واشنګټن پوسټ نن د امریکايي چارواکو په قول وویل چې د اوباما حکومت د دوهم ځل لپاره له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پر پلان بیا غور کوي.
ورځپاڼه وايي چې دا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره سره په دغه هیواد کې د امنیتي ستونزو د زیاتوالي ښودنه کوي.
د دغه پلان پر اساس، چې لا هم پرې غور روان دی، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل ته ممکن زیات اختیار ورکړای شي چې روان کال د ځواکونو د ایستلو د سرعت په اړه پرېکړه وکړي.
خو هرراز بدلون به په نهایت کې له افغانستانه د ۲۰۱۶ کال په پای کې د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله د ولسمشر اوباما پلان بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان اعلان کړ.
د دې پلان پر اساس ټول امریکايي پوځیان په دوو مرحلو کې د ۲۰۱۶ تر پایه له افغانستانه وځي او یوازې زر تنه عسکر د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې کېږي.
خو په افغانستان کې د ناټو قومندان هڅه کوي چې د همدغه مهالوېش په چوکاټ کې د ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي.
چارواکي وايي چې جنرال کمپبل به ممکن د روان ۲۰۱۵ کال په پای کې څه باندې ۵۵۰۰ پوځیان وساتلی شي څو د کندهار د هوايي ډګر په شمول د روزنې سیمه ییز مرکزونه تر مخکیني پلان زیاته موده فعال پاتې شي.
اټکل کېږي چې کمپبل او د اوباما د حکومت جګبوړي سلاکاران په دې موضوع د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړي.
امریکايي چارواکي هیله لري چې په دې برخه کې پرېکړه د مارچ په میاشت کې واشنګټن ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر سفر مخکې وکړي.
ولسمشر غني مخکې له ولسمشر اوباما غوښتنه کړې وه چې د ځواکونو د ایستلو پلان بدل کړي او پوځیان تر ټاکلې مودې په ځنډ وباسي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته وویل، دوی دا درک کوي چې پسرلی راروان دی او په افغانستان کې د جګړې فصل پیلېدونکی دی. په داسي وخت کې باید متحدانو ته موقع ورکړای شي چې د خپلو ځواکونو لپاره پلان جوړ کړي.
کمپبل لا له مخکې څخه د وخت له نظره له ستونزو سره مخامخ دی. نوموړی هم افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې او روزنې ماموریت پر مخ بیايي او هم د امریکايي پوځیانو له لوري د محدودو تروریستي ضد عملیاتو د مشرۍ ماموریت په غاړه لري.