تاند- چین وايي حاضر دی د افغانستان له حکومت سره د طالبانو په پخلاینه کې مرسته وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر نن (یانګ يي) وویل چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ په دغه هیواد کې د تلپاتې ثبات او سولې له رامنځته کولو سره مرستې ته تیار دی.
ښاغلي يي دا خبره په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.
ده همداراز وویل چې چین غواړي چې د افغانستان په سوله کې پاکستان مخکښ رول ولوبوي.
د چین د باندنیو چارو وزیر وویل:«پراخه او د ټولو په ګډون پخلاینه په افغانستان کې د ثبات د یقیني کولو لپاره ضروري ده. له دغه هیواد سره باید نړیواله ټولنه په دې بهیر کې مرسته وکړي.»
ده دا هم وویل:« اوس چې د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی دی، هغه وخت راغلی چې افغانستان د کلونو له سختیو او بېوزلۍ راووځي. نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې ملاتړ او لاس نیوی یې وکړي.»
ښاغلي يي وویل«زموږ لپاره پکار ده چې د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي بیارغاونې ملاتړ وکړو. موږ باور لرو چې روغه جوړه د افغانستان په بیارغاونه کې مهمه او اساسي ده. پرته له څه شکه به په بیارغاونه کې پرمختګ او د فقر او نیستۍ د له منځه وړلو سره ه افغانستان د یوې ښې راتلونکې څښتن شي»
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اکتوبر په میاشت کې چین ته لاړ او پیکینګ یې هغه نفوذ ته په پام چې پر پاکستان یې لری، وهڅاوه چې دافغانستان له سولې سره مرسته وکړي.