بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳
۶۲ کاله مخکي د نندو سینګ پر کورد یوه ماشوم زیری وسوو، د کندهار په ښکاپور بازار کي باک سینګ وزېږېدئ، تر لسو کالو یې د کندهار د لرغوني ښار نندارې وکړې، وروسته اروزګان ته ګډه سول، د بادشاه ظاهرشاه په غوښتنه یې هلمند ته بوتئ او هلته یې مځکي ورکړې، د باک سینګ پلار د تعلیم علاقه مند وو، خو په باک سینګ یې په کور کي خپلي مذهبي زده کړي وکړې.
باک سینګ درې زامن لري، متاسفانه هغوئ هم له زده کړو محروم دي. دلیل یې په هیواد کي د مذهبي تعصب بد سیوری بولي!
ښاغلي سینګ په ۵۲ سنه کي خپله د مکلفیت دوره پیل اودوه کاله وروسته د عسکرۍ له دندي ترخیص سوو. نوموړی د لښکرګاه په ښار کي اوس له ۲۰ کالو راهیسي دکانداري کوي.
سینګ د ډاکټرنجیب په دور کي هند هیواد ته کډوال سو او د پخواني ولسمشر کرزي په نظام کي بیرته خپل هیواد(افغانستان) ته راستون سو.
باک په ډیر ویاړ وايي چي افغانستان زموږ اصلي ټاټوبی دی او موږ ۷۲۰ کلن تاریخ لرو دننه په افغانستان کي، خو یوه ګېله یې د مذهب ځوروني ده چي اوس هم د ځینو کړیو لخوا توهین کیږي، نوموړی وايي په ځورونه کي د دولت رول تر بل هرچا زیات دی!
هغه وايي موږ پخوا ۱۲۰ کوره وو خو اوس ۳۰ کوره پاته یوو، سینګ اندېښنه لري که مو غم ونه خوړل سي کیدایسي هندوستان ته مهاجر سوو.
باک سیند د اهل هندو مشري په غاړه لري، هغه یوازي د هندوانو ستونزي نه حلوي، بلکي هر افغان ورته د قدر وړ دی، هغه افغانان چي هند هیواد ته ځي د باک سینګ له مرستي برخمن سویدي.
د سينګ يوازنۍ هيله داده چي، يو اباد، پر خپلو پښو ولاړ او ودان افغانستان ولرو .