د هلمند د ولایتي شورا او مدني ټولنې د يوې ګډې خبري ناستې پرمهال رسنیو وويل له هغه وروسته چې له ولايتي شورا د څار واک اخيستل شوی دی په دې ولايت کې پراخ غصب پیل شوی دی.
د هلمند ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل رسنيو سره په خبرو کې وويل: له هغه وروسته چې له ولايتي شورا ګانو پر ځايي دولتي ادارې د څار واک اخيستل شوی دی په دې ولايت کې د ځينو دولتي چارواکو او يو شمېر کړيو له خوا د ځمکو پراخ غصب پیل شوی دی.
د هلمند ولايتي شورا مشر وويل: (( په دې ولايت کې د هغه دولتي مامورينو لپاره چې دېرش کاله يې په دولت کې کار کړی وي يو ښارګوټی ځانګړی شوی و چې دوی ته پکې رهايشې نمرې ورکړل شي خو د دولتي چارواکو او ځينو کړيو لخوا ياده ځمکه ويشل کيږي او دولتي مامورينو ته يې پکې ونډه نه ده ورکړې)).
بل خوا د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وايي: په دې ولايت کې د غصب لړۍ پراخه شوې ده، دده په ټکو ځايي دولتي چارواکي د ځمکو په غصب کې پراخ لاس لري.
همدرد وايي، دوی به د ځايي دولتي چارواکو مخه نيسي او د دوی پر وړاندې به خپل غږ پورته کوي ترڅو په دې ولايت کې د غصب مخه ونيول شي.
د هلمند مدني ټولنې مشر وويل: (( په دې ورستيو کې په هلمند د ځمکو غصب ډېر شوی دی، خپله ولايتي اداره او ښاروالۍ په دې غصب کې لوی لاس لري، موږ له ولسمشر ټينګه غوښتنه کوو ترڅو په دې اړه هلمند ته يو پلاوی را واستوي او د ځمکو د غصب مخه ونيسي)).
ورته وخت کې هغه مامورين چې په دغه ساحه کې ورته د رهايشي نمرو لپاره ځمکه ځانکړې شوې وه وايي، تر اوسه دوی ته نمرې نه دی ورکول شوي، د دوی په خبره له څلوېښتو کلونو راهيسې په دولت کې دنده ترسره کوي.
دغه راز ياد مامورين وايي، دوی چې کله له ولايتي ادارې د رهايشې نمرو غوښتنه وکړي نو د اړونده ادارې لخوا تهديديږي او تر اوسه يې د دوی حق نه دی ورکړی.
بل خوا د هلمند د ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سېلاب رسنيو ته ويلي دي چې د دوی د رياست له خوا هيچا ته نمرې نه دي ورکول شوي، هغه وايي د ولايت لخوا ددې موضوع لپاره يو کميسون ټاکل شوی دی چې ياد کميسون يو شمېر اشخاصو ته ورکړې دي ورکړي دي.
د ښاروالۍ مرستيال په دغه سيمه کې د خلکو د شخصي ځمکې شتون هم مني او وايي که په دې اړه څوک ادعا لري نو خپل غوښتنليکونه دي عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
په هلمند کې په داسې حال کې د سلګونه جریبه ځمکو د غصب خبره کیږي چې ویل کیږي له تیرو څو کلونو راهیسې ددې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې شاو خوا یو لک جریبه ځمکه د ځینو اشخاصو او کړیو له لوري غصب سوې چې دولت یی د غصب په مخنیوی کې پاتې راغلی.
ياده دې وي چې دوه ورځې مخکې د هلمند مدني ټولنې په دې لايت کې د پراخ غصب د پلټنې د خبر ورکولو وروسته د هلمند ولايتي شورا مشر انتخاب ويب پاڼې سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې هم له مرکزي دولت غوښتنه کړې وه چې په دې ولايت کې دې د غصب مخه ونيسي.