موږ علم ته په درنه سترګه ګورو خو هنر مو لا د زړه له تله نه دی منلی. همدا وجه ده چې په ادبي آثارو باندې د بحث په وخت ډیره توجه د هغو اخلاقي او اجتماعي ګټو ته کوو. دغه راز ډیره هڅه مو دا وي چې یو ناول د اجتماعي واقعیتونو هینداره وبولو او دا د شاعر او کیسه لیکوال امتیاز وګڼو چې واقعیتونو ته وفادار پاتې شوی او د خلکو په پوهولو کې یې برخه اخیستې ده.

دلته سوال پیدا کېږي چې زه که یو اثر د اخلاقي درسونو لپاره لولم نو ولې د اخلاقو د فلسفې کتاب نه ګورم او یا که په یوه ناول کې د ټولنې په واقعیتونو پسې ګرځم نو ولې خبرونه او تبصرې نه اورم او له تیرو زمانو څخه د خبریدو لپاره ولې تاریخ ته مراجعه نه کوم؟


تر څو پورې چې مونږ هنر د علم په څیر د واقعیتونو د پیژندلو ذریعه ګڼو، پاسنۍ پوښتنې ته سم ځواب نه شو پیدا کولای. ځینو صاحب نظرانو د هنر او پوهې رابطه سرچپه کړې او جالبې نتیجې ته رسیدلي دي. دوی وایي، دا سوال مه کوئ چې هنر له واقعیت سره څومره سمون خوري بلکې دا پوښتنه راولاړه کړئ چې واقعیت له هنر سره څومره سمون لري؟ 


یو هغه کابل دی چې جغرافیه یې راپیژني او بل هغه کابل دی چې زما له احساساتو، خاطرو ، اندېښنو او تخییلاتو سره اخښلی دی. څو ورځې له مخه چې له یوه ملګري سره د کابل پوهنتون د لیلیې مخې ته تېریدم، ملګري مې راته وویل: د دې لیلیې په لیدو د غم احساس راپیدا کېږي ځکه هغه محصلان رایادیږي چې یو وخت له دې ځایه بندیخانو ته واستول شول او ووژل شول. 


د کابل پوهنتون لیلیه که له خپلو احساساتو، خاطرو او خیالونو بېله په عیني ډول پیژنو، دا علمي پیژندنه ده خو که فردي حالات او نفسانیات هم پکې شاملوو، دا معرفت بیا هنري ژبه غواړي. موږ ویلای شو چې هنر د واقعیت یو بل ډول راښیي. دا خبره مشهوره ده چې هنر= انسان+ طبیعت. یعنې کله چې د معرفت له موضوع سره خپل ځان ملګری کړو او موضوع په یوه نوي رنګ کې وګورو، زموږ معرفت هنري اړخ پیدا کوي.


ځينو ته به دا ډول معرفت چې د هر فرد په خاصې تجربې ولاړ دی او عمومیت نه شو ورکولای، کم ارزښته ښکاري خو برعکس، د هنري معرفت کمال همدا دی چې انسان پکې شامل دی او انسان راپیژني. 


خوشحال خټک فرمايي:


نه د خپل وطن خارونه
نه د بل وطن ګلونه
نه د خپل دیار ګورګورې
نه د بل دیار شکرې
نه کارګه د خپلې ځمکې
نه شهند د بلې ځمکې


په دغه تجربه کې انسان(= خوشحال) له طبیعت( یوه جغرافیایي سیمه چې خوشحال یې وطن بولي.) سره یو ځای شوی او یو هنري واقعیت بیان شوی دی.


په لنډیو کې اورو: 


کمیس مې لنډ ونیسه مورې
وطن پردی دی، ترخې خولې رالګوینه


په واقعي دنیا کې، په هغه دنیا کې چې ساینس او علم یې راپیژني، ترخې هیڅ وخت خولې نه لګوي خو د انسان خیال او تصور دا رنګه تجربې کړې دي او ځکه خو ویلای شو چې هنر د واقعیت یو بل ډول راښیي او د انسان د ژوند او حقیقت په باره کې داسې څه رازده کوي چې د علم په خزانه کې نشته.


هغه څه چې علم یې رازده کوي په یو بل ډول او یو بل انداز هم بیانولای شو خو هنري اثر که په بل ډول بیان شي، بل اثر او بل فهم دی. په هنري فهم کې فورم او محتوا له یو بله نه بېلېږي او په همدې دلیل له کره کتونکو غوښتنه کېږي چې که مثلا د الفت صاحب په شعرونو کې د اجتماعي حقایقو لټون هم کوي، د الفت صاحب د کلام له موسیقي، سبک، هنري باریکیو او د هغه په کلام کې له راغلیو ادبي صنایعو دې یې نه بېلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *