هغه ګډ پلاوی،چې دامنیت شورا دپریکړې په اساس پکتیکا ولایت ته دنظامي اوملکي اداروڅخه دلیدنې په موخه راغلی وه،نن چهارشنبه یې خپل کارپای ته ورساوه اوبیرته پلازمینې کابل ته روان شول.

دغه پلاوی چې مشري یې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال لوی پاسوال اکرام الدین یاور کوله،دملي دفاع وزارت ،ملي امنیت ریاست اود سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازو یې ملتیا کوله دتیرې  یګشنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته راغلی وه ،ترڅوددې ولایت نظامي اوملکي ادارو څخه لیدنه او ارزونه وکړي .

یاد پلاوي په داسې حال کې،چې دپکتیکا والي ښاغلی انجنیر عبدالکریم متین هم ورسره وه،ددرې ورځو په اوږدوکې دبیلابیلونظامي اوملکي اداروڅخه دلیدنې ترڅنګ یوشمیر ولسوالیوته هم سفرونه وکړل اوله نږدې څخه یې دامنیتي وضعیت په اړوند له ولسونوسره خبرې اترې اونظریات شریک کړل.

راغلي پلاوي دپکتیکا ولایت بیلابیلو ولسوالیو له قومي مشرانوسره دلیدنې ترڅنګ دملي اردو ددوهمې پلې لوا له تاسیساتوهم لیدنه وکړه اودسفرپه وروستۍ ورځ یې مرکزشرنه کې له قومي مشرانوسره دیوې لویې غونډې په ترڅ کې دپکتیکا والو هغه قربانۍ،چې د۱۳ کلونوپه اوږدوکې یې ددې نظام دتامین لپاره ورکړي دي وستایلې.

لوی پاسوال اکرام الدین یاور دغونډې ګډونوالوته وویل،پکتیکا ولایت ته یې دسفرموخه دستونزو راټولول اودنظامي اوملکي ادارو ارزونه وه،چې دهر وزارت پلاوي دخپلواړونده اداروسره په ستونزو،ننګونو،فرصتونو اودحل لارې په پیداکولو بحث وکړ،چې بشپړ راپور به یې په مرکزکابل کې له مربوطه اداروسره شریک کړي.

دپکتیکا والي ښاغلي انجنیر عبدالکریم متین له مرکزي ادارې څخه مننه وکړه چې په غوښتنه یې یو باصلاحیته پلاوی دې ولایت ته راولیږه،اوپه نظامي اوملکي برخوکې یې ټولې ستونزې،نیمګړتیاوې اوننګونې په ګوته کړې .

نوموړي هیله څرګنده کړه چې مرکزي اداره به درپوټ په اوریدو سره دموجوده ستونزو په اړوندجدي غور اودحل لارې چارې ورته ولټوي. 

دپکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *