د نامتو اګزستنسیالیست ( حضوري فیلسوف ) ژان پل سارتر په یوه ډرامه کې لولو چې کرکټر یې دې پایلې ته رسیږي :

انسان دانسان دوزخ دی .

بل ځای لولو : انسان دانسان لیوه دی .

داکوم مجبوریتونه دي ، چې انسان غواړي دژوند صحنه دنورو لپاره په دوزخ بدله کړي ؟

په لرغونو عبري روایاتو کې تل ددوزخ د دردوونکو شکنجو حضور وینو ، دا یوازې له اوره ډکه یوه لویه کنده نه ده ، چې انسانان په کې سوزي ، دلته ترکنګلینو فصلونو پورې دګڼ ډول شکنجو کیسې وینو . ځينې اسطوره پېژندونکي فکر کوي ، چې ددوزخ تصورات تر ډیر بریده زموږ په ذهنونو او لاشعوري زیرمو کې شته ، دشکنجې اراده له همدې لاشعوري ساحې څخه رازیږي ، انسان پر کوم ایډیولوژیک بنسټ دې باور ته رسیږي ، چې دهغه قرباني دهرډول ځورونې او دردولو سزاوار دی . دانسان کنجکاو ذهن کله کله دې ته تمایل ښيي چې دبل انسان ځورېدل وګوري ، هغه صحنې او فلمونه چې دانسانانو شکنجه یا وژل او ځورول ښيي ، که څه هم ټکان ورکوونکې وي ، خو ګڼ خلک علاقه لري ، چې ویې ګوري. دا علاقه په روان کې دیوې اندازې سادیستي تمایل دشتون نښه ده .

په پورته ډولونو کې هېڅ ډول شکنجه دتوجیه وړ نه ده ، بشري قوانین او دانساني حقونو موازین هېڅ یوې ته هم اجازه نه ورکوي ، خو بیا هم وینو چې شکنجه دهربل جرم وجنایت په توګه شته . حتی په ډیرو هېوادونو کې ددولتي سیاستونو یوه برخه ده . یو شمېر هېوادونو دشکنجې دمنعې نړیواله معاهده ځکه نه ده لاسلیک کړې چې دشکنجې پرسیاست باور لري، ان هغو هېوادونوچې دغه معاهده لاسلیک کړې هم ده په دولتي کچ دشکنجې پر سیاست تورن دي . دعراق په ابوغریب ، دافغانستان په بګرام او دکیوبا په ګوانتانامو زندانونو کې دامریکايي مستنطقینو له خوا دشکنجې ورکولو پېښو دغه هېوادته لویې رسوايۍ رامنځته کړې .

دلومړي ډول شکنجې په اړه تل دوه اړخیز دلایل شاربل شوي دي . دا تل دپلټونکیو لپاره یوه ناحل شوې معما وه چې په جرم تورن کسان څنګه په خبرو راولي . تقریباً ټول مجرمین ، جنایت کاران ، سیاسي مخالفین ، نیول شوي څارګر (جاسوسان ) او نورتورن خلک په هغه څه اعتراف نه کوي ، چې مستنطقین یې ترې غواړي . ایا دا یوه پارادوکسي اړیکه ده؟ مستنطق غواړي حقایق ومومي ، خو هغه څوک چې پلټل کیږي ، حاضر نه دی خبرې وکړي . استخبارات غواړي معلومات ترلاسه کړي ، خو نیول شوی نه غواړي خوله پرانیزي. همدلته ده چې لاسونه پورته کیږي ، منګولې موټی کیږي، ډنډې په هواکې شغا کوي ، بریښنامزي اوربادوي او وسپنې پرغوښو خوله لګوي . چیغې پورته کیږي او دقرباني او جلاد تقابل پیلیږي .

دلته نو عاطفه ، زړه سوی او انساني ارزښتونه له اړتیاوو(ضرورتونو) اومسئولیتونوسره مخامخ کیږي . جلاد هم نه پوهیږي ، چې قرباني یې یوبیګناه وګړی دی که هماغه مجرم چې   دی یې غواړي ؟

په داسې ګونګ تقابل کې دواړه اړخه له جبر سره مخامخ دي ، که دورانکارو مخه ونه نیول شي نو حاکمیتونه کمزوري او بې پرواګڼل کیږي او فکر کیږي ، چې حاکمیت دعدالت په تاءمین کې پاتې راغلی دی . که په زور اوجبر دنظم او عدالت دراوستلو هڅه کوي ، مستبد او ظالم معرفي کیږي . ټول هغه بحثونه چې دحقوقو ، عدالت ،اوسمې څارنې لپاره کیږي دهمدې اړتیا پربنسټ دي . ددروغ سنجولو ماشین، دجرم پيژندنې سایکالوژیک میتودونه ، دکرایمېنالوژي تکتیکونه ټول ددې لپاره رامنځته کیږي ، چې ورو ورو دشکنجې اړتیا کمه شي او یومهال داسې وخت راشي ، چې نورنو شکنجې ته اړتیا پېښه نه شي .

ددې لیکنې پرتندې مو یوه جمله ولوستله : ( په دې پسې مه ګرځئ ، چې جرم څنګه پېښیږي ،پر دې فکر وکړئ ، چې جرم ولې پیښیږي! ) په موډرنو ټولنو کې د جرم دموندنې اړتیا راکمیږي ، دهغه پرځای دجرم دپېښېدو دزمینې دله منځه وړلو هڅه کیږي .

د پرمختللیو ټولنو یوه هڅه داده چې هلته دجرم او جنایت د پېښېدو میزان راټيټ شي . دپورتني منطق پربنسټ یوازې ناکام حکومتونه شکنجې ته مخه کوي او دخپل حاکمیت د پیاوړتیاراز دجلادانو په ګوزارونو او دقربانیانو په چیغو کې لټوي.

ترشکنجې لاندې یوه حقوقي پروسه عادلانه پایله نه شي درلودلای ، ځکه ډیر ځله قرباني له درداورنځ څخه دځان ژغورنې لپاره ټول هغه څه مني ، چې مستنطق یې ترې غواړي ،داپه دې مانا چې قرباني غواړي له درد ورنځه خلاص شي او هغه څه مني چې ښايي ترې خبر هم نه وي . له حقوقي پلوه هغه اعتراف چې په زور او شکنجه اخیستل شوی وي اعتبار نه لر ي .

په دې ځای کې ماته دنامتو جرمني ټولنپوه ولفگانگ سوفسکی خبره ریښتیابریښي ؛ هغه وايي :

((دشکنجې مانا دهغې له هدف څخه، چې یو شکنجه کوونکی مسئول یا بنسټ یې راښيي ، نه شو راایستلای . شکنجه د پلټنې اوزار نه ده ، هرڅوک چې شکنجه دخپل کار لپاره یواوزاري ضرورت ګڼي په حقیقت کې غواړي خپل تاوتریخوالی توجیه کړي . دشکنجې خونه دپلټنې او استنطاق ځای نه دی ، بلکې د بشپړ زورزیاتي او ځورونې ډګردی . ))

دغه ټولنپوه فکر کوي ، چې دحقیقت موندلو لپاره له شکنجې څخه ګټه اخیستل د (حقیقت) ارزښت ته زیان رسول دي . که یو څه د( حقیقت) په نامه د ځورونې ، درد او تاوتریخوالي له لارې وموندل شي ، دخلکو پام به له داسې حقیقت څخه بد شي ځکه دترخو خاطرو تکرار له ارزښتونو څخه هم کرکه رامنځته کولای شي .

له رواني پلوه ، جلاد دشکنجې پرمهال دخپل کار پر لاسته راوړنوفکر نه کوي ، بلکې ډیر پر دې تمرکز کوي ، چې خپلې عقدې پرانیزي . په دې توګه وینو چې شکنجه داعتراف لپاره وسیله نه ده ، بلکې پلټنه او اعتراف دشکنجې لپاره بهانه او وسیله ده .

دشکنجې ډینامیزم د جلاد دکرکې او عقدې څومره والی دی ، دابحث مهم دی ، چې په جلاد کې دا ځواک څنګه پیاوړی کیدای شي ؟ په اروپا کې دمنځنیو پېړیو مذهبي جلادانو فکر کاوه ،چې دقرباني ( ګناهکار) په ډیرو ځورولو او زیات عذاب کې ددوی ثواب او اجر نغښتی دی ، په اصطلاح هرڅومره به چې دوی ډېراوپه شدت سره خپل قرباني درداوه او ځوراوه هماغومره به دوی ځان ثوابونو ته نږدې کاوه . په حقیقت کې دا دمنځنیو پېړیو مسیحي ایډیولوژي وه چې په جلادانو کې یې دلاډیرې ځوروونې ځواک رامنځته کاوه . یا د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال چې نازیانو دخپلو قربانیانو ځورولو ته زور ورکړی وپه حقیقت کې دنازي انددود او باور زور و چې دجلادانوځواک یې زیاتاوه ،ځکه دوی فکر کاوه،چې خپلې سیاسي عقیدې ته دوفادارۍ لپاره باید خپل قربانیان وځپي .

پایله اخلو ، چې که غواړئ دشکنجې د ناانساني ښکارندې پولې راونغاړل شي او ترممکنه بریده راکمه شي نو هغه ایډیولوژیک ، سیاسي ، فکري او اقتصادي زمینې له منځه یوسئ ، چې دشکنجې لپاره په جلادانو کې رواني ځواک پیاوړی کوي او رواني عقدې یې راپړسوي . کله کله د شکنجې پرله پسې تکرار یو عادي وګړی هم په یوه سادیست جلاد بدلولای شي .

که څه هم یو جلاد چې دخپلې قربانۍ په وړاندې په یوه بېرحمه ماشین بدلیږي ، ښايي دخپلو ماشومانو اوخپلوانو په وړاندې مهربانه او عاطفي موجود وي او پرهغو یې زړه هم وسیزي ، مګر څه پېښیږي چې دخپل سیاسي یا ایډیولوژیک مخالف په وړاندې په یوه قصاب بدلیږي ؟

هم په ټولیزه کچه او هم په فردي محدوده کې شکنجه دبرترۍ او حاکمیت دتمثیل وسیله ګڼل کیږي .

ځپونکي حکومتونه دشکنجې دسیاست په مرسته غواړي هر ډول پروټست وځپي او دهرراز پاڅون یا مخالف تفکر جرړې وچې کړي ، همداراز جلاد کله چې دخپل قرباني له درد او سلګیو څخه خوند اخلي ، ځان تر ټولو ځواکمن شخص ګڼي او دځانځانۍ یاایګوییزم غریزه یې مشبوع کیږي .

دا اصل موږ ته دا پایله په لاس راکوي ، چې یوازې کمزوري اوډارن حاکمیتونه او ناروغ و سادیست شخصیتونه شکنجې ته لاس غځوي .

دسوفسکي یوه بله خبره : (( تاوتریخوالی او دشکنجې عامل دخپلې قربانۍ په له منځه وړلو ځان هم له منځه وړي . ))

دا په دې مانا چې شکنجه دتداوم او استمرار سیاست نه شي ګڼل کیدلای . تر ټولو سرکوبګر او ځپونکي نظامونه هم بالاخره د خپل زورزیاتي له امله راپرځيدلي دي او ترټولو خشن او قهار جلادان هم دخپل لیونتوب قرباني شوي دي .

شکنجه تصادفي اقدام نه دی ، بلکې ډولونه او کار اخیستنه یې د پرله پسې تجربو اوتاریخي تکامل محصول دی . ښايي دجلادانو څو نسلونو په دې فکر کړی وي ، چې دځورونې او تعذیب مډرن وسایل څنګه جوړ کړي ، چې دلاډیرې ځوروونې او درد لامل شي، درواني فشارونو نوي اسباب څنګه رامنځته کړي او څنګه کولای شي دخپل قرباني په ماتولو او شخصیت وژنه برلاسي شي . درد او خواشیني دلته ده چې دشکنجې دتخصصي کولو پرځای پر دې لږ فکر شوی دی ، چې څنګه کیدلای شي د شکنجې اړتیا له منځه ولاړه شي او یا لږ ترلږه یوه ټولنه هغو انساني معیارونو ته ورسول شي ، چې په هغې کې شکنجه دحاکمیت دتمثیل وسیله نه وي .

ایادشکنجې دمتخصصانو دزیاتولو پرځای دیوې انساني ټولنې د رامنځته کولو کادرونه نه شي زیاتیدلای ؟

د دیکتاتوریو ماته له همدې ځایه پیلیږي ،چې پر شکنجې تکیه کوي . یو ښکاره حقیقت دادی چې پرشکنجه ولاړ حاکمیت نه پاتېدونکی دی . دا ضرور نه ده چې هره دیکتاتوري به خامخا خپل ځای دیموکراتیک اوعادل انساني نظام ته پریږدي ، خو دا بیخي حتمي ده چې دیکتاتوري به دخپلوزورزیاتیو له امله راپرځي . هره دیکتاتوري او پر شکنجو ولاړ نظام په تاریخ کې دیوې تورې لکې په توګه خپل ځای پریښی دی .

د شکنجې ټولنیز عواقب :

دشکنجې تر سیوري لاندې ټولنه دمطلقې بیباورۍ په تیاره کې ژوند ته ورټېل وهل کیږي . هغه نظامونه چې پرشکنجې تکیه کوي له خپل ولس سره دجلاد او قرباني اړیکه جوړوي . ولس پر حاکمیت او حاکمیت پر ولس باور نه شي کړای .

دغه بېباوري عمودي او افقي دواړه اړخونه ( ابعاد) لري . مانا هم اتباع یا ښاروندان پرحاکمیت بې اعتماده کوي او هم وګړی پر وګړي اوټولنیز جوړښتونه یو پربل . دشکنجې نظامونه اختناق زیږوي او هیڅکله دخپل مشروعیت دعوی نه شي کړای ، بلکې خپل مشروعیت په زوره تحمیلوي .

لیدل شوي دي ، چې دشکنجې په نظامونو کې جرایم او جنایتونه ډیریږي ، سیاسي مخالفت لوړبرید ته رسیږي او سیاسي مشارکت له منځه ځي . شکنجه ټولنه په نویو قطبونو ویشي؛ قومي ، مذهبي ، ژبنی ، فکري او صنفي ویش او کرکه زیاتوي.

لیدل شوي دي چې دشکنجې قربانیان دژوندي پاتېدو په صورت کې په خپله په عقده يي او ګواښمنو دوښمنانو بدل شوي دي او که وژل شوي وي نو پاتې شونو او خپلوانو یې دمخالفت جنډه پورته کړې ده . دافرادو شکنجه هېڅکله دهغو په مرګ پای ته نه ده رسېدلې ، بلکې دیوه نوي ټولنیز یاډله ییز مخالفت دپیلېدا لامل ګرځېدلې ده . په تېره بیا دافغانستان په څېر سیال ټولنه کې چې کسات اخیستل دغیرت یوه برخه ده او شکنجه تر ډېرې مودې وروسته هم نه شي هېریدلای . په هغو ټولنو کې چې قوانین کمزوري وي او حکومتي بنسټونه ونه شي کړای دشکنجې له هغو ډولونو سره مبارزه وکړي ، چې دافرادو یاډلو له خواترسره کیږي ، دکسات اخیستلو ( یا دقربانیانو په ګومان دعدالت دپرځای کولو ) ابتکار دفرد یا ډلې لاس ته لویږي ، قرباني فکر کوي ،چې قانون دده دشکنجې پروړاندې دپوښتنې توان نه لري یا بې پروادی ، ځکه خوپریکړه کوي ، چې پخپله غچ واخلي . دشکنجې په وړاندې داسې نارسمي غبرګون ټولنیز ثبات له منځه وړي حتی ملي امنیت ګواښلای شي . ددیارلس سوه پنځوسمې لسیزې په پای او دشپیتمې هغې په پیل کې دوخت دحاکمیت له خوا دهغه مهال داستخباراتو په شکنجه ځایونو یاهم په پلچرخي زندان کې شویو شکنجو یا یې روایتونو، نه یوازې خلک دحاکمیت اطاعت ته مجبور نه شول کړای ، بلکې له هېواده تېښته اوپراخ مخالفت یې راوپاراوه ، همداراز دمخالفینو په کرښواو کړیو کې هم شکنجو او ځورونو دیو ایډیولوژیک مقاومت پښې ولړزولې او نهضتونه یې بدنام کړل . پر شکنجې ورکولوروږدي کېدل ناروغي ده دا ناروغي په فرد کې پر سادیسم اوړي او په سیاسي جوړښت کې په استبداد، اختناق اوبالاخره ماتې اوسقوط . په ثبات ، عدالت ، سیاسي مثبت فکروعمل ، دیموکراسۍ او خپلواکۍ راوستلوکې ناکام دولتونه دشکنجې له وسیلې څخه کار اخلي . پرډیموکراسۍ باورمند حاکمیتونه هیڅکله پرشکنجې تکیه نه کوي . هره هغه ټولنه یاسیاسي تفکر چې انسانمحوره اهداف لري شکنجې ته لاس نه غځوي . څنګه امکان لري ، چې یوڅوک دې دوګړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره هڅه وکړي اوبیا دې دشکنجې له سیاست څخه ګټه پورته کړي . تر رنسانس وروسته چې دبشري هڅو په منځي ( محراق) کې انسان راغی او انساني هوسایینه مهمه وګڼل شوه او تر غرایزو او احساساتو ډیر عقل ته لومړیتوب ورکړل شو ، دشکنجې دله منځه وړلو هڅې هم پیل شوې .

د سیاسي نظامونو داصلاح ، دحقوقي سیستمونو دمډرن کولو او دفردي حقونو دتاءمین له بحثونو څخه یوه موخه داهم وه چې پرانسان دانسان دزورزیاتي مخنیوی وشي.

دشکنجې په وړاندې دمبارزې اغیزمنې لارې چارې دادي ، چې دیموکراتیک ارزښتونه پیاوړي شي او حقوقي بنسټونه مډرن شي داسې چې دجرم دمخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ شي .دمدني ټولنو وده ، پیاوړتیا او نظارتي ځواک هم دشکنجې په راکمولو کې مرسته کړای شي .

بشریت که هڅه وکړي هماغسې چې مرییتوب یې پای ته ورساوه شکنجه هم له خپل برخلیک څخه توږلای شي او هاغه عصر به بختور وي ، چې له ( شکنجې ) څخه دیوې افسانوي او اساطیري کرغیړنې ښکارندې په توګه یوازې په روایاتو کې نښه او یاد پاتې وي ، دهمداسې یوې بشپړې انساني ټولنې درامنځته کولو په هیله .

دوهمه\ وروستۍ برخه \ بدلون اوونيزه \لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *