تاند- د کرکټ نړیواله شورا (ICC) هیله څرګندوي چې افغانستان او ایرلنډ به د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي ته د تیاري لپاره هر کال ۱۰ نړیوالې مسابقې وکړي.

دې شورا په عین حال کې وویل چې دواړو هیوادونو ته په کال کې د ۱۰ نړیوالو یوروځینو مسابقو تضمین نه شي کولی.

افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا اسوشیتید یا ملګري غړي دي.

په استرالیا او نیوزیلنډ کې د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې ۱۴ ټیمونه سره سیالي کوي چې د هغو په منځ کې ۴ ملګرې (اسوشیتید) لوبډلې دي. افغانستان په دې سیالیو کې د استرالبا او نیوزیلنډ په شان غښتلیو او کوربنو لوبډلو سره مخامخ کېږي.

د کرکټ په نړیواله شورا کې په دې بحث روان دی چې په راتلونکي نړیوال جام کې دې د برخوالو ټیمونو شمېر لږ کړای شي. که د لوبډلو شمېر لږ کړای شي افغانستان او آیرلنډ په بله کپ کې د ګډون چانس له لاسه ورکوي مګر دا چې دواړو ټیمونو ته د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو موقع ورکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *