د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د انجونو یوه لومړني ښوونځې ودانۍ او احاطې لپاره د سیمې دوه تنو مخورو په وړیا ډول له یو جریب څخه زیاته ځمکه ورکړه.
دغه ځمکه د شیرخان په نوم د نجونو لومړني ښوونځې ته د دوو تنو هر یو حاجي مؤمن ملاخیل او جهادي قوماندان میراجان له لورې ورکړل شوه،چې یاد ښوونځي تر دې وړاندې احاطه او ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو په کې تر شنه اسمان لاندې
په پلان کې ده،چې د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې په راتلوونکې کال کې پیل شي او د شاوخوا یوه کال په موده کې به بشپړې شي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري له هڅو څخه مننه وکړه،چې د سیمې دوو تنو ترمنځ یې د ځمکې پر سر شخړې ته اساسي ټکی کېښود او دوی وهڅول ترڅو ځمکه د ښوونځي لپاره ورکړي.
ده همدا راز له یادو کسانو څخه هم مننه وکړه،چې خپله ځمکه یې د یادې سیمې د اولادونو د زدکړې یوه مرکز لپاره ورکړه،ترڅو پورې ښوونځی جوړ او هغه ستونزو چې په یاده برخه کې شتون درلود،مخنیوی وشي .
تر دې وړاندې هم په جلریز ولسوالۍ کې ولسونو شاوخوا یو جریب ځمکه د بې بې عایشې په نوم د انجونو عالیسې لیسې لپاره پخپل لګښت اخیستې وه.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر