د ژوندانه يوه نيمه پيښه دومره چټکه وی چی ځنی کسان پری دوخت نه مخکی ګوزار او وروسته قضاوت کوی.

داکار د هرڅه پرتله سياست کی ډير اوړی راوړی.

ملت او دولت ، عمل او غبرګون ، تشخيص او تداوی په ښکاره يو له بل سره سا او تنه ښکاری خو په سياسی ، طبی او فلسفی علومو کی همدومره بيلوالی لری ځومره چی نيژديوالی لری.

داد خدای پاک په پا چايي ياد طبيعت په پيچلی پرمختګ کی د کشمکشونو داسی ميراث دی چی ځنی ماغزه پکی ونډه وال او ځنی ورنه بی برخی وی.

کوم بنيادمان چی دغی شان تياروپسی دړګی لګوی اړين دی چی دساده والي څخه ژورورالی ته ورشی تر څو وپوهيږی اوليت چيرته دي؟ حقانيت چيرته دی؟ او حقيقت چيرته ی؟

ملت اودولت د انسانی هڅو د طبيعی ټولنی د ماتيدونه وروسته د غير طبيعی ټولنی د جوړيدو په ځانګړی پړاو کی ميڼځ ته راغلی په همدی خاطر يو د بل سره پیوند شوی دی.

ملت ددولت  یا سياسی نظام لپاره هغه خټه ده چی حاکميت ورنه جوړيږی په هره کچه چی دا خټه پيژندل شوی ، پخه او چڼ شوی وی. دهمهغی نه ښه پخه کلا جوړيړی . مګر د ملت او ددولت په شان خټه او خټګر هم سره تړل شوی. د ښو خټونه د ښو کلاګانو د جوړولو لپاره ښه خټګر په کار دی.

د افغانستان په ټول تاريخ کی ملت پوخ او حاکميت خام پاتی شوی له همدی امله د لته حکومتونه يا ميراثی او يا جبری ؤ.

ملت ددواړو پروړاندی د سر ښندنو څخه ډکی مبارزی کړی داچی ترننه پوری دبری پړاوته ندی رسيدلی تيوريګانی يي پرته له  پيژندنی  ياد تشخيص څخه پرمخکی تداوي ولاړی  دی.

دافغانستان د سياست او حاکميت نه د ملت د محروميت يو حسابی علت همداد تشخيص څخه مخکی تداوی یا  دافغانستان د سیاسی لوبغالی سره د  نابلده داخلی او خارجی لوبغاړو د خپلی خوښی سر په سر ناکامی لوبی دی.

دافغانستان هرهوښيار سياسی ، دينی او مسلکی کدر چی د خپلی ټولنی د تاريخ سره بلدوي او د تیرو څلويښتو کلونو تجربی په ياد  وی دايي ملی دنده ده چی خلک داضدادو څخه دډکی افغانی ټولنی ټولو حساسيتونو ته زير کړی او د او سنی افغان شخړی هغه کورنی ، سيمه ايزی او نړی والي ريښی په غړولو سترګو وروښايي چی د يوويشتمی پيړی داقتصادی چګړی سياسی سرنوشت ورپوي تړل شوی.

ستونزه دانده چی افغان شهيد وطن او غازی ولس به دا جنګ ونه کټی دغم د پاسه  غم دادی چی مونږ شامدام په توره ګټلی وطن په قلم بايللی . دادومره قومی نيمګړتيا ده چی ټولنه کی يي د ناسور بڼه غوره کړی که دی ته مو پام وکړ د پيښور د ګورنرهاوس ، کريملن د ماڼی او د بن څخه به تراشل شوي نظامونه یا انتقالی حکومتونه نه راتپل کيږی.

عزيزانو: موقت حکومت د جنجالی ټولنو د سياسی تاريخ هغه ترنيګلی پړاووی چی داضدادو ټکرپکی د جبری پخلاينی لاندی راځی دايوی لاری ته ورته ده چی په ځانګړی پړاوو کی يا تلل غواړی يا پاتی کيدل غواړی په اوسنی افغانستان کی يو ملی ضرورت ورنه جوړ شوی خو داچی امريکا او طالبان دواړه په همدی مجبوريت کی دی او که نه؟

دهغه افغان لپاره چی د خپل خدای پاک ، وطن او انسانيت پر وړاندی ذمه واری احساسوی خاماخا ورته ګرانه د ه چی د افغانستان عينی واقيعتونه ، رنځونه او د خلکو شریکی ملی غوښتنی شا ته واچوی . او د هغو پر ځای ځانی قومی ، مذهبی ، ژبنی قبيلوی او سليقوی هيلی د هم هغه چا لپاره د بدمرغی بله وسيله و ګرځوی چی ده ورته خپل ژوند نظرانه کړی وی. دی ته به د څومره خلکو پام وی چی د افغانستان لانجه ګام په ګام دسیاسی پوځی کشالی څخه په جغرافيوی ستونزه بدليږی دغو اړخونو ته په زيرتيا سره مونږ مجبوريوو د هغو سهوو مخه ونيسو چی په تيرو انتفالی دوروکی سر په سر تکرار شوی.

د پردی تر شا چی هر څه ؤ ؤ به مګر دبن د کنفرانس ستره خطا همدا وه چی دوی طالبان نفی کړه.

زمونږ نننی ټولنه د ۲۰۰۱ کال افغانستان ندی ناتو او طالبان د کشالی دوه مخامخ اړخونه دی. که ناتو دافغان حاکميت په حکمرانی او طالبان داسلامی امارت په تيوری پوری تړلی پاتی شی د موقت حکومت مينځ ته راتګ د يوه خيال او تصور بڼه نيسی .

د لنډ مهالی اداری سره د ناتو او طالبانو موافقعه پدی معنی ده چی د خارجی قواو دوتلو په صورت کی نه د کابل حاکميت نه د طالبانو امارت بلکی يو دريمګړی قوت.

د افغانستان سياسی پوڅی حالاتو ته دژوری کتنی له مخی ستره مسله د افغانستان څخه د خارجی قو اووتل دی داکار د سياسی لوبی پر ټولو اړخونو دومره ژوره اغيزه پريباسی چی افغانان د موقت حکومت په درشل کی پخپله خپل اذاد تصميم نيسی چی د تنظيمونو  اسلامی جمهوريت غواړی ؟

اسلامی امارت غواړی ؟ او که ولس په خپل وطن کی ولسی نطام جوړه وي؟

مونږ د امنو چی يو ليکوال د نورو بنيادمانو غوندی د خپلو ذاتی خيالاتو خاوند وی خو کوم څه چی دذمه وار انسان په توګه د ټولنی قضاوت ته وړاندی کوی په هغو کی خپل احساسات ورټومبل خپل ځانته ګوته نيول دی.

که طالبان او امريکا د موفت حکومت په تيوری سلا شوی وی . بيانو د حکومت جوړول تر ډيره حده دافغانانو کار دی خو په قضيه کی د منطقوی او خارجی دولتونو عملی شتنون له يوه پلوه او په بحران کی دډول ډول  اضدادو وجودله بله اړخه افغانان اړين کوی چی د نړی والی ټولنی څخه سیاسی اخلاقی کومک و غواړی.

د کره معلوماتو له مخی اوسنی طالبان د ۲۰۰۲ کال طالبان ندی چی په پيښور کی به جنرل مشرف او کابل کی به د ناتو په اوګو سپرو مشرانو قوموندانانو د پيسو او چوکيو په بدله کی پلورل.

اوس ډير طالبانو د جنګ په جبهو اولږه طالبان په ښارونو، کليو ، حکومتی چوکيو او حتی نړی والو غونډی کی برخه اخلی.

که د چا خوښه وی که نه ننی طالبان د افغانستان د سياست يوه برخه ګرځيدلی ځکه خو دوی پخپله وايی مونږ د جنګ په ځای کی جنګ او د سیاست په ځای کی سیاست کوو.

دغه طالبان د سیاسی کلتور پر خپلولو د خپل هغه ځانګړی کلتور خاوندان هم دی چی بی عمله خبری ورته بی غيرتی ښکاری.

مګر دافغانستان څخه دباندی يو شمير خال خال کسان شته چی يو څه يي په شعوری او نوريي په لاشعوری توګه ځانونو ته په اصطلاح د طالبانو نااستوګن سفيران وايي.دوی هڅه کوی هغه طالبان دځان د نقشی سره برابر کړی چی جهان يي په ټول زور د ځان تابع کولی نشی.

دوی په خپلو ويناو، ليکنو ، عملونو او د طالب  له ادرسه  قضاوتونو کی طالبان دانزوا، ټکر، يواځيتوب او په نهايت کی د قومی ، مذهبی ، او سیاسی راډيکاليزم خواته کشوی.

هر موقت حکومت چی د طالبانو دداخلی مشرتوب دزړينی مرستی نه يي برخی وی. اول جوړيږی نه او که جوړ شی چليږی نه. ځکه د پيښور دګورنر هاوس موفتی نوبتی حکومت طالب راڅملاوه اود ناتو د بن موقتی انتقالی حاکميت طالبانو د کمره په غاړه ودرولی.

که طالبان په جنګ ناتو وشړی او حکومت ونيسی په هغی صورت کی د موقت حکومت سوال هم نه پيداکيږی . مګر که چيرته طالبان د يوه سوله ايز سیاسی حل يو سيله دافغان کشالی ختمول غواړی پدی ځای کی د لنډمهالی حکومت مينځ ته راتګ يو ملی يو سیاسی او يو جهانی ضرورت دی.

او هغه حکومت ته هيڅکله هم موقت نشی ويل کيدی چی طالبان يي پخپله جوړ کړی. خپله تګ لاره ورته وټاکی او خپله يي حاکميان وی، د هيواد داوسنيو شرايطو په اساس موقت حکومت يعنی         د معضلی د اساسی اړ خونو په مستقيمه موافقه داسی اداره جوړول دی چی د هر اړخ د مستقيم نفوذ څخه خوندی او خپلواکه وی ، دی ته پام په کار دی.

زمونږ هيواد په هغو حالاتو کی ندی څنګه چی ۱۹۹۲ کال کی د پيښور نه او ۲۰۰۱ کال کی د ين څخه حکومتونه وروړل شول.

موقت حکومت بايد د ننه افغانستان کی دافغانانو پوسيله جوړشی مګر پو ښتنه داده چی دابه څنګه جوړيږی ؟

دافغانستان په قضيه کی پرافغان ولس برسيره سيمه ايز دولتونه، نړی وال قدرتونه او د ملګرو ملتوموسيسه مستقيم لاسونه لری.

داناممکنه ده چی د ملګرو ملتو و دموسسی دپروتوکول بر خلاف يو څه کسان يایوه ډله په داخل يا خارج کی حکومت جوړ کړی. او خيلو ځانونو ته پخپله حکومت ووايي حکومت جوړول يو شی دی. حکومت چلول بل شی دی . په ښکر باندی ولاړه اوسنی دنيا کی دوه لاری دی يا واقيتعونو سره ځان جوړول واقيعتونه د ځان په ګټه څرخول دی . يا دواقعيتونو سره ډغری وهل دی .

په بهر کی ميشت افغانان داکولی هم نه شی او دا غواړی هم نه چی ددومره   تجربو    سره سره پر هغه ملت يو ګوډاګی حکومت وروتپی چی هرګوډاګی يي د تاريخ په هديره کی ښخ کړی . مګر دا افغانان دی، افغانستان يي وطن دی دوطن حق ورنه هيڅوک نشی اخستلی د ټولنی هر بنيادم د خپلی پوهی او خدای ورکړی ذکاوت په اساس ځان او خلکو ته خدمت کوی. ددغه وخت او موقت حکومت تر مينځ يوه فاصيله پرته ده دافاصيله په خبرو ، غونډو، تفاهم ، جرګو او مشورو حل کيږی .

دابه ښه وی چی دهر چاد استعداد نه په خپل ځای کی کارواخستل شی اوکه دابه ښه وی چی ميم زرما ټوله زما؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *