د هلمند د ملي امنيت نوي مشر په هلمند کې د دندې د پېليدو پر مهال له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د امنيت په راوستلو کې دې خپل رسالت ترسره کړي.
سيد محمد امين قاضي زاده چې تر دې مخکې يې د هېواد په نورو ولايتونو کې د ملي امنيت د رئيس په توګه دنده ترسره کړې ده، نن پنجشنبه د يوې غونډې په ترڅ کې د هلمند د ملي امنيت د رئيس په توګه وټاکل شو.
هغه په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې ددې ولايت د امنيت په ښه کولو کې به هڅې وکړي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي هغه څه دي چې د قاضي زاده په خبره د امنيت په راوستلو کې اغېزمن تماميږي.
قاضي زاده په خپلو خبرو کې وويل: (( له ټولو دیني عالمانو مې هیله دا ده چې پر دريځ باندې د خپلو امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره خلک راوهڅوي، زما لپاره تر ټولو مهمه دا ده د نورو امنيتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ په دې ولايت کې امنيت قابو کړم)).
ورته وخت کې د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د هلمند د ملي امنيت د پخواني مشر حمدالله نازک د کارونو او هڅو ستاينه وکړه او له نوي مشر څخه يې د ښه فعاليت غوښتنه وکړه.
په هلمند د ملي امنيت نوی مشر په داسې حال کې خپله دنده پيلوي چې د هلمند په شمالي ولسواليو کې لا هم سړه جګړه روانه ده، پر امنيتي ځواکونو دا نيوکه هم کيږي چې د دوی ترمنځ همغږۍ نشتون په دې ولايت کې نا امني ډېره کړې ده، د ملي امنيت نوی رئيس وايي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ به د ښې همغږۍ په په لرلو سره په دې ولايت کې امنيت ټينګوي.