سره اوږه په اوږه ونډّه اخیستې او همدا راز دوی ته د لوبغالي څخه د ښې ساتنې لارښوونه هم وکړه.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینر جان محمدحکمتجو وویل دوی د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو شاوخوا ۳۶ لوبغالو د جوړولو چارې پیل کړې وې،چې تر دا مهاله یې د لسو لوبغالو چارې بشپړي شوي .

ده زیاته کړه،په دغه ولایت کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې او د ولسونو په همکارۍ په دغه ولایت کې سلګونه پروژې پلی کړي او ګڼ شمېر یې اوس هم تر کار لاندې دي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

One thought on “په میدان ښار کې درې لوبغالي جوړ شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *