د انساني برابرۍ په ملګرتیا معتاد ملګري
ټول انسانان دي برابر اصیل کم اصل نشته
په دې خبره ولي ته شولې حیران غوندې
د ملګرتیا ژوند کې خوندونه او خیرونه دي ډېر
تاسي یو څو ورځې خو وکړئ امتحان غوندې
د روشنفکرۍ یو مهم اصل دا دی چې په هسته کې یې انسان استوګن دی؛ انساني درنښت، پر تعقل تکیه او فکري آزادۍ یې نور مدارونه دي.
کله چې د روشنفکرۍ په زمینه کې د استاد الفت پر افکار بحث کوو نو دا هسي د پټو سترګو ادعا نه ده چې هغه د افغان- روشنفکرۍ شهنشاه بولو ځکه انسان، د انسان پرتم، ذهني خلاقیت، د فکر خپلواکي، د تعبد او غلامۍ له زندانه د بني آدم آزادي او بشري برابري د هغه د هنر جوهر جوړوي او که څوک د بصیرت له نعمته محروم نه وي نو د دغه هیومانیست او هنرمن انسان په آثارو کې د دغه جوهر ننداره پاراګراف په پاراګراف، جمله په جمله، ان کلمه په کلمه کولای شي.
زه په عجیبه توګه د لوی الفت د هنري- فکري اعجاز ښکار یم، فکر کوم چې د دغه مفکر د فکري ژورتیا تل ته رسېدلی یم مګر چې نوره هڅه کوم، نور ژور ځم، اوس ګمان کوم چې د ده د فکر د سمندر پای کول لږ تر لږه زما لپاره سخته خبره ده.
استاد الفت د خپلې زمانې له نسه په ډېر سخت اختناقي بستر کې وزوکېد؛ هغه مهال چې ذهنونه ډبره ول، فکرونه کنګل ول، اعتقادات ورج- کلک ول، د ذهني ازادۍ آواز پورته کول په سیاسي او اجتماعي حوزو، دواړو کې، د ځانوژنې له هڅې سره برابر تلاښ و خو دقیق او دراک الفت په دومره استادانه انداز له دې ټولو تمایلاتو سره تعامل وکړ چې نه یوازې یې په ځان پسې د وراسته کلتور مینانو د احساساتو غالبوزې ونه کارولې بلکې د هر سیاسي- ټولنیز باور پيروان یې د خپل فن طلسم ته داسې تسلیم کړل چې تر نن ورځې پورې د متضادو افکارو او عقایدو خاوندان د ده په هنري جاذبه کې یو ډول ور جذب دي.
زما لپاره ډېره جالبه فکري بوختیا ده، زه یو نیم کس داسې پېژنم چې ممکن ځان ورته د استاد الفت ترټولو لوی متخصص وایسي، همېشه د خپلو سیاسي- ټولنیزو مباحثو او ویناوو په ترڅ کې د دغه لوی هنرمن پر اقوالو، منطق و استدلال تکیه کوي؛ د دغه روڼاندي فنکار د آثارو د راټولولو، ترتیب او تحقیق په نتیجه کې یې د علم و هنر تږو ته یو جالب او ناتمام جام تیار کړی دی خو خپله یې بیا په عمل کې نه یوازې خپل ځان د انسانیت له لوړ معراجه را غورځولی بلکې د مبارزې اساس یې د انسانانو تر منځ د نفاق له مسالې څخه جوړ دی.
د انسان کیسه خو ډېره ستره ده، آن د افغان انسان پر وجود یې هم ماهر قصاب غوندې تیره چاړه را اخیستې او د قوم، قبیلې، سیمې، ژبې، مذهب، ایډیالوژۍ او … په نوم یې اندامونه پرې کوې، مثلاً ډېر په جار او تکرار شعار ورکوي چې:
«افغانستان= پښتونستان
افغان= پښتون
هر څوک چې دغه فورمول نه مني هغه حرامي دی»
زه خو فکر کوم چې د ملي بېلتون لپاره په دومره جرئت او صراحت سره دغسې یو زهر لړلی ناانساني فورمول، د یوې ګرمې افغان ضد مبارزې په شکل تبلیغول، د تاریخ یو له ډېرو ذلیلو او شرمېدلو داستانو څخه دی.
عجبه خو لا دا ده، چې روښان الفت زیات و کم درې نیمې لسیزې پخوا له خپلې جهل ځپلې ټولنې څخه رخصت شوی دی او د دغو درونیمو لسیزو په ترڅ کې، دنیا لکه بریښنا غوندې مخته تللې ده، د انسان د مقام او بشري حقونو د درنښت لپاره بنسټونه به بېساري ډول پاخه شوي، د دیموکراسۍ ستنې نورې هم کلکې شوې او انسان د روشنفکرۍ د عروج له عالي ترینو مدارجو څخه لا ور تېر او پورته شوی دی، خو دا درې نیمې لسیزې وشوي چې موږ د روشن خیال الفت د رڼو افکارو څراغونه په لاس، لکه ړانده ټپرېږو او لا هم.
د غلجي و دراني، د خېل و زي، د شمال و جنوب،د پښتو و پارسي،د شیعه و سني، د طالب و مکتبي، د نر و ښځې،د مشر و کشر
د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او… سلو و زرو نورو ویشونو لګیا یو، اصیل و کم اصل یې سره بېلوو؛ دا هغه ټیټ وحشي خصلت دی چې پخوا لا زموږ دې ستر انسان ورته متوجه کړی وو او د نن په نوې نړۍ کې خو بېخې د چلاو وړ نه دی او د هغو کسانو لپاره خو بېخې د شرم ځای دی چې د سواد، پوهي او روڼاندۍ دعوه کوي او د دغسې خصلت په چټلیو یې د شخصیت اوچت څلی لړلی وي.
زموږ د محیط په دغسې تورتم کې (ودان افغانستان ګوند) د افغاني روښانتیا او انساني برابرۍ لمر څرک دی، دا لمر باید راپورته شي او د افغان انسان د ذهن پر آسمان وځلېږي او د ټول افغانستان سمه و غر باید په روښان او ګرم شي؛ دا د ګوند حتمي عملي او انساني شعار دي:
« و.ا.ګ نړۍ د بشر ګډ کور او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړیکیو د ټینګښت و پیاوړتیا په لار کې هر اړخیز زیار ګالی.» نړیوال اړیکې، کړنلار، مخ۶۵.
شکسپیر هم وایي: «آیا ټول وروڼه نه یو؟ بشر ته ښایي چې یو، بل ورور وګڼي.»
هماغسې چې د استاد الفت د انساني برابرۍ تیورۍ ته د زاړه ذهن وګړي حیران ول، زموږ پر ګوند هم د نړیوالې ورورۍ د شعار له امله بېلا–بیل اعتراضونه وشول، چا ویل، دا ارماني مفکوره ده، نورو بیا د مختلفو ملتو وروري نامکمنه او آن ناروا وبلله، خو دا د روشنفکرۍ تر ټولو لوړ معیار او زموږ د زمانې نازولی جبر دی او موږ په ټول اشتیاق ورته تسلیم یو.
ډېربدبین خلک ایمان لري چې له نورو قومو او مذهبو له پیروانو سره یې وینه نه ګډېږي، آن پر موږ یې مخامخ اعتراض دی، چې د افغانستان ټول وګړي تر یوه فکري- ملي چتر لاندې متحد او معتقد کول نا ممکن کار دی، هماغسې لکه متعهد الفت چې ویل: تاسو خو یو وار د یووالی او ملګرتیا یو امتحان وکړئ، موږ هم عملاً دا هڅه وکړه او راته ثابته شوه چې که په اخلاص او انساني مینه سره هر انسان ته د ملګرتیا لاس ور وغځول شي نو دا ناممکنه ده چې سړی دې له منفي غبرګون سره مخ شي.
اوس موږ د ملګرۍ، ورورۍ او انسانۍ برابرۍ په خوند او خیر معتاد شوي یو، نور ناممکنه ده چې له دغه انساني مسیر څخه منحرف شو، پر ټول افغان ولس ږغ کوو، چې راځئ د انسانپرست الفت د فکر په رڼا کې د انساني برابرۍ او ورورۍ تر شعار لاندې زموږ له عملي بهیر سره ملګري شئ.
ټول انسانان دي برابر اصیل کم اصل نشته
په دې خبره ولي نه شولې حیران غوندې
د ملګرتیا ژوند کې خوندونه او خبرو نه دی ډېر
تاسي یو څو ورځې خو وکړئ امتحان غوندې
لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳