تاند- افغانستان، پاکستان او چین اراده کړې چې په سیمه، په تېره بیا په افغانستان کې به د سولې او ثبات د راوستلو لپاره ګډې هلې ځلې کوي.
په دې خبره د درو هیوادونو له لوري د دوشنبې په ورځ د کابل په غونډه کې موافقه وشوه.
په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د پاکستان د باندنیو چارو مرستیال عزیز احمد چودري او د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ګډون درلود. عزیز احمد چودري د پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
چین او پاکستان په دې درې لاړخیزه غونډه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کې افغانستان او چین د پاکستان له لوري «د اسیا زړه» د راتلونکي کنفرانس د کوربه توب لپاره د پاکستان د وړاندیز هرکلی وکړ.
په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پرون /سې شنبه/ وویل چې هیواد به یې د افغانستان په ختیځ کې د اوبو بند او د بریښنا فابریکه جوړه کړي. همداراز تر پاکستان پورې به لویه لار او د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.
په همدې حال کې په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته وویل، چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې تطبیق کړي چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند جوړیدل هم شامل دي او تر پاکستان پورې به اورګاډي او موټرو لارې هم جوړې کړي.
په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ پاکستان کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي.
په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان ویلي و چې له پیښوره تر کابل پورې به د موټرو لویه لاره جوړه کړي او له سرحدي چمن ښار څخه به تر کندهار پورې د اورګاډي پټلۍ وغځوي.
کونړ د پاکستان پر پوله پروت هغه ولایت دی چې ډیر کله پکې جګړې وي او امنیت یې ښه نه دی. خو رویټرز خبري اژانس وايي چې په کونړ کې به د چین له هڅو سره دغه هیواد پر نورو هغو پروژو چې پخوا یې ژمنې کړې وې کار پیل شي، لکه په لوګر کې د عینک د میسو پر کان.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې چین به په کونړ کې د بریښنا پر فابریکې او د اوبو پر بند څومره لګښت کوي او تر پاکستان پورې به د موټرو او اورګاډي د لارو پر جوړیدو څومره مصرف کوي خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج وویل چې د دغو پروژو د لګښت په اړه به د دریو واړو هیوادو تر منځ په راتلونکو غونډو کې پریکړه وشي.
په وروستیو کې د افغانستان په سوله کې د چین لېوالتیا ډېرې هیلې پارولي دي. چین هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او له پاکستان سره ډېرې نژدې اړیکې لري. پاکستان ته د چین اړیکې خورا مهمې دي.
په همدې حال کې د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ دفاعي کمېټې ريیس مشاهد حسین پرون وویل چې د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزو خبرو بل پړاو به د روانې فبرورۍ په ۱۲مه په اسلام اباد کې وي.
——————
عکس: د افغانستان له ولسمشر سره د چین د بهرنیو چارو د مرذستیال وزیر ملاقات