تاند- د ملګروملتو له معلوماتو سره سم پر افغانستان د امریکا د متحدو ایالتونو له حملې را په دې خوا په دغه هیواد کې د تریاکو تولید ۳۵ ځلي زیات شوی دی.

د ملګروملتو معلومات ښيي چې په افغانستان کې د تریاکو تولید، چې په ۲۰۰۱ م کال ۱۸۵ ټنه و، په ۲۰۱۴ م کال کې ۶۴۰۰ ټنو ته زیات شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د کوکنارو د کر ساحه هم د جګړې او ناامنۍ له کبله پراخه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۴ کال پر دومره مځکه کوکنار کرل شوي وو چې تر دې پخوا هیڅکله نه وو کرل شوي. له اټکل سره سم په دوه زره لومړي م کال پر نژدې ۲۱ مایل مربع یا ۸ زره هکتار مځکه کوکنار کرل شوي وو خو په ۲۰۱۴ کال کې پر ۲۲۴۰۰۰هکتار مځکه چې نژدې ۸۶۵ مایل مربع کېږي، کرل شوي وو.

تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کر ساحه، چې د طالبانو د عوایدو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي، د واشنګټن ډي سي دیارلس برابره پراخه وه.

تر ټولو زیات کوکنار د افغانستان په جنوب کې، چې پاکستان ته نژدې دی او ناامنۍ پکې زیاتې دي، کرل شوي وو.

د ملګروملتو له وروستیو اټکلونو سره سم طالبان له مخدرو موادو او کوکنارو څخه د کال لږترلږه ۱۰۰ ملیونه او ډېر تر ډېره ۷۰۰ ملیون ډالره ګټه ترلاسه کوي.

امریکايي او ناټو پوځیان وايي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال طالبانو پر جګړې له ۱۰۰ تر یو نیم سل ملیون ډالره ولګول. له دې داسي څرګندېږي چې مخدر مواد د طالبانو د جګړې لګښت تقریباً پوره کولی شي.

ملګري ملتونه وايي چې تېر کال د وړم کال په پرتله د کوکنارو د اړولو هڅې په سلو کې ۶۳ لږې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *