تاند- سکای تلویزیون او د بریتانیا مخابرات (BT) په ګډه د انګلنډ د فوټبال د غوره لوبډلو د سیالیو د ښکارولو حق په ۵ ملیارده او ۱۳۶ ملیون پونډه واخیست.
د دې معنا دا ده چې د دغو لوبو د خپراوي د حق په وړاندې په سلو کې ۷۰ زیاتوالی راغلی دی. سکای او بي ټي تېر کال د دغو مسابقو د ښکارولو په خاطر ۳ ملیارد پونډه ورکړي ول.
څرګنده نه ده چې د خپراوي د حق د بیې لوړېدا به د لوبو د لیدلو د ټکټونو بیه هم زیاته کړي او که نه کړي.
د انګلیستان یا انګلنډ د فوټبال د غوره ټیمونو د غوراوي لیګ نه یوازې په بریتانیا بلکې درسته نړۍ کې تر ټولو زیاتې کتل کېدونکې لوبې دي.