د روښانتیا

وړاندي کونکي: ډاکتر زلال او ډاکټر احسان الله درمل \ترتيبوونکی: سعيد شينواری

نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

ومو غوښتل چې په طبي اړخ کې د افغانانو پر ستونزو او د هغو پر حل خبرې وشي؛ دا حس ما له ډاکتر درمل نه اخیستی دی.

وايي چې روغتیا نیمه پاچاهي ده، دا په دې معنا چې کله ماشوم د مور په نس کې د نطفې څخه په لومړنیو میاشتو کې جوړېږي، بیا پیدا کېږي، د ژوند مراحل طی کوي او بیا مري، خو دا انسان د همغه نطفې د یو ځای کېدو له ورځې روغتيايي خدماتو ته اړتیا پیدا کوي او د ژوند تر پایه روغتیايي اړتیاوې لري.

که له لومړي سره ښه روغتیايي خدمات ونه لرو، او ښه پاملرنه ورته ونه کړو نو یو معیوب ماشوم نړۍ ته راوړو او دا ماشوم بیا ټول عمر له همدې څخه کړېږي، که د ژوند په ا خر کې هم ښه خدمات ونه لرو ګڼې ستونزې به مو تر غاړې وي.

دا چې اوس زموږ روغتیايي وضعیت، حالت او خدمات په کومه سویه دي پر همدې موضوع به بحث وکړو، خو تر ټولو لومړی باید د نني لکچر اهداف درته واضح کړم.

۱-طبي زده کړې:

په دولتي برخه کې خو یې زده کړې له ډيره وخته لرو خو په خصوصي برخه کې هم د طبي زده کړو ادارې رامنځته شوې دي، موږ به یې پر ستونزو، پرمختګو موثریت او لارو-چارو وغږېږو؛ نو دا به داسې ویشو چې: دولتي طبي زده کړو ادارې، او خصوصي ادارې.

۲-روغتیايي خدمات:

په دې برخه کې د ولسمشر په ملکي برخه کې روغتیايي مشاورین، روغتیا وزارت، دولتي روغتونونه، شخصي روغتونونه او محلي طبابت څېړو؛ همدا راز به پر دې هم وغږېږو چې ولې زموږ ناروغان بهرنیو هېوادو ته ځې؟

طبي زده کړې:

په نوره نړۍ کې چې څوک طبابت ته تلل وغواړي، نو له اووم ټولګي څخه همدغه د طبابت اړوند مضامین او طبي اخلاق ورته لوستل کېږي او په همدې رشته کې لومړنۍ زده کړې، بیا ثانوي او بیا لوړې زده کړې، تخصص، ماسټري او پي ایچ ډي ترلاسه کوي.

له اووم ټولګي نه د طبابت زده کوونکی همداسې فکر پیدا کوي او خپل ذهنیت داسې جوړوي چې یو ډېر لوی مسوولیت به پر غاړه اخلي خو زموږ په هېواد کې بیا ستونزه دا ده چې تر دوولسم ټولګي پورې شاګرد په دې نه پوهېږي چې دی به په راتلونکي کې کوم د مسلک کې زده کړې کوي.

دوی له ریاضیاتو سره مینه لري او غواړي اینجنیر شي خو کورنۍ یې دې ته اړ کوي چې طب ته ولاړ شي، یا یو کس له طبي علومو سره مینه لري، خو کورنۍ یې نورو مسلکونو ته هڅوي او هغه په زوره او تحمیلي ډول پرې سر ته رسوي.

په کار ده چې که په طبابت کې اصلاحات راولو نو له لومړیو ټولګیو د ماشوم روزنې ته پاملرنه وکړو او د نورې نړۍ په څېر له پرمختللو درسي میتودونو ورته کار واخلو.

بله مسئله دا ده چې طب پوهنځی پیل شي، نو باید زموږ د طب ژبه هغه واوسي چې به مرسته یې موږ هره ورځ اپډیټ منابع پیدا کړای شو، ځکه طب هره ورځ نوي پرمختګونه کوي او په تجربو کې یې هم هره ورځ نوي انکشافات کېږي.

نو د دې لپاره پښتو، دري، اردو، بلوچي او نورې د طبابت ژبې نه دي، اوس پرمختللې ژبې هم وایي چې دا سهوه ده چې طبابت په خپله ژبه کوو، دلیل یې دا دی چې په کومه ژبه موږ هره ورځ نوي معلومات ترلاسه کولی شو، هره ورځ نړیوالو سیمینارو کې ونډه اخیستلای شو او پرمختګونه کولای شو، هغه به انګلیسي وي او له انګلیسي پرته طبابت نیمګړی دی.

خو که تاسې اپډیټ طبي ژبه نه منئ او وغواړئ چې ټولې زده کړې په خپله ژبه کوو، نو بیا داسې د ژباړې سیسټم او اصول جوړ کړئ، چې اصلي پوهه او اپډیټ معلومات ورسره ژر تر ژره په هماغه مفهوم ډول انتقال کړئ، خو ما د افغانستان د پوهنتونو په نصاب کې اته میاشتو نه زیات وخت تېر کړ، اتیا کتابونه د کابل او نورو ولایتو د طب پوهنځیو لپاره ترتیب شول، یوازې دوه یا درې مو داسې په کې پیدا کړل چې هغه د طب د ژباړې له اصولو سره برابر ول.

دلته اکثره د طب استادان د ژباړې په طرز نه پوهېږي یا د ژباړې اصولو ته پاملرنه نه کوي.

بله مسئله دا ده چې پخوا زموږ کومو ډاکټرانو د طب په برخه کې کتابونه او اثار لیکلي دي، تر اوسه بل داسې څوک نه دي توانېدلي چې دغه کتابونه او اثار اپډیټ کړي.

تر اوسه یوازې پوهاند شیرزاد یعقوبي وو چې پنځه کتابونه یې په پښتو او دري ولیکل، همغه زاړه شول او داسې څوک رانغلل چې د هغه په کتابونو اپډیټ معلومات هم خلکو سره شریک کړي، بلکې نور استادان راپورته شول د ده کتابونه او چپټرونه یې کاپي کړل، خپل ځانته یې رتبې پرې واخیستې.

نو باید د طبابت ژبه سټنډرډ وي او هره ورځ د نړۍ ژبه وي، لکه انګلیسي یا که یې په خپله ژبه اړول غواړو نو په مسلکي ډول لاس په کار شو.

یو خو د ژبې مسئله وه، بله مسئله دا چې زموږ او ستاسې هېواد له جنګه راوتلی، هغه وخت د جګړې په کلونو کې چې هر څوک د طب پوهنځیو ته د استاد په توګه ننوتی هماغه پاتې دی، اوس که یو نوی ځوان کادر انګلیسي، کمپیوتر او اپدیټ مالوماتو ته لاسرسی ولري هغه هیڅکله استاد کېدای نه شي، ځکه زاړه استادان چې په دې شیانو نه پوهېږي هېڅکله داسې خلک نه شي زغملی او نه اجازه ورکوي، ما داسې کسان ولیدل چې له اروپا او غرب نه یې پي ایچ ډي ډګري راوړې، هلته یې استادي کړې، خو دلته نه دي مقرر شوي حتی په کابل پوهنتون کې د یو لکچر ورکولو اجازه نه ورکول کېږي.

چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي او اصلاحات رانه وستل شي نو بیا هم طبي سیسټم پرمختګ نه شي کولای.

درېیمه مسئله دا ده چې د ټولو وروسته پاتې هېوادو طبي پوهنتونونه باید له   نړیوالو او سټنډرډ طبي پوهنتو سره توامیت ولري.

پخوا موږ دا سیسټم درلود، کابل پوهنتون مو له فرانسې سره اړوند توامیت درلود او ننګرهار پوهنتون بیا د امریکا له کوم مهم پوهنتون سره.

د توامیت ګټه به دا وه چې د قرارداد له مخې به یو استاد هلته واستول شو چې تخصص او نوې زده کړې وکړې، دغه راز به نړیوالو پوهنتونو دوی ته د نصاب نوي کتابونه ورکول، محصلینو ته به یې هم سکالرشیپونه ورکول، خپل محصلین به یې را استول، ټریننګونه به یې ورکول، استادان به یې ورته رااستول، د دوی استادان به یې هلته د لکچر لپاره وړل او تجربې به یې یو له بله سره شریکولې نو هغه وخت به موږ واقعا نړیوال کادرونه فارغول او د نړۍ په کچه به منل شوي ول.

زما پلار د همغه وخت یو ډاکټر دی، د هغه کیسې چې واورم، حیران شم چې موږ په تېرو وختو کې څنګه دومره په حیرانوونکي ډول طبي پرمختګونه درلودل؟ هغه د ننګرهار پوهنتون نه فارغ و، دغه پوهنتون به په هر ډیپارټمنټ کې پنځه امریکايي پروفیسران درلودل. دیرش کاله وړاندې په ۱۳۵۵ کال کې د جلال اباد پوهنتون شفاخانه کې د ډاکټر شاه په نوم یو سړي د لومړي ځل لپاره قلبي کامیاب عملیات وکړل.

اوس افغانستان اووه طبي پوهنتونونه لري، خو یو هم له دې توامیت څخه برخمن نه دی، اوس زموږ یو ډاکټر هم له صحت عامې پرته سکالرشپ نه دی اخیستی.

نو که زموږ دولت غواړي چې طبي پرمختګونه ولرو، نو باید زموږ د طب پوهنځي له نړیوالو معتبرو طبي پوهنتونونو سره توامیت ولري او د نړۍ له نویو تجربو څخه خلک برخمن شي.

درېیمه مسئله چې ډیره مهمه یې بولم هغه دا چې په پوهنتونو کې د ټریننګ شفاخانو شته والی دی، چې طبي زده کړې په عمل کې پلې شي، خلکو ته یې هم ګټه ورسي او تجربې هم وشي.

که عملي کار ونه لرو، نو دوه ډوله حافظه لرو:

یوه لنډ مهالې او یوه اوږد مهالې، اوږد مهالې کې هغه شیان ثبتېږي چې عملي مشاهدات یې په اړه ولرو، که د طبي زده کړو سره سم عملي زده کړې ونه شي، نو بیا هم نوې تجربې نه شو کولای.

پخوا د طب پوهنځیو کریکولمونه داسې جوړ ول چې محصل به له درېیم ټولګي وروسته څو محدود ساعتونه په صنف کې تېرول نور به یې ټوله ورځ په عملي کار تېرېده، تر څو به مو په هره برخه کې جراحي، اطفالو، هډوکو، داخله او نورو چارو کې یو متخصص ډاکټر وروزه.

خو اوس ستونزه دا ده چې زموږ د مرکزي طب پوهنتون عملي هغه د علي اباد شفاخانه ده، هلته که تاسې ورشئ، نو په هفته کې یو ساعت دوه ساعته شاګردان روزل کېږي، نور عملا هلته له ۱۲ بجو وروسته رسمیات ختم وي.

خو پخوانیو ډاکترانو راته کیسه کړې چې موږ به د ماښام لمونځونه هم په صنف کې کول او عملي کار به له حده راباندې ډېر او هره برخه کې به فعالیت ته اړ کېدو.

په ننګرهار پوهنتون کې به هم دغه مسئله وه، اوس هلته هم وضعیت په هغه حالت کې پاتې نه دی، په کندهار کې هم په ټریننګ روغتون کې تر اوسه هېڅ نه دي شوي، په خوست او نورو ولایتونو کې خو بیا دا هم نشته.

کله چې ټریننګ روغتون ونه لرو نو هلته له تیوریو وروسته پرکټیک دوره په سمه توګه نه شو ترسره کولای او محصلین به مو حتما ستونزې ولري.

خو په نوره نړۍ کې بیا اوس هم په هره برخه کې محصل ته دومره زده کړې ورکول کېږی چې د خلکو د صحت لومړنۍ ستونزې حلولای شي، که یې له وسې پورته شي نو هغه بیا تخصصي ډاکټرانو ته استوي، هلته اوس فامیلي ډاکټران ټولنې ته وړاندې کېږي یعنې هغوی په هره برخه کې لږ لږ پوهېږي او ستونزې حلولای شي.

زموږ په هېواد کې د طبابت تراژیدي

خصوصي طبي زده کړې

نور بيا….

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *