تاند- بریتانیا د چهارشنبې په سهار په صنعا کې خپل سفارت بند کړ او ټول مامورین او دیپلوماتان یې وایستل.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم ویلي چې په یمن کې یې خپل سفارت بند کړی او ټول دیپلوماتان او کارکوونکي یې په یمن کې د امنیتي خطرونو له کبله ایستلي دي.
فرانسه وايي چې خپل سفارت د جمعې په ورځ بندوي.
د بریتانیا د منځني ختیځ د چارو سلاکار وزیر توبیاس ایلیود وايي، په یمن کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی او باور لري چې سفارت او کارکوونکي یې له تهدید سره مخامخ دي.
وروسته له دې چې حوثي شیعه ګانو د یمن پر پلازمېنه صنعا یرغل ورووړ او حکومت یې ونیوه، دا هیواد په بحران کې ښکېل دی.
امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، په صنعا کې د متحدو ایالتونو د سفارت بندېدا به په یمن کې د القاعده پر ضد د دوی پر عملیاتو اغېز ونه کړي.
امریکا د القاعده شبکې د یمن څانګه په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه تروریستي ډله ګڼي.
حوثي شیعه ګانو پر صنعا له یرغل سره سم د ولسمشر ماڼۍ محاصره کړه او ولسمشر یې له واکه لاس اخیستلو ته اړ ایست.
دوی پارلمان هم منحل اعلان کړ.
ملګروملتو د دې بحران له پیله هڅه کړې چې د حوثي شیعه ګانو او نورو ډلو ترمنځ منځګړتوب وکړي.
عبدالمالک الحوثي، چې د شیعه حوثیانو مشر دی، د چهارشنبې په ورځ خپلو دښمنانو ته خبرداری ورکړ چې د ده د سختدریځې ډلې لپاره خنډ جوړ نه کړي.
ده بهرني حکومتونه په دې خاطر وغندل چې خپل دیپلوماتان له یمنه باسي.
الحوثي په یوه وینا کې، چې د حوثي ډلې په المسیره تلویزیون کې خپره شوه، وویل،فشار به ونه مني ، فشار ګټه نه لري.
ده دا هم وویل، څوک چې د یمن ګټې ګواښي خپلې ګټې به یې په دغه هیواد کې زیانمنې شي.
حوثیان، چې د دغه هیواد په شمال کې د سعودي عربستان په پوله کې اوسي، د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د صنعا لور ته یرغل وروړ.
یو شمېر کتونکي وايي چې دا ډله د ایران په مرسته وتوانېده چې حکومت ونیسي خو حوثیان دا تور ردوي.