بدلون

لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

زموږ یوه ستونزه دا ده چې موږ ټول په خپل ژوند، شاوخوا، سیسټم او چاپېریال کې بدلون غواړو، نارې وهو خو د راوستلو لپاره یې لستوڼي نه رابډ وهو. مهاتما ګاندي وايي که غواړئ په نړۍکې بدلون ووینئ نو خپله ورته لاس په کار شئ او په هماغه بدلون پیل وکړئ.

د دې خبرې مانا دا ده چې هیڅکله د هغه بدلون لپاره د بل په تمه مه کښېنئ چې تاسو یې په خپل ژوند او چاپیریال کې غواړئ. د بدلون راوستلو لومړی شرط په فکرونو کې بدلون راوستل دي، تر هغو چې د خلکو فکرونه بدل شوي او بدلون ته اماده شوي نه وي هیڅ ډول بدلون نه راوستل کیږي. منډېلا وايي چې پوهه یوه داسې زوروره وسله ده چې نړۍ په بدلېدای شي، موږ هم د همدې نړۍ یوه برخه یو او دا ګړی تر هر څه همدې وسلې ته ضرورت لرو. زموږ ټولنه دا مهال د ویښتیا او روښانتیا بدلون ته اړتیا لري، یو داسې بدلون چې د وروسته پاتې والي په زنځیرونو تړل شوي فکرونه په کې ازاد کړل شي. دا بدلون نه بهرنیان رامنځته کولای شي او نه پیریان، دا زموږ د هغو روښانو خلکو مسئولیت دی چې د ټولنې د دې درد څړیکې محسوسوي او په دوا یې پوهیږي. د نړۍ پرمختللو هیوادونو ته ویښتیا او روښانتیا د معجزې غوندې ناڅاپه نه ده راغلې، په دې لار کې خوارۍ شوي او خولې توی شوي دي. دا مسوليت د ټولنې دیوه داسې فکري اقلیت پر غاړه وي، چې ټینګه اراده او پر خپله لار باور

لري، مبارزې ته ژمن وي او له خپلو خولو تویولو او ستړیا څخه خوند اخلي، د بدلون راوستلو په لار کې چې څومره پر خپله ونډه اخیستنې ټینګیږي هغومره پیاوړي کیږي. د بدلون په اړه مې دا خبرې له هلمنده د ودان افغانستان ګوند له خوا د نوې اوونیزې (بدلون) په خاطر وکړې، په هلمند کې یو څو روښان ځوانان په خپل چاپېریال او ټولنه کې بدلون غواړي، او د دې لپاره بل چا ته نه دي په تمه، خپله یې په کار شروع کړې او بدلون یې پیل کړی. ستاسو

اوونیزه رنګه او قیمتي نه ده او نه هم په ډېر زیات شمېر چاپیږي، خو له روښانتیا ډکه ده. مادر تریسا وايي زه په یوازې سر نړۍ نه شم بدولولای، خو زه په اوبو کې یوه ډبره غورځولای شم چې ډېرې څپې وکړي. ستاسو بدلون همدې ډبرې ته ورته دی، څپې به جوړوي او ښه ډېرې به جوړوي، بدلون به بدلون

راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *