شیخ زاید پوهنتون

په خوست کې د افغان وسلوالو ملي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ پداسې حال کې نيول شوى، چې ښځينه جامې يې په تن وې او غوښتل يې چې د همدې کاليو پواسطه ځان له امنيتي ځواکونو خلاص کړي.

دغه عمليات د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز د اونيزې  امنيتي غونډې دپرېکړې پربنسټ د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي، چې په کې د افغان  ملي پوځ ،ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو برخه لرله.

د امنيتي ځواکونو د ر اپور له  مخې نيول شوي کس د وسله والو مخالفينو په ليکو کې ديوه  مهم سرګروپ په توګه فعاليت کاوه، چې د يو ميل توفنګچې سره يو ځاى يې هغه مهال ونيو، چې ،د ځان د خلاصون لپاره يې ښځينه جامې اغوستي وې.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢٣-١١-١٣٩٣ پنج شنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *