انتوان پاولوویچ چیخوف ډاکټر و، په مسکو پوهنتون کې یې لوړ طبي تحصیل کړی و، د زدکړو په مهال یې د دغه پوهنتون طب پوهنځي خپل نوم درلود، د هغه مهال د نامتو ډاکټرانو لکه زاخارین او اسکیفوسوفسکي په څېر ډاکترانو ویناوې یې اورېدلې وې.
په رغتونو کې یې د سترو ډاکټرانو عملي کار لیدلی و، ځکه یې دا زدکړې او له سترو طبپوهانو سره ناستې د داستاني اثارو او د کرکټرونو په افکارو، عقیدو او هنري ځانګړنو کې ځانګړی ځای لري.
دا چې د لیکوال کړه وړه، له خلکو سره تړاو او ورځنی ژوند د هغه اثار اغېزمنوي او د هر لیکوال د اثارو ځینې اتلان هغه ته ډېر نږدې وي، د چیخوف په هکله هم دا نظر په ځای دی چې په اثارو کې یې ډاکټران هم مهم رول لري.
انتوان چیخوف د نورو د ژوند په هکله د ډاکټرانو له اندېښنو، تشویش، احساس، چلند او تاثر سره اشنا و او اهمیت یې ورته لاره، ځکه یې د دوی مسوولیت ډېر درون باله. د ۱۸۹۰ کال د اګسټ په اتلسمه سوورین ته لیکي:(ډاکټران سختې ورځې او ساعتونه لری. خدای دې داسې ورځې او ساعتونه د بل چا په نصیب نه کړي.)
طبابت د انتوان چیخوف ډېر ګرانبیه وخت ونیو، خو د نوموړي په وینا، دې مسلک یې د انسان د روح او روان په علمي پوهه او د خپلو اثارو د شخصیتونو په رواني انځور کې ډېره همکاري وکړه، ځکه یې د ژوند تر پایه دا دنده لرله، خو ادب یې ترې مهم باله او ویل به یې:( طبابت مې مېرمن، خو ادب مې میَنه یا معشوقه ده.)
مطلب یې دا و چې له طبابت څخه ادب ته ډېر اهمیت ور کوي، که طبابت د ورځني ژوند د تېرولو لپاره کوي، ادب له شوق او مینې پالي.
په رڼاګانې، دسیسه، زما ژوند، بده پېښه، مېرمن، دښمنان، د جون نهویشتمه، جراحي، ایوانیچ، خواشینوونکی برخلیک، درې کاله، فراري، سمندري مرغه او په ځینې نورو اثار کې یې ډکټران یا خورا مهم رول لري یا هم اتلان دي.
دا ډاکټران ښه او یا هم بد رول لري، په داسې ډول چې په اثارو کې یې دا ډاکټران یا هم د روسیې ولسپالونکي او روڼ اندي دي، چې په سرښندنه او قربانۍ د روسۍ ټولنې خدمت کوي، خو داسې طبیبان هم پکې شته چې خپل مسلک یې د ځان شتمنولو وسیله ده.
لکه زموږ په افغان ټولنه کې چې خلک په ډاکټرانو ډېر باور لري د نوموړي په ځینې اثارو کې هم ډاکټران ښه او منطقي خلک دي چې نور خلک باور پرې کوي، خپل مشکلات او باطني احساسات ورته وایي.
رڼاګانې اوږده کیسه هم د سپي په غپا پيل کیږي، چې کله ډاکټر، انجینر انانیف او مرسیال یا شاګرد یې فون شتنبرګ بېرون وځي، شاوخوا ګوري هیڅ نه وي، کوربه انانیف مخ ډاکټر ته ور اړوي او وروته وايي چې ډاکټر ورته ویلي دا سپي په یو ډول عصبي ناروغۍ اخته دی، باید یواځې پرې نه ښودل شی او ښه چلند ور سره وشي:[لکه خوش طبعي خلک چې ماشومانو او سپیانو ته خبرې کوي ویې ویل- وه مخلوقه! ولې هسې غپ غوپ کوې؟ کوم ډاروونکی خوب دې لیدلی دی که څه؟ دلته، ډاکټر، راځه چې تا ته یې هم ووایم.
ماته را تاو شه ویې ویل – هیښوونکې عصبي خبره یې کوله، ته به یې ومنې؟ هغه ویل، چې دا سپی یواځېتوب زغملی نشي. تل وېروونکي خوبونه ویني او خپسکه(کابوس) یې نیسي. که په دغه وخت کې چغه پرې وکړې، له هیستري( د ژړا حمله) سره مخ کیږي.]
په رڼاګانې کې انجینر انانیف د ډاکټر له سپارښت سره سم له سپي سره ښه چلند کوي، خپل مېلمه ډاکټر هم خیرغواړی او خواخوږی انسان بولي او احساسوي چې ډاکټر یې درکوي، ځکه د زړه غوټې ورته خلاصوي. نوموړی د دې اوږدې کیسې په بل کرکټر او خپل شاګرد نیوکه کوي او ترې غواړي چې ډاکټر ته د ده د افکارو او احساساتو د بیان خنډ نه شي. د کیسې راوي او ډاکټر د انانیف په هکله وایي:( انانیف په افسوس سره لاسونه وښورول، ویې ویل: شوخي نوره بس ده، خبرو ته مې پرېږده. هیله کووم مې مې تنګوه، زه له ډاکټر سره خبرې کووم، نه له تا سره. هغه چې د سترګو له کونجونو زدکوونکي ته کتل، له ما سره یې خبرې اوږدې کړې.)
د انتوان چیخوف په سمندري مرغه ډرامه کې ډاکټر درن داسې انځور شوی دی چې د دې ډرامې له نورو کرکټرونو ډېر په ځیرتیا، هوښیارۍ او ژور فکر سره د شاوخوا کسانو حالت درکولی شي. په دې وجه د دې ډرامې ډېر کسان له هغه سره خوشال وي اوباور پرې لري د زړه درد ورته وايي، ان د خپلو مسلکي او تخصصي مسلو په هکله هم ور سره خبرې کوي. کله چې د دې ډرامې یو لوبغاړی ترپلوف په خپله لومړنۍ ډرامه کې ماتې خوري، مور یې ورته وايي چې څه به در څخه جوړ نه شي، خو ډاکټر درن ورته وايي:(ښاغلي کانستانتین ترپلوف ستا ډرامه مې ډېره خوښه شوه… قابل انسان یاست باید دوام ور کړې….)
خو د ترپلوف مور ارکادینا چې د تیاتر لوبغاړې ده، د خپل زوی د ډرامې په هکله وایي:(ته د یوې پردې بې ارزښته ډرامې د لیکلو وړتیا هم نه لرې.)
همدا وجه وي چې ترپلوف د خپل مور او پلار په ځای له ډاکټر درن سره د زړه غم شریکوي.
په (خواشینوونکی برخلیک) اوږده کیسه کې اصلي اتل – نیکلای استپانویچ- د مسکو پوهنتون ډاکټر او پوهاند دی. ۶۲ کاله عمر لري، نړیوال شهرت لري د روسیې ټول مشهور پوهان یې پېژني او ور سره تماس لري، خو د چیخوف د دې کیسې د اتل توپیر د هغه د نورو کیسو له اتلانو سره په دې کې دی، چې که څه هم نیکلای استپانویچ د ډېرو نړیوالو علمي ټولنو او کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو غړی دی، په ښکاره په خپل کار کې هم ډېر بریالی دی، خو د عمر په پای کې نهیلی کیږي او دې پایلې ته رسیږي، چې ژوند یې تېروتنه و، داسې باور نه لري چې خپل پخواني کړه وړه پرې توجیه کړي.
کله چې ځوان و، خلک یې روزل، دې ټکي ته یې پام نه و، اوس چې بوډا او بېمار دی، د شپې ویدېدلی نه شي، نو تېرو چارو ته ګوري او هرڅه ورته بې فایدې ښکاري. په همدې حال کله چې خلک ورته مخ اړوي، ستونزې ور سره شریکوي، مرسته ترې غواړي، دی یې په ځواب کې وایي، څه به وکړم، هیڅ نشم کولی.
ان کله چې د هغه لور لیزا خپله ستونزه ورته وایي او مېرمن یې هم ترې غواړي چې له لور سره همکاري وکړي. دی وايي، څه به وکړم، نشم کولی، په هیڅ نه پوهېږم.
په رڼاګانې او سمندري مرغه کې د داکټرانو رول مثبت، خو په خواشنوونکي برخلیک کې یې رول منفي دی. همدارنګه یې په ایوانیچ، جراحي، دسیسه، د جون نهویشتمه او بده پېښه کې د دوی منفي اړخ را اخیستی دی.
د انتوان چیخوف د دې دریو اثارو په پرتلنې سره دا نتیجه اخیستلی شو، چې د ډاکټرانو په هکله یې سم قضاوت کړی دی او دا یې ښودلې، چې د انسان ژغورونکو په نوم دغه کسان په ټولنه کې محترم دي، خو که خپل مسلک ته ژمن نه وي د بشر ژغورونکو په ځای سړي وژونکي دي او د دې ښه مسلک په خلکو کې هم داسې بې پروا کسان شته چې د نورو د اوښکو وچولو او درد ټکورولو خیال ور سره نشته.