ليډينګ سټوري/ اداره

لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

هسې خو ټول افغانستان د ۱۳۵۷ کال د غوایي له خونرېز څخه را وروسته د بشري فاجعې په یوه وحشتناک نندارتون بدل دی خو تېر ۱۳ کلونه چي په افغانستان کي د ولسواکۍ، نوي قانون، نوي حاکمیت، نړیوالي پاملرنې او بې حسابه امکاناتو نوی دوران وو خو په دغه ټول دوران کي هلمند ولایت، خدای ښه پو هېږي، چې د خپل کوم تاریخي عظمت او ننني جغرافیايي، اقتصادي، زراعتي، بشري او فرهنګي پرتم سزا ولیده او لايې ویني؟

چې د غوايي ښکرونه ولي همېشه زموږ د ولس نس ته اړم وي؟ د روان کال د غوايي پر ۲۲ـ مه د افغان حکومت مخالفینو، د کوټي شورا د جنګي نقشې پر اساس (خیبرعملیات) پر سنګین ولسوالۍ اعلان کړل او د همدغه غوايي پر ۳۰ـ ۳۱ يې پر دغه سیمه د محشر ساعت نوی کړ، د هلمند والي محمد نعیم بلوچ (جامعه باز) ورځپاڼې ته وویل چي، افغان طالبان د جګړې په لومړیو لیکو کي دي او دوی شاته (پاکستان) دی، دغه پاکستانیان افغان طالبانو ته اجازه نه ورکوي چي له جګړې څخه مخ واړوي او شاتګ وکړي، ځکه دوی شاته ولاړدي.

له هغه لحظې تر اوس شېبې افغان حکومت د نووعملیاتو، دقیق هماهنګ پلان او غاښ ماتوونکی ځواب اعلانونه کوي خو نه یوازي وضع کنټرولیږي نه، بلکي لا د جنګ خطر د هلمند نوري او امن ساحې، ان ګاونډي ولایتونه ګواښي.

تېره اونۍ د هلمند مرستیال والي مسعود بختور رسنیو ته بیا وویل چي په سنګین ولسوالي کې د پراخو پوځي عملیاتو طرح وختي جوړه شوې او دقیقه محاسبه شوې ده.

نوموړي بیا ژمنه وکړه چي په راتلونکې هفته کي به په سنګین، موسا کلا او نوزاد ولسوالیو کي قوي عملیات وشي، ده پر خلکو د اطمنان زېری وکړ چي د نور وطن غوندي به امن ژوند ولري.

مګر څېړونکي چې د هلمند د نا آراميوعوامل بیا نوي نو هلته د ۷۰ سلني نشیې توکو، د ځمکي مافیا، د زورواکو ظالمانه نفوذ، بهرنیو سیمه ییزو او نړیوالواستخباراتو، پراخ اداري فساد، د ملکي او نظامي ارګانو په مابین، همدارنګه امنیتي او پوځي سکتورو ترمنځ نه همږغي او ډیرو مواردو کي ټکر، د مرکزي حکومت بې تفاوتي، په واک کي د با استعداد هلمندي ظرفیت نه ګډون او د قبیلوي اختلافاتو پر سکروټو پیک وهلو ته واضح اشارې کیږي.

دا هغه لاملونه دي چي تقریباً ټول موافق او مخالف جهتونه ور باندي یوه خوله دي.

د دې غمیزې مخه به څوک څنګه نیسي چي د مالګي کان خپله وروست شي؟ ولس که پزي ته ورسیږي نو د حکومت ګرېوان ته به لاس واچوي او د بحران عوامل به ور وښيي او د مخنیوي لپاره به فشار پر واچوي خو چي ټوله ستونزه او لاملونه يې خپله حکومت بیانوي او چې تر خلکو د چارواکو د اوښکو څاڅکي لوی وي، بیا به نو پر جا ژاړې؟

خلک هم نارې وهي چي غل دی او غل هم په دې منځ کې تر نورو په زوره چغې وهي چي غل دی، د ولس هم فریادونه پورته دي چي تبا و برباد شوو دا څه حال دی، خو دولت هم وايي نه، فاجعه تر هغه ډېره زوروره ده چي وګړي يې بیان کوي، دا نو د یوه ملت په تاریخ لوی طنز دی.

تېره شنبه له ارګه خبر را ووت چي حکومت پر یوه پراخه او هراړخیزه امنیتي ستراتیژي باندې کار روان کړی دی، هره ورځ به یو ساعت امنیتي غونډه کیږي او امنیتي راپور به د جمهور رییس او امنیتي چارواکو پر مېز ایښوول کېږي.

ولسمشر اشرف غني هم په خپلو کمپایني ژمنو کې بیا-بیا پر سوله و ثبات زیات زور اچاوه او اوس هم له دغسي یوه حالته پرته د پرمختګ مخه نه ویني، دا ښه اراده ده خو د عمل لپاره يې وطنپرست او با اراده اشخاص په کار دي، د ستړو خلکو هیله دا ده چې، خدای دې وکړي، ولسمشر دغسي وړ او پاکي څېري تشخیص کړي اوسي او نور نو د رمې ساتنې چاره لېوه ته ونه سپارل شي.

نظر څښتنان دا ښه خبر بولي چي له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته، نړیوال ځواکونه له افغان هغو سره ګډو پوځي عملیاتو ته چمتو شوي دي خو هماغسي لکه ولسمشرغني چي باور لري چې په پوځي زور به سوله راشي خو د ثبات لپاره یو لړ نور اساسي، اقتصادي او ټولنیز اقدامات باید وشي، خلکو ته خدمات وړاندي شي، اعتماد يې را خپل کړه شي او حکومتي اداره باید ځان د یوې قانونمندي، خدمتي او وطنپرستې مرجع په توګه ثابت کاندي.

ویل کیږي چې د هلمند مخکنی والي ګلاب منګل د نورو والیانو په نسبت بریالی وو، نوموړی په دې باور دی چې یوازې د وسلوالو ځواکو په عملیاتو اوحضور سره امنیت نه شو را وستلای، هغه طلوع نیوز تلویزیون ته د خپل بریالیتوب راز داسي ووایه: ( په ساروان کلا کې مو له محلي طالبانو سره مذاکرات وکړل او دوی مو قانع کړل چي بهرني طالبان له خپلو سیمو وباسي او امنیت په خپله ونیسي، موږ تعهد وکړ چې د دوی امنیت به خوندي وي او د بیا رغونې او انکشاف وعدې مو ور کړې، د خلکو پراخ مشارکت باعث شو چې هلته امنیت ښه و.

د ستونزو عوامل روښانه دي، غله مالوم دي، مافیايي کړۍ مشخصې دي، پر فساد ټول اعتراف کوي، د شخصي ګټو لپاره نه همږغي ټوله دنیا په سترګو ویني، د نامشروع منافعو لپاره د نا امنیو اور ته لمن وهونکي له هیچا پټ نه دي او ولسمشر ‌ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی هم هوښیار، جدي، ځیرک او په زیاتو رواني او ټولنیزو نزاکتو پوه سړی پېژندل کیږي، دغسي یو حالت او واقعیت په رښتیا سره د ولسو په زړه کې د نوي ژوندانه او باعزته او بسیا ژوندانه امیدونه غوړولي دي، هلمند د بحران محراق دی، باید اولینه توجه دلته متمرکزه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *