نيټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٠
کندهار افغانستان–د کندهار ولايت په ٢٠٥ اتل قول اردو کي تېره ورځ د ياد ځواک د سرتيرو ترمنځ د قرآن کريم د حسن قرآئت سيالۍ ترسره سوې او درې تنه پکښي بريالي اعلان سول.
په کندهار ولايت کي د ملي اردو د متدينو سرتيرو او افسرانو تر منځ د قرانکريم د تيري ورځي د ښه تلاوت او حسن قرآئت سيالۍ د روژې مبارکي مياشتي د رارسېدو او په هيواد کي د تلپاتي سولي په خاطر د همدې ولايت د قول اردو په تالار کي جوړي سوې .
د حسن قرآئت په يادو سياليو کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال تورن جنرال عبدالرحمن رحماني تر څنګ د قرارګاوو امرينو او يو شمېر سرتيرو او افسرانو ګډون کړی وو چي ټولټال پکښي ٣٥ سيالي کوونکي راغلي ول.
په دغه سياليو کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال تورن جنرال عبدالرحمن رحماني د ملي اردو ځواکونود ترسره سوو کارونو ستاينه وکړه او د يادي سيالۍ د جوړېدو څخه يې خوښي وښوده .
ښاغلي رحماني دغه راز دملي اردو پر سرتيرو ږغ وکړی چي د وطن په دفاع کي ځانونه ونه سپموي او چاته اجازه ورنه کړي چي د افغانستان پر پاکه خاوره د يرغل کوښښ وکړي.
د قرانکريم د ښه تلاوت د سياليو په پای کي د ٢٠٥ اتل قول اردو د عقيدتي او فرهنګي څانګي څخه قاري محمد ايوب لومړى، د څلرمي لواء څخه قاري محمد حسين دوهم او د لوژستيکي څانګي څخه قاري ذبيدالله دريم مقام خپل کړی .
په سياليو کي د ګډونوالو لخوا د لومړي دوهم او دريم مقامونو ګټونکو تر څنګ پاته نور سرتيري هم په د ښه قرآئت او تجويد له خاطره تشويق سول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د مرستيال تر څنګ په دغو سياليو کي ګډون کوونکو سرتيرو هم د يادو سياليو پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چي د وطن د دفاع او د ولس د خدمت لپاره به ځانونه قربانوي او څوک به پرې نه ږدي چي د افغانستان پر مظلوم ولس ظلم وکړي .
دوی زياته کړه چي افغان ملي اردو ځواکونه اوس ددې وړتيا لري چي دخپلي خاوري او خلکو څخه ساتنه وکړي .
د ملي اردو وظيفه يوازي په جنګي او عملياتي برخه کي د خلکو او خاوري ساتنه نه، بلکي د اسلام مقدس دين د خپرولو لپاره کار کول او له ولسي افغانانو سره د اسلامي حکمونو په رڼا کي چال چلند کول دي.